شيخ غزالي او حاجي صاحب
استاد عزيز الرحمن
يو كس غوښتل چې نفلي_حج وکړي، غالبا چې د دريم ځل لپاره، نو ما ورته وویل: په دغه حج باندې څومره مصرف؟ تقریبا چې زر مصري روپۍ خو به پرې راځي؟
حاجي صاحب: هو بلکې تر دې زياتې.
شيخ غزالي: زه به تر دې غوره عمل در وښايم، هغه دا چې فلانکى د فارمسۍ له پوهنځۍ څخه فارغ شوي خو ډېر غريب دى، او مسلمانان اسلامي درملتونونو ته ډېر ضرورت لري، نو دغه پيسې هغه ځوان ته ورکړه چې کار ورباندې پيل کړي او ټولنې ته يې ګټه ورسيږي، او تا ته به الله تعالى له نفلي حج څخه زيات ثواب درکړي
حاجي صاحب: برګ برګ راته وکتل او په لوړ آواز يې راته وويل: آيا دغه خبره د کولو ده؟؟
شيخ غزالي: که زما خبره ومني نو ډير لوى مسؤليت به اداء كړې، او د ټولنې يو تشه به ډکه کړې، او په يو خيريه او ډېر ګتور کار کې به دې برخه واخلي، د دې پر ځاى چې يو نفلي عبادت ترسره کړي.
حاجي_صاحب: حج پريږدم او د درملتون په خلاصولو کې مرسته وکړم، دا څه رقم خبره ده؟
شيخ_غزالي: ډيرى مسلمانان اسلامي امت ته د ورپيښو کړاوونو له عواقبو او همدارنګه له هغه پسماندګۍ څخه چې د اسلامي امت نن او سبا دواړه ګواښي ناخبره دي، او له همدې کبله په دين کې ګډوډ کارونه ترسره کوي، لومړيتوبونه نه شي درک کولاى.
ـــــــــــــــــــــــــــ
يادونه: اسلامي درملتونونه يعني اسلامي اخلاقو ته متعهد درملتونونه، چې په مريض باندې يې زړه سوزي، بې کيفيته او تاريخ تير درمل نه پلوري.
