No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني سره لیدلي.

د ښاغلي کرزي د دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لیدنه کې د سولې د بهیر د پرمختګ او اغېزمنتیا په پار د کټورو اقداماتو په هکله خبرې وشوې.

: ‏سه تن از مأموران وزارت داخله در یک حملۀ هدف‌مند در کابل جان باختند.

: شماری از آن شهروندان افغانستان که خروج ارتش سرخ از کشور شان و رویدادهای پس از آن دوره در خاطر دارند، از پیامدهای پایان ماموریت نظامی امریکا و ناتو در افغانستان نگران استند.   

به باور این شهروندان، در این چهار دهه، دولت مردان نتوانستند از فرصت‌های کنونی به سود کشور و مردم کار بگیرند و همین باعث افزایش نابسامانی‌ها در افغانستان شد.

در این گزارش، با کتاب و روزنامه فروشی گفت‌وگو شده‌است که از خاطراتش در این مدت قصه می‌کند.   

 سردار کابلی از خروج ارتش سرخ شوروی تا بیرون‌شدن نظامیان امریکایی را از افغانستان گواه بوده و می‌گوید که نگران است مبادا رویدادهای دهه هفتاد هجری خورشیدی، بازهم در کشور و به‌ویژه در پایتخت تکرار شوند

: ‏بورد کرکت کشور می‌گوید که راشد خان به عنوان کپتان تیم ملی کرکت افغانستان برای بازی های بیست آوره و نجیب الله زدران به عنوان معاون کپتان انتخاب شد.

: ‏وزارت داخله می‌گوید که در انفجار موتر بم گذاری شده در شهر کندهار، یک تن از نیروهای امنیتی جان باخت و ۲۱ تن دیگر به شمول غیرنظامیان، زخم برداشته اند.

: ‏حمدالله محب: تمه دا وه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام لپاره طالبانو ته کومه پلمه نه وي پاتې؛ خو هغوی جګړې ته زور ورکړ.

نوموړی زیاتوي موږ د دغه وضعیت د کابو کولو لپاره کار کوو او ډېر ژر به له طالبانو څخه د ولسوالیو او قومندانیو ودانۍ بېرته ونیسو.

‏محب: خلک د هېواد د دفاع لپاره حاضر دي او طالبان ستره تېروتنه کوي چې فکر کوي خلک دوی ته تسلیمېږي.

‏محب: د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د جګړې او د دغه هېواد د وضعیت په هکله اندېښمن دي.

: ‏یوه امنیتي سرچینه وايي، د سیاسي ګوندونو، سازمانونو او مدني ټولنو د انسجام کمېسیون رییس محمد ابراهیم رحیمي، پرون تر غرمې وروسته، د پینځمې حوزې اړوند فاضل بېګ سیمه کې وسله وال برید کې وژل شوی دی.

: ‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست قاسم وفايي زاده وايي دمګړۍ هېواد کې ۲۴۸ ټلوېزیونونه، ۴۳۸ راډیوګانې، ۱۶۶۹ چاپي رسنۍ او ۱۱۹ خبري اژانسونه فعال دي.

: ‏افغان حکومت مني، چې طالبانو ۸۰ ولسوالۍ نیولي دي، خو ډېرې دغه ولسوالۍ د یوه پلان په اساس طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

‏حنیف اتمر، چې د ګاونډیو او سیمې هیوادونو د سفیرانو ناستې ته د وروستیو نظامي تحولاتو په اړه خبرې کولې وویل، چې د طالبانو او هغوی پورې اړوندو ډلو بریدونه دوه برابره زیات شوي او طالبان هره ورځ له ۷۰ تر ۱۰۰ پورې حملې کوي.

ن‏وموړي د طالبانو لاس ته د ولسوالیو د ورتللو په تړاو وویل، چې شاوخوا ۸۰ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي، چې ډېرې دا ولسوالۍ د جګړو له امله نه بلکې امنیتي ځواکونو د یو پلان په اساس دا سیمې تخلیه کړې دي.

‏د نوموړي په خبره افغان حکومت له لرې سیمو، چې د اکمالاتو امکان یې نه و، سرتیري را وباسي او تمرکز یې پر لویو ښارونو، بندرونو او هوايي ډګرونو دی.

: ‏ولسمشر غني وایي که طالبان فکر کوي چې له موږ تسلیمي اخلي، نو سل کاله وروسته به هم دغه ارمان ته ونه رسیږي.

ولسمشر غني نن د کابینې په ناسته کې ویلي،هیڅ ډول معامله او د تسلیمۍ اراده نشته او نن د افغانانو دغیرت،عزم او ارادې ورځ ده.

‏ولسمشر غني ویلي، په هیواد کې د روانې ویرانۍ او وینې توېدنې مسوول هم طالبان او د هغوی ملاتړي دي.

: ‏سرچینې وایي، څو شېبې وړاندې د هلمند لښکرګاه ښار کې دوو چریکي بریدکوونکو د ملي امنیت د ځانګړي قطعې پر یو افسر برید کړی، خو د یادې قطعې نورو سرتېرو دواړه بریدګر ویشتلي او وژلي یې دي.

د ویشتل شوي افسر په اړه لا مالومات نشته، چې وژل شوی او که ټپي دی.

: ‏‏لوی څارنوال ذبیح الله کلیم: په هر حالت کې د بیان له آزادي دفاع کوو، رسنۍ باید بې طرفه پاتې شي.

رسنۍ دې د مالوماتو په نشر کې له دقت کار واخلي او د هغو خبرونو له نشر باید ډډه وکړي، چې حساسیتونه راپاروي او د قانون خلاف وي.

: ‏تورخم دروازه د ټولو هغو افغانانو او پاکستانیانو پر مخ خلاصه ده چې غواړي خپلو هېوادونو ته لاړ شي.دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کړې دي.نوموړي پر ټویټر لیکلي چې تورخم لار دغه راز د محصلینو،ناروغانو او د ټولو سوداګریز او ترانزیتي توکو پر مخ خلاصه ده.

: ‏د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې امریکا به راتلونکې اوونۍ اووه بلک هاک چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده او په خبره یې دغه ډله پر سوله او ډیپلوماسي باور نه لري.

: ‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري.

: ‏د راپورونو له مخې جرمني په یوه ځانګړي پروګرام کې ۲۴۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړې دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند راینر برویل ویلي چې په دې ډله کې د الماني ځواکونو افغان همکاران، قراردادیان او د دوی د کورنۍ غړي شامل دي.

: ‏اروپايي ټولنې له قحطۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د دېرش میلیونه ډالر مرستې اعلان کړی. د اروپايي ټولنې د کمیسیون ویاند بلاز اویواري ویلي چې په افغانستان کې وچکالي مخ پر زیاتېدو ده او د شاوخوا یوولس میلیونه افغانانو د خوړو له کمښت سره مخ دي.

: ‏پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د ملایانو او مذهبي مشرانو د معاشونو لپاره ۱۷ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. پاکستاني حکومت ویلي چې دوی په دې سیمه کې د شاوخوا ۲۲ زره ملایانو او مذهبي مشرانو لپاره دغه پیسې ځانګړې کړې دي چې ددوی د یوه کال معاشونه به ترې ورکول کېږي.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت په ټوله سیمه کې د ترینګلي کېدو پر لور روان دی. هغه ویلي به دې منځ کې تر ټولو ستر بایلونکی هند دی، ځکه په افغانستان کې یې میلیونونه ډالر پانګونه وکړه.

: ‏وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي چې امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري میاشتې څخه راهیسي د امریکایي سرتېرو د سر زیان نه لرلو له امله خوښه ده خو د ورځپاڼې په خبره، د سرتېرو د پاتې کېدو تر محسوس لګښت به ورته له ستراتېژیک پلوه نامحسوسه بیه ډېره لوړه وي.

: ‏امریکایي د هېل ورځپاڼې د کانګرس د یو مخکښ غړي مایکل مکال له خولې ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو په اړه د بایډن پرېکړه ګواښوونکې ده او زیاته کړې یې ده چې ولسمشر بایډن به د هغو بدرنګو تصویرونو مسوول وي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په پایله کې رامنځته کېږي.

: ‏امریکایي چارواکي وایي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.

: ‏تاجکستان له افغانستان سره پر خپله ګډه پوله ۲۰ زره پوځیان ځای پرځای کوي.

د تاجکستان دولتي رسنۍ وایي، امام علي رحمان د افغانستان او روسیې د ولسمشرانو ترڅنګ، د سیمې د یو شمیر هیوادونو او متحدینو له مشرانو سره د اړیکې تر نیولو نه وروسته دغه امر کړی.

‏کرملین وایي،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجیکستان ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د اړتیا په صورت کې له دوشنبې سره د سرحدونو د امنیت په ساتلو کې همکارۍ ته چمتو دی.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، ديبرا لاينز په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي پلاوي سره کتلي.

 کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر( یوناما) وایي، په دې ناسته کې د افغان سولې پروسې په برخه کې د ملګرو ملتونو پر ملاتړ او رول بحث او خبرې وشوې.

‏یوناما وایي، د سولې مذاکرات باید ریښتیني وي او د جګړې پای ته رسيدو لپاره دې جدي هڅې وشي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک