No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کابل په ښار او ولسوالیو کې پر موټرسایکل ګرځېدو بندیز ولګېده.

کورنیو چارو وزارت وایي،تر بلې خبرتیا پورې د کابل په ښار او ټولو ولسوالیو کې پر موټرسایکل د یوه او دوو کسانو ګرځېدل منع دي.

چارواکي وایي،دغه بندیز په اسناد لرونکو او غیراسناد لرونکو موټرسایکلونو وضع شوی دی.

: ‏کورنیو چارو وزارت وایي،په خوست کې یې د یوه موټربم برید مخه نیولې.

کورنیو چارو وزارت وایي،تېره شپه د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سمیه کې یو هینو ډوله موټربم هدف ته له رسېدو مخکې کشف او خنثی شو.

چارواکي وایی،د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی،چې څیړنې ترې روانې دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي  د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس  ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي په دې کتنه کې په هېواد کې د روانو حالاتو او د سولې د مذاکراتو د مؤثر تنظیم په باب خبرې وشوې.

: ‏ده سبز ولسوالۍ کې اوس هم زرګونه کاریګر د خښتو بټيو کې مصروف دي، چې له کلونو راهیسې د ټيکه دارانو په انحصار کې ژوند تیروي.

 

په دغو انحصار شويو کورنیو کې سلګونه ماشومان هم شته، چې د ښوونځي په ځای د خښتو بټیو کې درانده کارونه کوي.

: ‏د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره کتلي دي.

د مصالحې عالي شورا وایي، په دغه کتنه کې عبدالله پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک له هر ډول ګواښ سره مبارزې ته چمتو دي.

: ‏د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي، د لومړنیو مالوماتو له مخې، نن مازدیګر ناوخته د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د يوه کور دروازې پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې، چې له امله یې يو تن برسېرن ټپي شوی.

: ‏سیمه ییز چارواکي وایي، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی.

: ‏ناڅرګندو وسله والو نن سهار د کابل ښار نولسمې حوزې اړوند فامیلیو سیمه کې یو تن دیني عالم او د رجال برجسته ریاست کارکوونکی، مولانا بسم‌الله غفار په ډزو وژلی دی.

: ‏د بغلان په درې اوونیزې جګړه کې اته زره کورنۍ بې ځایه شوي.

: بسم‌الله محمدی، سرپرست وزارت دفاع ملی، در سفرش به ولایت میدان وردک به طالبان هشدار می‌دهد که از راه جنگ پیروز نخواهند شد.

سرپرست وزارت دفاع ملی، تأکید می‌کند که اکنون مردم نیز در کنار نیروهای دولتی برای رویارویی با طالبان آماده‌گی دارند و طالبان نمی‌توانند با مردم مقابله کنند.

بسم‌الله محمدی در این باره بیان داشت: «جنگ راه حل نیست. اگر جنگ راه حل می‌بود در این بیست سال معلوم بود. بنآ اگر آنان بخواهند از راه جنگ و خشونت بر مردم افغانستان خود را تحمیل کنند، آرمان خود را به گور خواهند برد. این‌ها بدانند که از راه خشونت نمی‌شود

: ‏وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۱ هزار  و ۴۰۷ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۶۴ تن در یک شبانه‌روز گذشته، خبر داده‌است.

: ‏امریکا له افغانستان سره د نږدې ۴۰ الوتکو مرسته کوي.

طلوع نیوز ته باوري سرچینو وویل، واشنګټن ته د افغان پلاوي سفر کې امریکا ژمنه کړې چې افغانستان ته به ۳۷ بلک هاک او دوه “اې ۲۹” جنګي الوتکې ورکوي.

: ‏د مصالحې شورا رییس عبدالله عبداالله وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن، په واشنګټن کې افغان پلاوي سره کتنه کې، څرګنده کړه چې امریکا به د سولې پروسه کې د افغانستان خلکو سره وي او له افغان ځواکونو به ملاتړ کوي.

: ‏در یک انفجار بر یک موتر صبح امروز در شهر جلال‌آباد ولایت ننگرهار، یک تن جان باخت و سه تن دیگر، زخم برداشته‌اند.

مقام‌های امنیتی ننگرهار می‌گویند که این انفجار در نزدیک مدیریت معارف در حوزۀ پنجم این شهر، رخ داده‌است.

: ‏برېښنا شرکت ویلي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوه پایې نړېدلې دي. د یاد شرکت په خبره، د همدې پېښې له امله د وردګو، ننګرهار،غزني او پکتیا ولایتونو برېښنا هم پرې شوې ده. برېښنا شرکت دا نه دي ویلي چې یادې پایې ولې نړېدلې دي.

: ‏د طالبانو د سیاسي دفتر یو غړي سهیل شاهین ویلي چې امریکا نه یوازې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی؛ بلکې افغان چارواکي یې هم واشنګټن ته غوښتي دي.

: ‏د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې دی له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ د افشا کولو په اړه د شیخ رشید څرګندونې ستایي. د ویلو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وو چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته لېږدول کېږي.

: ‏د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې څانګې مشر عطا محمد نور د هېواد پر سیاسي ګوندونو ځانګړې توګه د دغه ګوند پر غړو غږ کړی دی چې خپلمنځي اختلافات پرېږدي او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره سره یو موټی شي.

: ‏په کابل پوهنتون کې د چین په مالي مرسته جوړه شوې تدریسي ودانۍ او تالار ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې ویلي چې چين له اوږدې مودې راهيسې له افغانستان سره د زېربناوو د جوړولو برخه کې مرسته کړې او کوي یې.

: ‏د ولسي جرګې غړو یو ځل بیا په ولایتونو کې د وسله والو ملېشو جوړول د اندېښنې وړ مسئله وبلله. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت بې پلانه دی او د حکومت د بې پلانۍ له امله هره ورځ نوې وسله والې ډلې جوړېږي او ځايي قومندانان ملېشې جوړوي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره کتلي دي. په دې لیدنه کې طاهریان پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه اتمر ته معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې د درېواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در مراسم راه‌اندازی ماهواره TÜRKSAT 5A که در پردیس گل‌باشی ترک‌ست برگزار شد، حضور یافت.

وی در سخنرانی خود ابراز امیدواری کرد که راه اندازی این ماهواره برای کشور، مردم و تمامی حوزه‌هایی که از آن بهره خواهند برد، مایه خیر و برکت باشد.

اردوغان در ادامه گفت: ماهواره TÜRKSAT 5A ماه ژانویه با موشک فالکون 9 به فضا پرتاب شده و اوایل ماه مه در مدار قرار گرفت. این ماهواره پس از یک آزمایش طولانی و آماده سازی به مرحله خدمات‌رسانی رسید.

وی همچنین تصریح کرد: ترکیه در میان 10 کشور برتر حوزه ارتباطات ماهواره‌ای در جهان قرار خواهد گرفت.

اردوغان ضمن اشاره به اینکه مراحل طراحی و تولید ماهواره TÜRKSAT 5B با موفقیت به پایان رسیده و آزمایشات آن ادامه دارد، گفت: در نظر داریم این ماهواره را در سه ماهه پایانی سال به فضا ارسال کنیم.

وی خاطرنشان کرد: ظرفیت ماهواره TÜRKSAT 5B از ظرفیت تمامی ماهواره های کنونی کشور بیشتر است و با آغاز بهره برداری از آن ظرفیت ارتباطی کشور 15 برابر افزایش خواهد یافت.

: پروفسور ارهان آک‌دوغان، رئیس موسسه صنایع پزشکی ترکیه با تاکید بر اهمیت تبدیل دانش علمی به محصولات فن‌‌آوری محور، گفت که ترکیه با تولید واکسن «تُرکوواک» موفق به انجام این مهم شده است.

آک‌دوغان در این باره اظهار کرد: تبدیل دانش محض به محصولات فن‌‌آوری محور بسیار مهم است. محققان معتقد هستند که علم و دانش بالاخره روزی به محصولات دانش محور تبدیل می‌شود. به همین دلیل نیز می‌توان گفت که ترکیه با تولید واکسن کرونا موفق به چنین چیزی شده است.

وی در بخش دیگری از سخنان خود با اشاره به اینکه گزینه «داوطلب دریافت آزمایشی واکسن شو» به اپلیکیشن «e-Nabız» وزارت بهداشت ترکیه افزوده شده است، ادامه داد: تاکنون 900 هزار نفر برای دریافت آزمایشی واکسن ساخت داخل داوطلب شده‌اند که از این میان 40 هزار و 822 نفر دارای شرایط مناسب پزشکی بوده‌اند.

: ‏رومانیا وایي خپل ټول سرتېري یې له افغانستان ایستلي دي. د رومانیا حکومت ویلي چې دوی وړمه شپه له افغانستان د خپلو سرتېرو وروستۍ ډله هم ایستلې ده. سرچینه کاږي چې دوی په افغانستان کې په خپل ماموریت کې بریالي وو او د ناټو په چوکاټ کې یې د نړیوال امنیت لپاره فعالیت ترسره کړی دی.

: ‏د بنګله‌دېش هېواد پولیسو ویلي چې په پلازمېنه ډاکه کې د شوې زورورې چاودنې له امله ۵۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پولیسو ویلي چې په پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې د چاودنې څرنګوالی او هدف معلوم نه دی، خو پولیسو ویلي چې دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.

: ‏د هالنډ این‌ایل ټایمز ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د هالنډي سرتېرو ماموریت روانه میاشت پای ته رسېږي.  راپور کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سیګرید کاګ له قوله راغلي چې دوی به د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

: ‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي د طالبانو د کورنۍ غړي په پاکستان کې مېشت دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له جیو نیوز سره یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي، ټپيان یې د درملنې لپاره پاکستان ته وړل کېږي او مړي یې هم د ښخولو لپاره هلته وړل کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک