No-IMG

وائي فقر کفر نه دئ؛ خو سبب د کفر دئ!

رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله دعاء کوله نو له کفر ورسته به ئې له فقر پنا غوښتله، مطلب دا چې له کفر ورسته لویه فتنه فقر ده.

افغان ولس اوږده موده تر شدید فقر لاندې ژوند کړئ، د دوي ټول مادي او معنوي حقوق د بد سیرته غلامانو له خوا مستعمره شوي. علاوه پر دې  په داسې خطرناک جهل کې ساتل شوئ، چې تر اوسه د دوست او دښمن تر مینځ توپیر نشي کولای، زیات شمېر ئې د ژور جهل په نېشه کې د غربي اجیر ملېشو اتڼ ته ګډا کوي!  زیات شمېر بیا د افغانستان له اوږدې کشالې تجربه لري او نه غواړي خپله انرژي د بل چا د نا مشروع موخو په پار وکاروي. خو شدید فقر او د اولاد نفقې دې ته مجبور کړي، چې د یو چا نا مشروع غوښتنې په ځان ومني او د هغوي په دفاع کې سلاح غاړې ته واچوي.

لاندې محدود شمېر ټوپکیان د وطن پالنې په موخه د څه کم څلویښت ملیونه نفوس استازولي نشي کولای. باور لرو چې دا ټوپکي ملېشې نوي سلنه یوه مشخصه ایدیالوژي نه لري چې په بنا ئې جګړه وکړي. دا خلک یو څه مجبور کړي چې د هیواد په دې نازک حالت کې د معلوم دار باطل ټوپک په غاړه کوي. او د جګړو لیکو ته ستنېږي. څوک په مرګ ګواښل شوي، چاته تنخوا ور کول کیږي او چاته د وطن پالنې کاذبه داعیه وړاندې شوې. باور لرو چې که دا کار طالب وکړي او د ډالرو په زور خلک له ځان سره ملګري کړي، نو اول کسان به همدا وي چئ د طالب په لیکو کې جذب شي.

دا په ملیاردو دالر چې را روان دي دا ټول زموږ د وینو قیمت دئ، چاته د عسکر او اردو په نوم ورکول کیږي، چاته د اربکي او پاڅون په نوم! څوک وطن ساتي څوک شل کلنې لاسته راوړنې! باور لرو چې نه وطن ساتلئ شي او نه هم ان شاءالله شل کلنې بد اخلاقۍ مزیدې پاتې کولای شي. دا کار عملی او معقول نه وئ، چې له طالب وطن ساتې، راځه د وطن پالنې معیار ته وټاکه بیا په همدې معیارونو ځان له طالب سره پرتله کړه چې ته د وطن وارث ئې که طالب؟ په تا وطن ګران دئ که په طالب؟

ولس ته سلاح ورکول او په دې نازک حالت کې ئې له فقر او غربت استفاده کول یوه اساسي موخه لري هغه دا چې زموږ د وینو بین المللي تجاران خوندي پاتې شي، د هغوي په وینو سرې شتمنۍ وساتل شي. نړیوال تجارتونه ئې زیان ونه ګوري! نه دا پاڅون ولسي دئ، نه د ولس رنګ لري او نه هم د ولس استازیتوب کولای شي. زموږ د ولس اساسي غوښتنه آبرومندانه سوله ده. داسې چې د پنځوس کلن برحق جهاد موخې مو پلې او قربانۍ مو اعاده کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک