د بې سرپرسته يتيمانو ته د اشغالګرو څخه د هیواد ازادی مبارکي وايم
اسد الله حليم
د اشغالګرو څخه د هیواد د بیرته ازادی مبارکي هغو بې سرپرسته یتیمانو ته وایم چې پلرونو یې د ایمان په حکم د سر په قیمت د دین او هیواد څخه دفاع وکړل، په خپلو بې درېغه قربانیو سره یې اشغالګر شړلو ته اړ کړل او بچیان یې اوس هم د نامعلومې آیندې په طوفانی ګردابکې د بې سرنویشته ژوند مهلکو څپو اخیستي.
زموږ د هیواد د اشغال باعث تل زموږ خپلمنځي اختلاف شوې او موږ به تر هغو د سیاسي او اقتصادی استقلالیت بوی هم حس نه کړو ، د سپېڅلي جهاد ثمره او د یو مستحکم قوی خپلواک اسلامي نظام به په سترګو هم و نه وینو تر څو د یو بل د حذف وژلو او تکفیر پر ځاې د جذب مننې او مصالحې ناجي تګلاره عملی نه کړو.
دا باید یاد ولرو که موږ د اشغالګرو د ماتولو سره سم د اسلامي وحدت او اخوت، سرتاسری سولې عفوې او ګذشت څخه کار وانخیست او د زور دلاری مو د خپل فکر او عمل د تحمیل لپاره د یو بل د وژلو او پر ځولو لار خپله کړه نو موږ به د اشغالګرو سره یو ځاې خپل ؤلس او هیواد هم د ابد لپاره مات کړی په ذلت بربادی او هلاکت اخته کړی وی.
ازادی_مبارک
د_خپلواکی_او_سرتاسری_سولی_د_ټینګښت_په_هیله
