No-IMG

جوبايډن: نور د افغانستان په اړه هيڅ سوال ته ځواب نه ورکوم

زلمی زابلي

 

جوبایډن پرون د دریو خبرنگارانو دهغه سوالونو‌په هکله چه دافغانستان څخه د د امریکایی قواو د وتلو د څرنگوالۍ په تړاو یی مطرح کړی وی ،  بایدن په جواب کی  وویل چه :

( نور د افغانستان په مورد هیڅ سوال ته ځواب نه ورکوم ، راځی نور د ښه خبرونو په هکله پوښتنی وکوی)

ددی څخه معلومیږی چه د افغانستان موضوع د امریکا لپاره یو واقعی شکست دی چه اوس یی دافغانستان دنوم او موضوع څخه بد راځی او حساسیت یی ورسره پیدا کړی دی 

خو  جیوبایډن څو ورځی مخکی وویل چه زه دافغانانو لپاره یو ښه دوست یم چه په سپینه ماڼی کی ناست یم

دبله اړخه بیا د روسیی د بهرنیو چارو  وزیر (لاوروف  )د حمدالله محب سره په لیدنه کی ویلی دی چه د افغانستان کړکیچن امنیتی وضیعت د افغان دولت د رهبرانو د غلط مدیریت او غلطی رهبرۍ  پایله ده  چه اوس یی د منځنۍ اسیا د هیوادونو لپاره د داعش خطر زیات کړی دی

د امریکا د چیک پوینټ په نوم‌ نهاد لیکلی دی چه د چین هیواد اړوند هیکرانو،  د افغانسنان د جمهوری ریاست اود امنیت شورا ځینی کامپیوټران هیک hack کړی دی او ضروری معلومات یی ځنی لاس ته راوړی دی

ددی ټولو حوادثو څخه جوته کیږی چه د افغانستان اوسنۍ امنیتی وضیعت ته همسایه هیوادونه او د سیمی هیوادونه  په تشویش کی دی ځکه د امریکا او ناټو په مکمل وتلو سره بیا هم د امریکا او انگلیس لخوا پلان سوی د داعش او نورو مسلح گروپونو تر نوم لاندی به جگړه تر هغه وخته دوام ولری تر څو چه د منځنۍ اسیا د هیوادونو سیاسی نظامونو ته یی تغییر نه وی ورکړی ، تر څو غربیان د منځنۍ اسیا د نفت او ګاز څخه بډایه  ذخیرو ته لاس رسی پیدا کړی او همدارنگه د چین هیواد دسینگیانک دیاغور د مسلمانانو  په واسطه په چین کی ناآرامی ته لمن ووهی او هم دپاکستان د گوادر د سوداگریز ستر بندر څخه د چین هیواد لاس لنډ کړی تر څو چین ونسی کولای چه دنړی ډیرو هیوادونو ته  سوداگریزه  سمندری لاره پرانیزی

افغان حکومت ته لازمه ده چه نور د امریکا تر بی ځایه دروغجن  ملاتړ  او صفت کولو تیر شی دخپلو افغانانو ‌اتحاد،  ملی وحدت او یوی واقعی ملی اجماع ته د رسیدلو لاره غوره کړی

ملت اوس په دی تشویش کی دی چه افغانان د خپل منځی جگړی څخه اوس وخت دوطن او ملت د بدبختۍ ،  ویجاړتیا ، تخریب ، فقر او مهاجرت او بی ابۍ څخه بله گټه نلری اودا جگړه د بهرنیانو دملی گټو دتامین لپاره په افغانانو تحمیل سوی د

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک