افغان جگړه غربیانو د افغانانو په منځ کی په ډیره سپین سترگۍ او بی شرمۍ سره توده کړه
زلمی زابلي
د اوسنی وضیعت څخه داسی ښکاری چه ډیری ولسوالی د طالبانو لخوا آرام ارام دسقوط سره مخ دی او د ولایتونو مرکزونه به دولت ساتی ، تر څو پوری چه د سپتامبر یوولسم تاریخ رارسیږي.
کله چه د امریکا او طالبانو تر منځ د لاسلیک سوی تړون مطابق به بیا طالبان په لویو ښارونو د حملی او یرغل جواز پیدا کوي،
دا جگړه غربیانو د افغانانو په منځ کی په ډیره سپین سترگۍ او بی شرمۍ سره توده کړه خو خپل قوتونه یی د جگړی د لیکوڅخه خپلو هیوادونو ته په شا کړل.
د جگړی افغانی دواړه اړخه اوس باید پوهه سی چه د افغانستان سیاسی اقتدار د غربیانو او همسایه دښمنو هیوادونو په مشوره داسی فورمول بندی سوی چه طالبانو ته یی د مسکو په غونډه کی اعلان وکړ چه د اسلامی امارت تر نوم لاندی په زور تاسیس وی دولت دقبول وړ نه دی
او همدارنګه د اشرف غنی دولت یی په هغه اندازه ضعیف کړ چه د وارخطایی څخه اوس ټوله ورځ په تبدیلی، منفک او تغیرمصروف دی، د ملت بیچاره کتله چه د طالبانو کړنو ته ګوری هر سیمه او منطقه چه تسخیر کوی عاجل یا چور چپاول سی یا اور ورته کړی ،
د ملت ځینی خلک مجبور سول سلاح ته یی مخه کړه چه د طالب سره مبارزه وکړی،
که طالبان هر څومره کوشش وکړی چه سیاسی قدرت یوازی په لاس راوړی خو چه نوره نړی یی په رسمیت ونه پیژنی ، دیپلوماتیکی اړیکی ورسره ټینگی نکړې ، همکارۍ او مرسته نه وی، بیا په 21 پیړی کی د یوه هیواد لپاره په تجرید کی ژوند ناممکن دی
د اشرف غنی د څلورو پنځو کسانو د انډیوالی حکومت هم اوس پوره پوهه سوی چه نور یی وخت پوره سوی، نه یی خپل اکثریت ملت غواړی او نه غربی او شرقی نړی ورسره موافقه ده ، چه ولسوالی درسره نه وی د ولایتونو مرکزونه دی محاصره وی ، داسی دولت ممکن نده چه ملت دی ورباندی رضایت ولرئ
بیا تر ټولو ښه او غوره لاره به زموږ په نظر داوی چه ، دجگړی دواړه اړخونه نور د افغانانو د وزلود مخنیوی په منظور ، د وطن د ملی سرمایی د تخریب څخه د مخنیوی په خاطر او د ملت د بیچاره کولو او نورو هیوادونو ته د مهاجرت لپاره مجبورولوڅخه د ساتلو په موخه ، د افغانی ملی شخصیتونو په واسطه ، د ملی سولی لاره غوره کړی ، تر څو یو ملی اسلامی دولت د هیواد د ټولو قومونو په گډون سره تشکیل کړی
څو دا ناوړه د نورو خلکو د ګټو جگړه ختمه کړی
پرته له اصیلو افغانانو ، نور همسایه او د سیمی هیوادونه ، غرب او شرق د افغانستان په جگړه کی خپلی ملی ستراتیژیکی گټی لری هیڅ وخت یوهیواد هم په افغانستان کی سوله نه غواړی
نور مو خپله خوښه
