No-IMG

د افغانستان ځلا لرونکې څیره او په کلتوري ډګر کې شهاب ثاقب پریوت !

الله متعال فرمایي :-

كُلُّ نَفْسٍۢ ذَآئِقَةُ ٱلْمَوْتِ ۗ وَنَبْلُوكُم بِٱلشَّرِّ وَٱلْخَيْرِ فِتْنَةً ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ !

همدا شان الله متعال د شهید ، مبارز او مجاهد په هکله فرمايي :-

وَلَا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ (154)

او رحمان بابا وایي :-

منزل د ټولو یو دی

خو سفر جدا جدا

د مبارز ، مفکر او مسلمان متعهد په هکله

چې ځان نظرانه کوي او بیا شاعر دیر ښکلۍ فرمایي چې :-

هر گز نميرد آنكه دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریده عالم دوام ما

مرګ حق او دا سلسله تر یو القیامة پوري آدامه لري.

خو د نصير عبدالرحمن شهادت او ترور او د هغه په څیر نور داسي مخکښ مجاهدین او مبارزین د تاریخ په دا اساس پړاو کې د هر مبارز او متعهد مسلمان زړه ته آزار او اذیت ورکوي چې دا څه حال او احوال دی چې د حزب اسلامي افغانستان مخکښ او مکتبي مجاهدین هغه چې د قلم او بیان په وسیله مبارزه درلوده د اسلام او هیواد دښمنان ز مونږ نه اخلي

شهید نصیر عبدالرحمن په کلتوري او فرهنګي دګر کې د درۍ لسېزو دیخوا د "سبا او میوند " په نوم د کتابونو مطبعه او د کتابونو پلورنځۍ او كتابتون درلوده چې د هغه له طریقه مبارز او متعهد لیکوالان او مفکرینو خپل کتابونو نشر او خپرول.

الله متعال دې د نصير عبدالرحمن «رح  » شهادت او نذرانه لکه د بدر او احد اصحابو کرام او د لومړینې د افغانستان جهاد مبارزینو او مفکرینو په شان قبول ، هغه مرحوم ته مغفرت او جنت مکان او د هغه خداي بخښلي کورنۍ او نږدي خپلوانو ، هم فكر او متعهد ملگرو ته اجر په دنیا او آخرت کې سره د زغم او حوصلي په برخه کړي.

الحکم لله

انا لله و انا الیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک