No-IMG

د باګرام د نظامي جهنم د ړنګېدا او تشېدا په وياړ

محمد آصف صميم

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

و سيعلم الذين اي منقلب ينقلبون (۱)

د باګرام د نظامي جهنم د ړنګېدا او تشېدا په وياړ.

لويه خدايه!

په دومره ستره لورنه دې بې کچه ممنون يو ؛خو

ستا په دربار کې څه شی کم دي ؟

که د خپل نظام د رالورنې مو هم جوګه کړې ؛نو له تاسره د خپلو کړيو ژمنو همت ،حال او انځور خو مو وينې او زموږ اسماني دعوې ؛خو تا په خپل پېغور راننګولي چې :

فلا تزکوا انفسکم هواعلم بمن اتقی(۱)

خو بيا هم : الهی،

اګر کاسنی تلخست از بوستانست

وګر عبدالله مجرمست از دوستانست

د دغې ژمنې توفيق هم راکړه چې په ګرېوانه کې د غرور او لويۍ سر ښکته کړو او ستا د لوی سلطنت او عظيم الشان جبروت په اعتراف د کعبې د لارې په پېژندو خپلې ځانسازۍ او ټولنسازۍ ته ځير شو او دا ژمنه مو هم ومنه چې:

پاک خدايه!

موږ خو دې د « سور خوليو او سور پليو » په څېر د هغې ديموکراتيکو «تور خوليو او تور پليو » د وتو يا ايستو (!!) په وياړ هم ونازولو چې زموږ جهادي او قیادي ښاغليو په سپينه ږيره ورسره د خپل «حق نمک» د ادا کولو لپاره ملت ته ګواښ کاوه چې؛ که ستراتيژیک تړون ورسره لاسليک نه کړئ ؛نو زه د مدينې او مدينه فاضله پرځای بېرته په درو ورځو کې خپل ډنمارک ته هجرت کوم.

د جهاد قايدينو به د جهاد د خاوند په مخکې ځواب ورکړی وي ، هرڅه چې ورسره شوي ،شوي به وي؛خو پاکه ربه!

اوس د خپل دې ارشاد په فحوی او حکم :

اجيب دعوة الداع اذا دعان (۱):

موږ تس نس او ښنې ښنې اولس ته دا ډاډ هم راکړه چې :

لکه دا د اولياوو، شهداوو،صالحانو،صديقينو او اتلو سرښندويانو او غازيانو خاوره چې دې د «سره» او تور ښکېلاک له ناوليو پلونو پاکه کړه، دغسې ترې نور نړيوال مظلوم او محکوم اولسونه او ژغورنده غورځنګونه هم د دې (سپېرپليو) د قهر او غيظ له اوره په امان وساته.

لويه خدايه !

موږ ته ژمن او ټينګ ايمان او د تور سترګو ، د شين سترګو ، د زېړ سترګو او بد سترګو سفاکانو له قهره امان راکړه‌.

آمين

۱۴۰۰/چنګاښ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک