No-IMG

ولس د حکومت او طالبانو ‌څخه غواړي چي د خبرو د لاری په یوه میکانیزم سره قناعت وکړئ

زلمی زابلي

 

ولس د حکومت او طالبانو‌څخه غواړی چه دخبرو دلاری په یوه میکانیزم سره قناعت وکړئ ، دقدرت او واک په جگړه کی افغانان وژل کیږی وطن تخربیږی

حکومت  هره ورځ مسلکی جنرالان په ولایتونو او نظامی پوسټونو گمارئ، د ځینی ولسوالیو څخه په شاتگ کوی ، د مخالیفینو ځینی سیمی بیا بمباردوی چه تلفات هم ډیر لری ، په ځینو ولایتونو کی ملکی خلکو د حکومت په طرفدارۍ اسلحه هم اخیستی ده ، هندوستان په اوس وخت کی افغان  ملی اردو ته لس بی پیلوټه درون الوتکی ورکړی دی چه نن به یی ازمایښتۍ عملیات هم پیل سی ،

امریکایانو د خپلو نظامی اډو څخه خپل مډرن تجهیزات پاکستان ته انتقال کړل ، ساده کانتینران او تخریب سوی  تجهیزات یی د منځه یووړل ، یوازی په بکرام کی یی زر عرادی دفعالیت لویدلی موټران ، پریښی دی

چه د انتقال وړتیا یی نه درلوده خو اوس امریکا وعده کوی چه  40مختلیفی جنګی الوتکی به افغان اردو ته ورکوی

خو نن د امریکا مطبوعات وایی چه د افغانستان د امنیتی خراب نامعلوم وضیعت په اثر باید په کابل کی د امریکا سفارت  دیو څه وخت لپاره عاجل انتقال سی ، (جیوبایډن په واضح ټکو ژورنالیستانو ته تیره ورځ وویل چه زما څخه د افغانستان د موضوع په هکله هیڅ پوښتنه مه کوی ، زما څخه د ښه خبرونو سوال وکوی یعنی د افغانستان دنوم اخستلو څخه هم اوس نفرت لری )

جنوبی کوریا نن اعلان وکړ که چیری په افغانستان کی یی هر تبعه  نور پاته کیږی ، یوکال به زندان او لس زره امریکایی ډالر به جریمه وی

تاجیکستان نن اعلان وکړ چه شل زره  احتیاط سربازان یی د افغان تاجیک په سر حد باندی گمارلی دی چه د افغانستان څخه د افغان مهاجرینو د ورتگ مخنیوی وکړی

داچه تر 1600افغان سربازان د تاجیکستان هیواد ته د جګړی د لاسه ور تښتیدلی دی ، پرون ددواړو هیوادونو جمهور ریسانو خبری ورباندی کړی چه ژر به نوموړی سربازان وطن ته راستانه کړی

 ازبیکستان هیواد طالبان د تروریست په نوم نه یادوی ، وایی چه طالبانو د خپل هیواد بهر کوم تروریستی عمل اجرا کړی ندی چه تروریست نوم ورته وکارول سئ.

ترکیه حاضره ده چه دکابل حامدکرزی هوایی ډگر ته خپل سربازان  د سپتامبر د 11 تاریخ وروسته راانتقال کړی او د حامدکرزی د هوایی ډگر امنیت خوندی کړی،

باید وویل سی چه ترکیی د امریکا څخه په دی هکله دیپلوماتیک او نظامی لوژستیکی ملاتړ هم غوښتی دی ،

ترکیی د پاکستان او د مجارستان د هیوادونو څخه هم د سربازانوپه هکله   همکاری غوښتی ده

ملگری ملتونه په قطر کی د طالبانو سره هسی وخت تیروی چه د سولی چیغی وهی خو په عمل کی یی د استانبول کنفرانس بیخی دهیره ایستلی دی

د روسیی د بهرنیو چارو وزیر ( لاوروف ) دری ورځی مخکی په ماسکو کی حمدالله محب ته مخامخ وویل چه دافغانستان دولت غلطه رهبری وه چه اوس د افغانستان په شمال کی امنیتی وضیعت کړکیچن سوی اود منځنۍ اسیا هیوادونه اوس د غیرمسولو مسلح ډلو په واسطه تر تهدید لاندی دی ، د ماسکو کابل ترمنځ دکوم نظامی تړون  څرک هم په نظر نه رسیږی  .

دچین هیواد د پاکستان ددوستۍ  څخه برخمند دی ځکه مطمین ناست دی چه نه د سینکیانگ د اویغور د مسلمانانو څخه په راتلونکی کی اندیښنه لری او نه دگوادر د بندر د پنځوس میلیارده دالرو پانگی اچونۍ څخه تشویش لری ، نو بیا په افغانستان کی چه هر نظام د پاکستان په گټه وی چین یی ملاتړ کوی

د اروپایی ټولنی دریځ د طالبانو د اسلامی امارت په هکله واضح دی چه په افغانستان کی د اسلامی امارت په نوم کوم سیاسی نظام ورته دمنلو ندی ،

داهغه موقف او دریځ دی چه څه وخت وړاندی د مسکو په غونډه کی چین ، امریکا ، روسیی او پاکستان رسما اعلان وکړ

اوس اساسی خبره داده چه د همسایه هیوادونو دریځ او د نړیوالو نظامی اقتصادی قدرتونو موقف ته په کتلو سره ، دافغانستان حکومت نوموړی جگړه تر کومه وخته  دوامداره مخته بیولی سئ؟؟

ددی جګړی لګښت څوک ورکوی ؟؟

دافغان حکومت په پایښت ، نړیوال او اکثریت عام افغانان تر کومی  کچه رضایت لری او ملاتړ یی کوی،؟؟

ایا افغانان په داسی حگړه خوشحال دی چه ثمره یی د افغانانو وژل ، تباهی او دوطن تخریب دی ؟؟

آیا اکثریت افغانان په داسی حکومت خوشحال دی چه تراوسه په ارگ کی دری کسان ددی حکومت رهبری په لاس کی لری ،؟؟

نه ملی اجماع شتون لری او نه ددی حکومت په ملاتړیی کومه ملی اجنډا جوړه کړی ؟؟؟

د بله اړخه ، که طالبان ،   سیاسی واک ته د زور د لاری ورسیږی  ، ایاد  نړۍ زبر ځواکونه ، دسیمی  هیوادونه ، اروپایی

اتحادیه ، د عربی اسلامی سازمان هیوادونه به د طالبانو د حاکیمیت رسما ملاتړ وکړی ؟؟

که چیری د طالبانوسره د ملگرو ملتونو رسمی ملاتړ نه وی ، د نړی ډیر مهم هیوادونه دیپلوماتیکی  اړیکی  ورسره ونه لری ، یوازی طالبان به څنگه د ټولی نړۍ څخه په تجرید کی ژوند وکولای سی؟؟

اوس د نړۍ وضیعت د شل کاله وړاندی کلونو سره کاملا متفاوت دی ،

عربی خلیج هیوادونه ، افریقایی اسلامی هیوادونه ،  د امریکا او انګلیس د اجازی پرته ډوډی نسی خوړلای

داهغه مهم ټکی دی چه افغان حکومت ا‌و طالبان یی باید په نظر کی ولری بیا دی په افغان خاوره باندی د سیاسی واک د ساتلو لپاره د جگړی اور ته لمن ووهی

نو تر ټولو ښه لاره داده چه د مشهورو مسلکی پاکو افغان مشرانو ، دینی علما اود هر قوم څخه انتخاب سوی شخصیتونو ، په مرسته دی د ملل متحد تر نظارت لاندی لویه جرگه دایره کړی تر څو دا مشکل ته د حل لاره پیدا کړی

ومن الله التوفیق

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک