مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: په بلخ ولایت کې د نا امنیو او جګړو ترشدت وروسته، ۸ هیوادونو په دې ولایت کې خپلې کنسولګرۍ تړلې دي.
د بلخ والي هم تایید کړې، چې د یوشمېر کنسولګریو مسوولانو ورته ویلي،چې خپلې نماینده ګي تړي او له خپلو سفارتونو سره د مشورو لپاره کابل ته ځي.
دا مهال په مزارشریف ښار کې ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، ترکیه، روسیه او هند کنسولګرۍ لري.
✒: د کندهار د والي سکرتر په یوه چاودنه کې ووژل شو.
امنیتي سرچینې وایي، چې نن تر غرمې وروسته د کندهار ولایت مقام مخې ته د والي د سکرتر په موټر چاودنه شوې چې له امله یې د والي سکرتر وژل شوی دی.
ویل کیږي چاودنې مالي زیانونه هم اړولي دی.
✒: غور ولایت کې سلګونو تنو، چې ښځې هم پکې شاملې وې د وسله والو طالبانو خلاف پاڅون وکړ، او له امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
✒: ملګرو ملتونو د افغان پولیسو نوم د یاد سازمان له (بدنام لېست) څخه اېستلی دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د دې اقدام هرکلی کړی او وایی دا پرمختګ د بشري حقونو نړیوالو ارزښتونو ته د افغانستان د حکومت ژمنتیا څرګندوي دی.
د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۳۸۹ کال کې په جګړه کې د ښکېلو پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د حضور له امله د افغانستان نوم په دغه لېست کې شامل کړ.
✒: ولسمشر غني په ارګ کې له پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف سره کتلي او د ملي اجماع پرضرورت یې خبرې کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې په دې مجلس کې همداراز د دښمن پروړاندې د واحد صف پر جوړېدو، له امنیتي ځواکونو ملاتړ او د سولې په اړه د هڅو پر دوام خبرې شوې دي.
✒: په یوشمېر ولایتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د ولسوالیو ترلاس پر لاس کېدو وروسته،ځینو محلي رسنیو خپل فعالیت درولی او د ځینو نورو محدود شوی دی.
د رسنیو د ملاتړ یوشمېر بنسټونه وایی،د جګړې له شدت او د ولسوالیو له لاس پر لاس کېدو سره،پر محلي رسنیو محدود یتونه زیات شوي او هر لوری ترې د ځان په ګټه استفاده کوي.
په یوشمېر ولایتونو کې د محلي رسنیو مسوولانو هم د دې وضعیت پر دوام سخته اندېښنه ښودلې ده.
✒: امرالله صالح وایي،طالبان هیڅکله هم نشي کولای،چې پر افغانستان واکمن شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرخپله ټویټر پاڼه لیکلی،اوس مهال د افغانانو د یووالي لپاره یو لوی فرصت رامنځ ته شوی دی.
✒: در شبانهروز گذشته مرکزهای نُه ولسوالی بدست طالبان افتادهاند.
مرکزهای ولسوالیهای کوفاب، یاوان، ارگو، کوهستان، زیباک و بهارک ولایت بدخشان، پنجوایی ولایت کندهار، زیروک ولایت پکتیکا و ورسج ولایت تخار از بخشهایی استند که در شبانهروز سپریشده، بدست طالبان افتادهاند.
✒: پولیس پکتیا میگوید که در انفجار یک ماین کنار جاده در شهر گردیز، چهار غیر نظامی جان باختند.
به گفتۀ پولیس پکتیا، زنان و کودکان در میان قربانیان این رویداد استند.
✒: اداره هواشناسی از احتمال وقوع بارندهگی نسبتأ شدید همراه با سیلابهای آنی در ۱۳ ولایت کشور بهشمول کابل و سالنگها خبر دادهاست.
✒: آمارهای وزارت صحت عامه نشان میدهند که در یک شبانه روز گذشته، ۱ هزار و ۲۴۳ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا در کشور ثبت شده اند.
بر بنیاد این آمار، در این مدت، ۸۴ بیمار مبتلا به ویروس کرونا جان باخته اند.
✒: د هرات ولایت ځايي چارواکي ادعا کوي چې غوریان ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو مهم قومندان وژلی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه طالب قومندان ملا عبدالروف مخلص نومیږي، چې تېره شپه د خپلو څو نورو ملګرو سره د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی.
په ورته وخت کې، د هرات پولیس په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د تازه عملیاتو پیلولو خبر هم ورکوي او زياتوي چې افغان ځواکونه دا مهال په دغه ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي.
✒: د کابل سروبي ولسوالۍ په جګدلي سیمه کې ٦٧ تنه سرتېري د وسله والو طالبانو لخوا محاصره دي.
د سروبي ولسوالۍ امنیه قومندانۍ کې یوې سرچینې شمشاد ته وویل، یاد سرتېري چې ٣٧ تنه یې محلي اردو او ٣٠ تنه یې ملي پولیس دي، له تېرو ۲ ورځو راهیسې د طالبانو په محاصره کې دي.
✒: ولسمشر غني له خپل تاجک سیال سره ټلفوني خبرې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دغه ټلفوني مکالمه کې دواړو لوریو د هغو افغانانو په اړه چې تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو د ظلم او تاوتریخوالي له امله دغه هیواد ته ورغلي، خبرې کړې دي.
✒: په چین کې د افغانستان سفیر وایي چې د تېرو مرستو پر دوام، چین له افغانستان سره د څه د پاسه شپږ سوه د اکسیجن تولیدولو ماشينونو مرسته کړې ده. احمد جاوید قایم ویلي چې د دې مرستې لومړۍ جوپه چې ۵۱۶ ماشینونه دي نن سهار کابل ته رسېدلي او پاتې ۱۰۰ نور به یې سبا کابل ته ورسېږي.
✒: کورنیو چارو وزارت وایي چې په یو شمېر سیمو کې امینتي او دفاعي ځواکونه د ولسوالیو له مرکزونو څخه په مؤقت ډول بل ځا ته لېږدول شوي دي او دا د سقوط مانا نه لري.یاد وزارت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو له تېرې شپې راهیسي د ځینو ولسوالیو د سقوط ادعا کړې ده.
✒: سفارت امریکا در کابل میگوید که هیچ برنامهیی برای بستن این سفارت وجود ندارد و این سفارت باز است.
در اعلامیهیی که از سوی سفارت امریکا پخش شده، آمدهاست که فعالیتهای این سفارت بربنیاد هدایت جو بایدن، رییسجمهور امریکا، ادامه خواهند داشت تا روند کارهاییکه با حکومت و مردم افغانستان انجام میشوند، ادامه یابد.
✒: ملګرو ملتونو له افغان حکومت غوښتي چې د مذاکراتو د بیا پیلېدو لپاره هڅې ډېرې کړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه دفتر مشرې له ولسمشر غني سره لیدلي او پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې افغان رسنۍ د اروپایي ټولنې په دروغو د پاکستان منفي تصویر خلکو ته وړاندې کوي.قریشي دغه راز ویلي چې پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د ناکامو تګلارو ښکارندويي کوي.
✒: مېل انلاین خپرونې له افغانستان څخه د بریتانیایي ځواکونو د وتلو په اړه د دغه هېواد د پارلمان د غړي ټام ټوګینداټ مقاله خپره کړې ده. نوموړي ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل یوه ستره ستراتیژیکه تېروتنه ده. د نوموړي په باور د ځواکونو ایستل دښمنان زړور او متحدین مایوسه کوي.
✒: اینپيار خپرونه وایي، امریکا افغانستان په داسې حال کې یوازې پرېښود چې په دغه هېواد کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او دا وېره شته چې افغانستان به یو ځل بیا کورنیو جګړو ته داخل شي.
✒: د فیلپین په سویل کې نن یکشنبه، د دې هېواد د هوايي ځواک یوه الوتکه د ښکته کېدو پر مهال لوېدلې چې ۱۷ کسان په کې مړه شوي.
رویټرز لیکلې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې د فیلپین پوځ لپاره د خپل ډول بېسارې پېښه ده.
✒: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي،پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د خپلو تګلارو ناکامي ښيي.
شاه محمود قریشي د پاکستان له دولتي راډیو سره په مرکه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي، بلکې هدف یې افغانستان کې د سولې ټینګښت دی.
نوموړی وایی،افغان ولس د پاکستان په ارزښت پوهیږي او د افغانستان په اړه د دې هیواد له دریځ ملاتړ کوي.
