No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ولسمشر غني د هوایي ځواکونو د عمومي قومندانۍ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې ده. د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني ویلي چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو کورنیو ته د رسیدګي په لړ کې به د هوایي ځواک د پاتې وژل شویو مستحقو کورنیو ته هم کورونه او اپارتمانونه ورکړل شي.

: ‏د برېښنا شرکت د وروستیو معلوماتو له مخې، په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلو سیمو، ځانګړې توګه شمال کې د برېښنا ۳۹ پایې په ماینونو الوځول شوې او ویجاړې شوې دي. یاد شرکت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هېوادوالو د برېښنایي تاسیساتو د ساتنې طرحې غوښتې دي.

: ‏د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بګرام هوايي اډې ځینې برخې لوټل شوي.

بهرنیږ رسنیو د بګرام ولسوالۍ د ولسوال درویش رؤفي له قوله لیکلي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته خلک د دغې پوځې اډې ځینو برخو ته ننوتي او لوټلې یې ده.

‏د ولسوال په وینا، امریکايي عسکر افغان ځواکونو سره له همغږي پرته یاده پوځي اډه پرېیښې او وتلي دي.

درویش رووفي زیاتوي، چې یو شمېر لوټونکي د افغان ځواکونو له لوري نیول شوي هم دي.

: ‏د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا مشر، مولوي سردار محمد ځدراڼ وايي، روانه جګړه ناروا ده او هېڅ راز مشروعیت نه لري.

نوموړی دغه راز د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د جګړې پر مهال اسلامي لارښوونې او جګړییز اصول په پام کې ونیسي او د ملکي خلکو د سر او مال خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

: ‏وحید مجروح: د امریکا له لوري د ۳ میلیونه ډوزه مرسته شوي واکسین له ډلې، یو نیم میلیون ډوزه یې د روانې اونۍ تر پایه افغانستان ته سپارل کېږي.

: ‏کونړ کې ځايي سرچینې وايي، تېره ورځ طالبانو سره د جګړې له امله له ډیورنډ کرښې اوښتي ۳۵ افغان سرتېري تېر ماښام د پاکستاني ځواکونو له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه پاس سیمه کې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

: ‏عامې روغتیا وزارت وايي د کابل یوه روغتون کې د تورې پوڅکۍ” یا “بلک فنګس” ناروغۍ دویم ناروغ هم معلوم شو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، خلک دې خپل مسوولیت ومني او د دې ناروغۍ او د کورونا لا خپرېدو مخنیوی دې وکړي.

: ‏وزارت صحت عامه از ثبت ۱ هزار و ۲۷۲ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا در یک شبانه روز گذشته، خبر می‌دهد.

آمارهای این وزارت نشان می‌دهند که در یک شبانه روز گذشته، ۹۲ بیمار مبتلا به ویروس کرونا جان باخته اند.

: ‏‏در شبانه‌روز گذشته ۱۳ولسوالی بدست طالبان افتاده‌اند.

ولسوالی‌های تیشکان، تگاب، درایم، کشم، وردوج، شهر بزرگ، راغستان، جرم و یفتل ولایت بدخشان، کلفگان و فرخار در ولایت تخار، شاه‌ولی کوت در ولایت کندهار و زرمت ولات پکتیا، از بخش‌هایی اند که در شبانه‌روز گذشته بدست طالبان افتاده‌اند.

: ‏ادارۀ امور ریاست‌جمهوری می‌گوید که رییس‌جمهور غنی در حکمی، محمد قاسم وفایی‌زاده را به‌عنوان سرپرست و زارت اطلاعات و فرهنگ گماشته است.

آقای وفایی‌زاده به‌جای طاهر زهیر در این سمت گماشته شده‌است.

: ‏۲۱۵ میوند قول اردو ادعا کوي چې د تېرې شپې راهیسې افغان هوایي ځواک د هلمند - کندهار پر لویه لار طالبان په نښه کړي، چې له امله یې ۲۱ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

یاده قول اردو زیاتوي چې په وژل شویو کې طالب قومندان حکمت اغا هم شامل دی.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د لومړي ځل لپاره په بېساري ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راټیت شوی.

نن د کابل په بازار کې د یوه امریکايي ډالر بیه ۸۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

: ‏طالبان وایي له بګرام څخه د امریکایي سرتیرو تر وتلو وروسته، بګرام زندان کې پر بندیانو اوبه او برېښنا قطع شوې ده. طالبانو ویلي، چې د اوبو او برېښنا د قطع کېدو له امله دا مهال بندیان له ناوړه وضعیت سره مخ دي او د زندان د کانالیزاسیون سیستم هم خراب شوی دی.

: ‏ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ له طالبانو آزاده کړه.

: ‏فرانک مکنزی افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ټاکل شوی.

: ‏امریکا په قطر کې د افغان پوځ د ملاتړ لپاره دفتر پرانیزي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي له بګرام هوایي اډې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو خبره تایید کړې ده او زیاتوي چې د افغان ځواکونو د مشورې او ملاتړ ماموریت به دوام کوي.

: ‏پاکستاني استخبارات او پوځ وایي دوی پر طالبانو خپل نفوذ بایللی دی. د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشر پوره اته ساعته د دغه هېواد پارلمان ته د بندو دروازو تر شا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. …

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک