No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏چینايي ژبو هککرانو د افغانستان د ولسمشر د دفتر او د ملي امنیت شورا اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

‏د چک پواینټ په نامه انټرنټي یا سایبر سکیوریټي کمپنۍ ویلي، چې د اندیګو زیبرا (IndigoZebra) په نامه د چینايي ژبو هککرانو شبکې د افغانستان د ملي امنیت شورا ته د ولسمشر د دفتر له ادرسه یو فایل استولی، ‏او د ملي امنیت شورا یوه چارواکي په دې ګومان چې د ولسمشر د خبري کنفرانس په اړه دی خلاص کړی او په دې توګه هککرانو د ډراپ باکس له لارې ځانته د اسنادو د پټولو لاره جوړه کړې.

تراوسه ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنیت شورا دفتر په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏د پکتيکا د ارګون - شرنې ترمنځ یو پل په بمونو الوزول شوی دی.

د پکتيکا د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې ياد پل د طالبانو له خوا په بمونو الوزول شوی دی او د لويو موټر تګ راتګ پرې بند شوی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏د پخواني ولسمشر د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم وایي که د افغانستان شمال کې وضعیت سم مديريت نشي هلته به د بلک واټر کمپنۍ او داعش په څېر پدیدو ته لار اواره شي.

‏خُرم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: « که د افغانستان په شمال کې وضعيت سم مديريت نشي، خدای مکړه دوو پديدو ته به هلته لاره اواره شي، د بلک واټر په څېر کمپنیو او داعش ته! بالاخره موږ ټول ددې خاورې بچیان یو، طالبان او مخالفين يې دواړه بايد دې خطر ته متوجه وي».

‏دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو وختونو کې د افغانستان شمال کې د طالبانو خلاف ولسي پاڅونونه زیات شوي، خو ددغو پاڅونونو د مدیریت په تړاو اندېښنې پر خپل ځای دي.

: ‏د ولسمشر د ملي امنیت مشاور حمدالله محب له روسي چارواکو سره د لیدنې لپاره مسکو ته تللی.

د ملي امنیت شورا دفتر وایي، چې په پام کې ده حمدالله محب ددې سفر په لړ کې  د روسیې له لوړپوړو چارواکو سره د ګډو امنیتي همکاریو او ځینو نورو مسائیلو په تړاو خبرې وکړي.

: ‏کندهار ولایت کې د هوایي برید له امله د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.

د کندهار ولایت ځايي چارواکي تائیدوي، چې په دې برید کې د یوې مېرمنې او دوه ماشومانو په شمول پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوې دي.

: ‏د کابل پولیس وایي، نن مازېګر شاوخوا ۶ بجې، د ښار ۱۱ مې حوزې اړوند سرای شمالي کې، د ټرافیکو پر یوه موټر چاودنه شوې.

د کابل پولیس وایي، دې پېښه کې یو ملکي کس ټپي شوی دی.

: ‏مزارشریف کې د عطاء محمد نور پر کور د هاوان لګېدو پېښه کې څو تنه ټپیان شوي دي.

د ولسي جرګې یو غړی سیدمحمد ظاهر وایي، هاوان داسې مهال د ښاغلي نور پر کور لګېدلی، چې ښاغلي نور د بلخ له مشرانو او ځینو سیاستوالو سره، د بلخ امنیتي وضعیت په هکله خبرې کولې.

: ‏وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۱ هزار  و ۹۴۰ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۸۶ تن در یک شبانه‌روز گذشته، خبر داده‌است.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست، عبدالستار میرزکوال د میرویس په نوم هغه سرتېري سره د یوې فوق العاده  نظامي رتبې او نغدي جایزې د ورکړې ژمنه وکړه، چې تېره شپه یې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې یو موټر بم له منځه وړی و.

: ‏ملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

: ‏د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بېساري ډول راټیټ شوی.

نن د کابل په بازار کې د یوه امریکايي ډالر بیه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله یو ځل بیا ویلي چې د افغان ستونزې یوازینی حل سیاسي ډیالوګ دي. نوموړي د اروپا د سولې انسټیټیوټ انلاین ناستې ته ویلي، سره له دې چې په هېواد کې جګړو زور اخیستی دی خو د دوی باور دا دی چې افغان جګړه یوازې د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلی شي.

: ‏د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان د افغان کشالې پر سیاسي حل باور نه لري نو د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار پراخ ملي مقاومت، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون، د ملي یووالي پیاوړتیا او له افغان ځواکونو څخه د خلکو کلک ملاتړ دی.

: ‏وروسته تر هغه چې پرون جرمني له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو خبره وکړه، طالبانو یې دا اقدام ستایلی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان خپلواکي د افغانانو اساسي حق دی او په افغانستان کې د اشغال پای ته رسېدل نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.

: ‏عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو پر طرحه یې خبرې کړې دي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر دې دمه دې پایلې ته نه دي رسېدلي چې ښوونځي او پوهنتونونه به پرانیزي خو وضعیت ته په کتو به په دې تړاو پرېکړه کوي.

: ‏د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په یوه رسمي سفر تاجکستان ته تللی او ددغه هېواد له ولسمشر او د پارلمان له رییس سره یې کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

: ‏چاووش‌اوغلو وزیر امور خارجه ترکیه: پیشنهاد‌های رئیس جمهور‌مان در مورد برگزاری کنفرانس منطقه‌ای و تقسیم عادلانه درآمد جمهوری ترک قبرس شمالی هنوز روی میز هستند.

: ارسین تاتار، رئیس جمهور جمهوری ترک قبرس شمالی: ترکیه کشور ضامن بوده و از حقوق تاریخی برخوردار است. این کشور همچنین میهن ما و بزرگترین و قدرتمندترین کشور منطقه است.

ارسین تاتار: زمان آن رسیده و می‌گذرد که روم‌های قبرس باید به واقعیت‌های قبرس عمل کنند.

ارسین تاتار: زمان آن رسیده و می‌گذرد که روم‌های قبرس باید به واقعیت‌های قبرس عمل کنند.

: ‏په کاناډا کې د هوا د سخت ګرموالي له امله لسګونه کسان وژل شوي دي. د کاناډا روغتیايي چارواکي وايي چې د ګرمۍ په موسم کې له بېلو ایالتونو ۴۸۶ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی. پرون په دغه هېوا کې د تودوخې درجه ۴۹.۷ وه چې د یاد هېواد په تاریخ کې بې مخینې ګڼل کېږي.

: ‏ناټو وایي له افغانستان د سرتېرو ایستل د ملګرتیا د پای ته رسېدو په مانا نه ده. په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پونټیکورو د ځینو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې سرتېري وځي خو له افغان حکومت سره مشارکت او ملګرتیا پای ته نه رسېږي.

: ‏امریکایي فوربېس نشریې په یوه راپور کې ویلي چې دوی په ټولنیزو رسنیو او نورو برخو کې د راټولو کړو معلوماتو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلي چې یوازې په جون میاشت کې طالبانو له افغان ځواکونو شاوخوا ۷۱۵، رینجرې، لارۍ ډوله امریکايي موټر او امریکایي هاموې ټانکونه ترلاسه کړي دي.

: ‏ترکیه د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول لوبولی شي. د افغان سولې او په دې برخه کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوالو ویلي چې ترکیه په افغان سوله کې رغنده رول لوبولی شي.

: ‏د پاکستان پوځ ویلي چې وړمه شپه په جنوبي وزیرستان کې د دریو پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته په شمالي وزیرستان کې هم د پوځ پر پوسته د ډېورنډ فرضي کرښې له دې غاړې برید شوی دی چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې په کابل کې به د حامد کرزي هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو په وروستۍ قرارګاه بدل شي.

: ‏په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی دی چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او هر څه ژر د سولې خبرو ته راوګرځي.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي پر طالبانو د فشار لپاره هیڅ وسیله په لاس کې نه لري.

عمران خان، چې د پاکستان پارلمان کې خبرې کولې ویلي، مني چې د طالبانو کورنۍ پاکستان کې دي خو دوی نه شي کولی چې کورنۍ یې ونیسي او زندانونو ته یې واچوي.

‏نوموړی وایي امریکا له پاکستان څخه غوښتي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو دده په خبره دوی داسې د فشار وسیله نه لري چې طالبان د سولې خبرو ته کینوي او پاکستان د افغانانو په مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

: ‏وروسته تر هغه چې عمران خان وویل، له دې وروسته به له امریکا سره په پردیو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي د دغه هېواد د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري هم ټینګار کړی دی چې هیڅ هېواد ته به د چا پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي.

: ‏د امریکا د دفاع پخوانی وزیر او پر افغانستان او عراق د امریکا د برید طراح ډونالډ رمسفیلډ د ۸۸ کلونو په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

رمسفیلډ د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر او پر افغانستان او عراق باندې د امریکا د برید د لومړنیو او مخکښو طراحانو له ډلې یو و.

: ‏د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې د نمانځنې ستره غونډه پرانيستل شوه.

د چين نړیوالې راډیو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې د نمانځنې ستره غونډه د جولای په لومړۍ نېټه د بېجينګ د تيان ان من په ميدان کې پرانيستل شوه.

‏د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون کړی او پر مهمو مسائیلو یې خبرې کړې دي.

شي جين پينګ په چين کې د هراړخيزې شتمنې ټولنې د جوړېدو اعلان وکړ او ویلي دي، چې چين په هراړخيزه توګه شتمنه ټولنه جوړه کړې.

: ‏د ډيری اروپايي هیوادونو سرتیري په خاموشۍ له افغانستان څخه وتلي دي.

د اسوشټيډ پریس خبري اژانس وایي زیاتو اروپایي هېوادونو وار له مخه خپل سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي، په داسې حال کې چې د ځواکونو ایستلو په اړه، د امریکا او ناټو اعلان شوې نېټې ته وخت پاتې دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک