حکمتیار صاحب؛ د بین الافغاني جګړې د مخنیوي جرګه په تا ده !
محمد حسین میاخیل
پرون د افغاني مطبوعاتو سرخي په همدې سرخیده، چې (ناټو او امریکا خپله وروستۍ اډه باګرام تخلیه کړ).
د مطبوعاتو دغه سرخي عادي نه ده، دا د افغانستان د سیاسي سرګرمۍ یو نوی باب پرانیزې، نوي مسؤلیتونه، نوي تدابیر او نویو عزایمو ته اړتیا لري.
دغه ډله خلک چې اوس یې له شتون باګرام بیغمه شو، په خپل راتګ سره د دې وطن په ټولو برخو کې اغیزمن بدلون راوست، دلته یې د ځینو ډلګیو ژوند او اقتصاد تر اروپایي اقتصاد او عیش و عشرت هم پورته یووړ او د ولس د ډیرې برخې ژوند په کې داسې نفس ګیر او دردمند تیر شو او روان دی، چې یو خدای یې د زړونو په داغونو پوهیږي او بس.
د تاریخ هغه کړیدلی ملت، چې نړۍ یې د شوروي له خدایۍ خلاصه کړه او خپل هډونه یې پرې مات کړل د دې جوګه چیرته و، چې د باګرام د تیرو شلو کلونو ورځې او شپې یې د حال ترجماني وکړي.
بالاخره په یو ملت ولې دومره سختې او نادودې راشي!؟
زموږ له پاره اصلي ستونزه دا وه، چې د وارسا او ناټو پالیسي میکرانو د ګورګین او مکناټن کیسې خیالي او افسانوي محاسبه کړې وې، چې د همدې خامې محاسبې پایله کې خپله هم سرکوزي شول او موږ یې هم په خپلو وینو ولمبولو.
افغانان باید وپیژندل شي او دا یوه فرضي خبره ده، دغه د ناروغو، وږو او تږو زمریو ځاله همدغسې ده او همدغسې یې خاطرې دي.
اوس چې تقریباً د شوروي تر وتلو وروسته مشابه وضعیت سره هیواد مخ دی، د تیرو تجربو څخه په ګټنې څه باید وشي!؟
یو مقتدر او سالم افغاني منځګړتوب!
د باګرام له تخلیې وروسته دلته دوه جهتونه درګیر دي، چې یو جهت یې د همدې راغلیو تر څنګ او بل یې د دوی مخالف یادیږي، دا جګړه که په هر قیمت تر دې سرحده راغله هغه په خپل ځای، خو د باګرام له تخلیې وروسته باید نور د افغان وینه تویه نه شي او د دې کار له پاره یوازې افغانان د حل لاره موندلی شي او بس.
اوسنی واقعیت دا دی، ح. ا.ا او مشر یې تقریباً د منځګړتوب په حد کې دي، د پخواني جهاد نور تنظمیونه د موجوده حکومت برخې وګرځیدې او د دې کار له پاره یې خبل تعبیرات لرل، حزب د اشغال مخالفت وکړ، تر هغې چې د دوی د وتلو چارې پیل شوې ورپسې یې بریالۍ سوله وکړه، چې تاریخي سوله یې ګڼلای شو، هغه په دې چې د بهرنیو له منځګړتوب پرته سرته ورسیده او په مناسب وخت کې مناسب اقدام و.
دا چې تر سولې وروسته هم د حکومت مفکرینو په دغه پراخ ولسي ملاتړ لرونکي ګوند سم باور ونه کړ، دا یو بیل بحث جوړوي، اوس خبره دا ده، چې ښاغلي حکمتیار هم په حکومت کې د دخیلو پخوانیو تنظیمونو مشرانو او افرادو سره او هم د مخالف جهت سره د تفاهم متره لري او که وغواړي دغه بهیر پیل کړي، د ترسره کولو چانس یې د دوی په منځکړتوب سره ډیر ښکاري.
لومړی باید څه وشي؟
حکمتیار صاحب کولای شي، خپل خواره واره ملګري د سولې تر عنوان لاندې د یو نوي کاري جهت له پاره منسجم کړي، دغه برحقه داعیه چې هم د خدای غوښتنه ده، هم د ملت او هم د ګران هیواد اړتیا ده، باید هر څوک یې د چلولو له پاره په تودو ولولو کار وکړي.
د دې ترڅنګ هغه ځوان نسل، چې د هیواد قضیه درک کولای شي، لوستي دي او په ولس او وطن زړه خوږی لري هغوی هم د دغسې یو منځګړي مقتدر جهت په طمع دي او په دې سره ښایي زموږ ځوان اګاه نسل چې د هیڅ لوري سره مدغم نه دي د سولې په کار کې هم جهته شي او دغه ویاړمنه مبارزه سرته ورسوي.
دویم
د راتلونکي حکومت له پاره باید یوه مشخصه طرحه چې د اسلامي ارشاداتو په مرجعیت بنا وي او د سیاسي معقولیت ځواک ځان سره ولري ترتیب او دواړه لوریو ته وړاندې شي.
له همدې نقطې مذاکرات پیلیدلی شي او خپل مزل ترسره کولی شي.
دریم
د سولې له پاره باید هیڅ بهرنی هیواد انتخاب نه شي، قضیه افغاني ده او افغاني حل ته اړتیا لري، نه یې د بن غونډې حل را ویستلی شي، نه د اسلام باد، نه د دوهې او نه هم د استمبول، په دې رابطه پخوانۍ تجربې کفایت کوي.
مذاکرات دې افغانستان کې وشي او د لوی کندهار، لوی ننګرهار، هرات زون، لویې پکتیا او مرکزي افغانستان د ولسونو کماحقه استازیتوب ته دې درناوی وشي.
که خدای مه کړه د سولې په لاره کې چې د ټول ولس غوښتنه ده هر جهت ناغیړي کوي او د بهرنۍ اجنډا پرمخ وړل غواړي، د سولې منځکړې هسته کولی شي، د هغوی په خلاف ولس ته جهت ورکړي او د افغاني قضيې حل راوباسي.
زه چې د افغانستان په روان سیاسي لوریو کې ګورم د قضیې حل راته په دغه ډول ښکاري، چې دغسې یو نارینه او میړنی منځګړتوب وشي او خپل ولس له راتلونکو بدمرغیو وژغورو، نه باید شته نظام نسکور شي او نه باید افغانان د نورو محتاجیو کندو ته ټیل وهل شي، دغه یو تاریخي چانس دی او د چانس له پاره ویښ پاتې کیدل او ورته سالم کار کول په کار وي، که حکمتیار صاحب په هماغه ولولو چې د شوروي خلاف راپاڅید د سولې له پاره مټې بډ وهي نو لرې نه ده، چې متعال رب یې جرګه سرته ورسوي او د خپل ژوند او مبارزې په برخه کې دغه تاریخي او میړنی اقدام هم ترسره کړي.
د روان وضعیت په رابطه دا زما یو لند نظر و، د ورونو نظریاتو ته احترا لرم، خو په دې شرط چې زموږ د ستونزې د حل په رابطه وي نه د ستونزو د ډیریدو منفي بحثونه.
د حسن اختتام له پاره یې همدا چې:
میاخیله! د لمبه لمبه احساس په تقدس
تابیا کړه د یووالي آیندې ته د باګرام
