د امریکایانو ستراتیژیکه دوستی
شرافت الدین جمالزاده
په ۱۳۸۲ (ه-ش) کال کې د الجزیری تلویوزون یو رپورټ خپور کړ چې داندونېزیا په یوه غره کې چې د ګما ګم یا جماجم په نوم یادیږي ، زلزله وشوه چې دغره ځمکې داخل کې درزونه او چاودنه تولېد خو لاوا (هغه مواد چې دځمکې دګرمښت په سبب دځمکې دتل څخه راوزي بیا غرونه، ډبری یا خاوری تری جوړیږی یا آتشفشان) مواد دځمکې سطحې ته راونه وتل
دامریکا ناسا سټیشن دا ځای کشف او په نښه کړ او معلومات یې پټ کړه چې په نوموړی ساحه کې سره زر پیدا شول؛
امریکایانو دغه معلومات دځان سره پټ وساتل ،
د اندونزیا حکومت چې دامریکا یو دوست هیواد و، امریکایانو ورته وویل چې دګما ګا په غره کې موږ یوه انکشافي پروژه جوړو چې کله تکمیل شوه بیابه یې درته پریږدو او عایدات به یې تاسو اخلي
داندونزیا حکومت ورته اجازه ورکړه هغوي فوراً یاد غره کې سړکونه، پارکونه، واړه واړه هوټلونه او دتفریح یو پارک جوړ کړ چې ددې پارک لپاره یې یوه دروازه جوړه کړ ه چې دسیلانیانو څخه یې دفي نفر څخه دوه ډالره ټکټ اخیستي.
چې دکال په پای کې یی دوه مېلیونه ډالر برابر کړل ، داندونزیا حکومت ډیر خوشاله سو چې عجبه ده چې امریکایانو دوچ غره څخه دومره عاید راته په لاس راوړه.
لږ وخت وروسته امریکایانو داندونزیا حکومت ته دیاد پارک دنور انکشاف غوښتنه وکړ ه چې موږ به یې نور هم غټ کړ و ، عاید به مو څو چنده اضافه شي
داندویزیا حکومت بیا ومنل خو امریکایانو یو شرط درلودي چې د ۱۳ کلونو پروتوکل به راسره امضاء کوي چې دکار په جریان کې به څوک ساحې ته نه راځي او یاده پروژه به داندونزیا حکومت نه بندوي اندویزیا حکومت ورسره موافقه وکړه.
چې باالاخره امریکایانو یاده ساحه کې لوي کوهي چې دیو ه کیلومتره په اندازه قطر درلوده، وکښه او هغی نقطی ته ورسیدل چه چاودنه پکښی سوی وه
په کوم ځای کې چې سره زر تولید شوي وه هلته یې د ذوب فابریکه جوړه کړه او د سرو زرو خښتې یې جوړولي او امریکا ته یې انتقالولي
څه موده وروسته د اندونزیا حکومت خبر شو هڅه یې وکړه چې د دغه کار مخه ونیسي خو امریکایانو هغه پروتوکل ورته ښکاره کړ چې موږ خو ستاسئ حکومت ته مفت دوه میلیونه دالر ندرکول یاد حکومت کوشش وکړ چې دغه کار بیا بند کړی ، خو امریکا ورته نظامي ګواښ وکړ چې د ۵۲ ډوله الوتکو یادونه یی ورته وکړه
چې دخاورو سره به مو خاوري کړو
امریکایانو او انگریزانو همداسی عمل د افغانستان سره هم وکړ چه د هلمند په ولایت کی یی د یورانیمو او لیتم معادن چور کړل
دوستی یی دوام لری
