د ملیشه جوړولو اصلی پلان د امریکا او انگلیس لخوا درې کاله مخکی طرحه سوی و
زلمی زابلي
د اوسنی خطرناک حالت ، د ملیشه جوړولو اصلی پلان د امریکا او انگلیس لخوا دری کاله مخکی طرحه سوی و، چه افغان حکومتی مشرانو ته یی وویل تاسی باید د ملی اردو ، ملی پولیسو او ملی امنیت د لیکو څخه مسلکی ، دلوړو زده کړو درلودونکی اود تجربی لرونکی جنرالان افسران مخکی له قانونی وخت نور تقاعد ته سوق کړی، داځکه چه امریکا او انگلیس زموږ ملی دفاعی امنیتی سکتور قوی او مسلکی نه غواړی ، ځکه چه د پاکستان تقاضا همداسی ده
دحکومت مشرانو پرته له دی چه خپلی ملی گټی او ملی موخی په نظر کی ونیسی ، شرایط او حالات په نظر کی ولری ، هیڅ مشوره یی د مسلکی اهل خلکو سره ونکړه ، په سلگونه جنرالان یی د یوه تقنینی فرمان له لاری منفک کړل ،
سربیره پر دی یی په ملی دفاع اود کورنیو چارو په وزارتونو کی ، غیر مسلکی انجونی د مرستیال وزیرانو په حیث د جندر د حقوق د مراعات ترنوم لاندی ، مقررکړلی
یو شمیر داسی د ملی دفاع او دکورنیو چارو وزیران یی وگمارل چه تراوسه یی د مکلفیت عسکری خدمت نه و کړی او یا تر اوسه یی نظامی محیط لیدلی هم نه و
په داسی کړنو سره زموږ غیرتی او شجاع ، باهمته نظامیان د مدیریتی خلا سره مخ سول ، خو په ډیرو لږو امکاناتو سره یی په هر حالت کی دخپل سر په سودا ، د وطن څخه دفاع کړی او کوی یی ،
غربیانو دافغانانو په وینه تویولو سره خپل د اوسپنی عقدوی زړونه نور هم فولادین کړل ، د شیطانی طرحی په کاراچولوسره یی د سولی تر نوم لاندی دافغانانو په منځ کی جگړه شدیده کړه ، دامریکا او ناټو د قواو دوتلو تر نوم لاندی یی نړی ته فریب ورکړ ، خو د کابل د هوایی ډگر دساتلو تر نوم لاندی بیرته د غرب قواوی په افغانستان کی پاته کیږی تر څو خپلو شوموموخو ته د افغانانو د عام وژنۍ او د افغانستان د ویجاړولو په قیمت ، ورسیږی
جوبایدن په واشنگټن کی په ډیره بی شرمۍ او سپین سترگۍ وایی چه زه د افغانانو یو دوست یم ، دا په داسی حال کی ده چه لږوخت مخکی جوبایدن وویل چه موږ ته پاکستان تر افغانستان پنځوس برابره اهمیت لری ، افغانان هیڅ وخت یو ملت کیدلای نسی ،
افغان دولت اود طالبانو اسلامی تحریک مشران باید اوس پوهیدلی وی چه بهرنیان د افغانانو دوستان ندی ، بهرنیان چه هر څوک دی د افغانانو د وینی په بدل کی خپلی سیاسی اقتصادی تاریخی موخی لری ، د افغانانو یو موټی کیدل ، د ملی وحدت تامین او وروسته یو اسلامی دولت دافغانی اسلامی فرهنگ په نظر کی نیولو سره ، د افغانانو مشکل حل کولای سی او بس
چنگیز خان یوه ورځ وروسته له دی چه په سلگونه زره انسانان یی قتل عام کړی و، خپل یو قاضی ته وویل چه زما څخه وروسته به خلک زما د جنگونو قصی کوی چه څنگه می سیمی او هیوادونه تسخیر کول او تر ولکی لاندی می راوستل ؟
قاضی یی په ډیر وارخطایی سره ورته وویل چه ، کوم خلک به ستاد فتوحاتو قصی کوی خلک خو تا ټول ووژل .
د څلویښت کاله جنگ جگړی وروسته اوس هم افغانان وژل کیږی ، اخر به دا حکومت په چاکوی دا بدبخته انسانان خو ټول تاسی ووژل ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
مننه
