د کابل حکومت له سقوط سره مخ دی ...!!
لیکوال: پروفیسر ټایم ویلسي، (د برتانیې د بهرنیو امورو وزارت مشاور، او د لندن د شاهي پوهنتون پروفیسر(
ژباړه: موسی فرهاد
د بایډن دپاره دا معقوله پریکړه وه چې د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي او د افغانستان له جنګه ځان وباسي.
داسي ښکاري چې افغان حکومت نور له سقوطه ژغورل؛ ناشونی کار وي. د امریکا د حکومت به اوس ټول تمرکز پر دي وي، چې څنګه وکړای شي د طالبانو د ډېر سریع پرمختګ مخه لږ کابو کړي.
د والسټریټ جورنال د راپور له مخي چې د سي آی اې په حواله یې ویلی وو چې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښایی شپږ میاشتو کې دننه دننه ختم شي.
اوس تقریباً ټول په دې باور دي، چې ښایی دا حکومت تر ډېره پاتي نشي.
طالبانو هم کمپاین پیل کړی او دا تاثر ورکوي چې ګویا د دوی بریا اوس حتمي او ډېره نژدې ده.
که څه هم دا کمپاین یې پر خواله رسنیو د تبلیغ یا پروپاګند په بڼه پیل کړی؛ مګر داسي نښي سته چې له حقیقته لیري هم نه بریښي.
دا د هغه څه برعکس دي چې د کابل په رسنیو کې مثبت را څرګندیږي، او د اشرف غني د سفر په اړه هم ډېر مثبت تأثر خپروي.
ترټولو مهمه نښه یې دا ده چې افغان ځواکونو په ډلو ډلو وسله غورځوي او تسلیمیږي.
د دې دپاره طالبانو یو ډېر تیز او ساده پروسیجر خپل کړی، هغوی څو سیمه ایز قومی مشران له یو پیغام سره د ولسوالۍ مرکز ته ور ولیږي، هغوی ته په ساده ټکو ووایی، کافرانو نور شکست خوړلی، هغوی ولاړو، ستاسو مشران ټول په فساد کې اخته دي، راځئ طالبانو ته تسلیم شئ، ستاسي هرڅه به خوندي وي، اما که وجنګیږئ، طالبانو به تاسو ووژني.
په خواله رسنیو کې ښکاري چې طالبان پخپلو ژمنو وفا کوي، تسلیم شویو سرتیرو ته هیڅ ډول سزا نه ورکوي، چې له امله یې نور کنډکونه هم تسلیمیدو ته لیوالتیا ښيي.
دا اوس په زیاترو ولایاتو خصوصاً شمال کې طالبان خپله ولکه ټینګوي، حتی پر هغو ښارونو هم کړۍ تنګوي چې فی الحال د حکومت په لاس کې دي، ممکن په راتلونکو وختونو کې پر هغوی د غذایی رسد لاري وتړي، ترڅو هغوی تسلیمۍ ته اړباسي.
طالبانو ته اوس ډېره آسانه شوې چې پرحکومت فشار نور هم زیات کړي، ولي چې له سرتیرو یې زرهي نقلیه وسایط، توپونه او نور وسایل په پراخه اندازه نیولي دي.
په کابل کې اوس دا احساس موجود دی چې طالبان راځي کابل نیسي، (حکومتي او حکومت پلوي) خلک لګیا دي په نا امیدي سره خپل کورونه خرڅوي خو خریدار نه ورته موندل کیږي، سره له دې چې د کورونو قیمت تر پخوا لس چنده را ښکته شوی.
ځینو خپل فامیلونه د منځنۍ آسیا پرطرف هیوادونو ته د نقلولو هڅي پیل کړي دي، په داسي حال کې چې طالبانو هلته هم څو بندرونه ترخپلي ولکې لاندي راوستي دي.
د هند حکومت هم بالآخره پریکړه کړې چې له طالبانو سره د اړیکو کړکۍ پرانیزي، د هند خارجه وزیر جیشینکا په دې وروستیو کې په قطر کې له طالبانو سره ملاقات کړی، او زه فکر کوم چې طالبانو ته به یې هم د ورتګ بلنه ورکړې وي. او هم به یې په آینده کې له افغانستان سره د مرستو ټټر ډبولی وي.
د پام وړ خبره دا ده چې ویل کیږي تر دې وړاندي د هند د ملي امنیت مشاور آجیت دووال هم په یو سِري سفر قطر ته ورغلی و. ورپسي یې خارجه وزیر ورغلی، له دې نه څرګندیږي چې هندوستان، طالبان د راتلونکي افغانستان د رسمي په حکومت په حیث پیژني.
داسي ښکاري چې د هند له دغه ابتکار وروسته ښایي روسیه او احتمالاً ایران هم ورته اقدام ته لاس واچوی، ولي چې د شمالي اتحاد په بیا را ژوندي کولو کې هیڅ نښي نه لیدلي کیږي.
د شمالي ټلوالي واکمنو په تېر دور کې د ناکامي حکومتولۍ، او له فساد سره د مبارزې په ناکامۍ کې اوس تقریباً مشروعیت او محبوبیت له لاسه ورکړی دی. ځکه اوس خلک طالبانو ته رجوع کوي.
او دا حقیقت دی چې اوس د نړیوالي ټولني لپاره همدا یو غوره آپش پاتي دی .
د دیپلوماتانو، مرستندویه بهرنیو کارکوونکو ژغورل او کابل په سوله ایزه توګه د انتقال لپاره جوګه ګرځول، باید له همداسي آپش نه کار واخیستل شي.
که چیری نړیوال خپل دیپلوماتان د حفاظت په موخه په عجولانه شکل وباسي، دا به د کابل حکومت د سقوط ترټولو جدي لامل وګرځي.
یو ویروونکی احتمال چې دی، هغه دا دی چې د کابل حکومت مخکی له هغه نه چې بهرني ځواکونه په کامله توګه ووځي؛ سقوط وکړي.
ښایی همدا وجه وي چې امریکايي چارواکو د ځواکونو د تکمیل موده له ۱۱ستمبر نه بیرته د جولای څلورمي ته ریورس کړه.
هغه څه چې د ناټو په تینګار سره جو بایډن د مئ له لومړۍ نیټې نه د ۱۱م ستمبر پوري د ځواکونو د خروج موده وغځوله.
یوه مهمه مسئله د کابل هوايي ډګر د خوندي ساتلو ده، له ترکېي نه د هغه د ساتلو غوښتنه وشوه، خو داسي ښکاري چې د ترکیې لپاره دا ګران کار دی.
که څه هم طالبانو پر ترکي ځواکونو په تیرو شلو کالو کې یو ځل برید کړی، کله چې هغوی د میدان وردګ ولایت کې د پی آرټي یا بیا رغوني په برخه کې مصروف وو، خو بیا هم د نورو نړیوالو له منځه ترکان په طالبانو کې دومره محبوبیت نلري، ولي چې طالبان له ترکیې نه په دې ګیله لري چې له رشید دوستم سره چې یو جنګسالار او په بشري تخطیو تورن دی؛ اړیکي پالي.
بهرحال جوبایډن ته پکار ده چې په کابل کې د سفارت د تأمین غم وخوري، داسي نه وي چې د ۲۰۱۲م کال د لیبیا د بنغازي پېښه بیا تکرار شي.
بیشکه خبري به یې له طالبانو، پاکستان او ترکیې سره رواني وي، مګر داسي ښکاري چې وخت په ختمیدو دی.
همدا پورتني ټول عوامل ښيي چې د نړیوالو خصوصاً زبرځواکونو لکه، امریکا، روس، چین، هند او نورو لپاره په مخکي همدا یوه لاره پاتي ده چې په افغانستان کې په سوله ایزه توګه واک طالبانو ته انتقال کړل شي.
پای ......!!
لیکوال: پروفیسر ټایم ویلسي، (د برتانیې د بهرنیو امورو وزارت مشاور، او د لندن د شاهي پوهنتون پروفیسر).
