No-IMG

مونږ افغانان هر اشغالګر ته ښه ځواب وایو خو په پاي کې مثبت لاسته راوړني نلرو

مونږ افغانان هر اشغالګر ته ښه ځواب وایو خو په پاي کې مثبت لاسته راوړني نلرو ، دا ځکه چې سیاسي شعور کې کم زورتیا شته او بل دا چې په هیواد مین نه یو ، اوس یو ځل بیا امریکایي فوځ څنګه چې راغلي وي ، وروسته د شلو کالو تجاوز او افغان وژني دې ته مجبور شول چې ز مونږ هیواد بیرته هماغه لومړۍ مرحلې ته پریږدي.

نو اوس مونږ افغانانو ته پکار ده چې د تاریخ نه عبرت او سبق واخلو ، ځکه دا وطن مونږ خپل د بدلون سره جوړ نکړو څوک یې هم نشي جوړه ول.

تسلیت او تعزیت دې هغوي ته وي چې د هیواد په اشغال کې دوی سره مرسته درلوده او مبارکي ځکه نه وایم چې اوس هم لا مونږ افغانان ستر امتحان او آزمویني سره مخامخ یو ، د هغوي شاتګ نه لومړنۍ امتحان دا دی چې سولې لپاره برنامه نلرو ، دویم آزموینه دا ده چې د قومي ملیشو لپاره د نظامي تجهیزاتو توزیع کول دي ، دریم امتحان د طالبانو او د ارګ د چارواکو عدم سواد د تاریخي درس او عبرت څخه دی او څلورم بیا تر څو پوري چې افغانان تک محوري او انحصار طلبي سیاست او تکرارو تجربو نه پند او عبرت وانخلي نو همدا حالت به وي.

نو راځي افغانانو د الهي فرمان او مصداق مطابق ټول سره یو موټي شي نو کچیري دا ځل بیا ناکامي ته مو رجوع وکړه بیا افغانان پکي ځپل کیږي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک