No-IMG

طالبان د کابل او افغان چارواکي د سپينې ماڼۍ دروازو کې

د عزم خبري آژانس د راپور له مخې د انډیپینډنټ فارسي رسنۍ مدیرې، کامیلیا انتخابي فرد، د جون په ۲۵تمه په الشرق الاوسط انګلیسي رسنۍ کې د ”طالبان د کابل او افغان چارواکي د سپينې ماڼۍ دروازو کې“ تر عنوان لاندې خپله لیکنه خپره کړې ده.

آغلې انتخابي فرد په خپله لیکنه کې د ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ز کال ولسمشریزو ټاکنو او په هغوی کې د مخکښو کاندیدانو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره کړې ده، او وايي چې د ۲۰۰۸ز کال تر ټاکنو وروسته افغانستان هیڅکله ځواکمن مرکزي حکومت نه دی لیدلی.

کامیلیا انتخابي فرد لیکي چې د ۲۰۰۹ز په ولسمشریزو ټاکنو کې ډاکټر عبدالله له مخکښ نوماند حامد کرزي سره د پایلو په سر ناندرۍ پیل کړې، وروسته رښتیا هم څرګنده شوه چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده. خو عبدالله په شا شو او حامد کرزی ولسمشر وټاکل شو. د ۲۰۱۴ز ټاکنو هم کوم تفاوت نه درلود. دا ځل اشرف غني بریالی اعلان شو، خو عبدالله بیا انکار وکړ، او پلویانو یې ګواښونه پیل کړل چې د غني حکومت به رانسکور کړي او په نیمايي هېواد کې به موازي حکومت جوړ کړي. کابل ته د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، جان کیري، تر سفر وروسته له ټاکنو د ملي وحدت په نوم یو مصنوعي حکومت وزېږېد – هغه حکومت چې هیڅ قانوني بنسټ یې نه درلود. ټاکل شوې وه چې عبدالله عبدالله به دوه کاله وروسته د لومړي وزیر په پوسټ وټاکل شي او په اساسي قانون کې به تعدیل راشي، خو داسې هیڅکله ونه شول. پایله یې دا شوه چې اشرف غني ولسمشر او عبدالله اجرائیه رییس شو. په راتلونکو پنځو کلونو کې دواړو د یوه بل پښې وهلې او تیار نه وو چې د خلکو او هېواد د ګټو لپاره یو پکې استعفا وکړي.

لیکواله زیاتوي، د ۲۰۱۹ ټاکنو هم کوم فرق نه درلود: عبدالله یو ځل بیا پایلې رد کړې، غني ونه منله، او تر ټولو بدتره دا چې دواړو په یوه ورځ خپل ځان ته د لوړې مراسم په داسې حال کې ونیول چې هېواد په بحران او د کورنۍ جګړې په خطر کې و. د ملي ناورین د مخنیوي لپاره عبدالله ته د ملي مصالحې د عالي شورا ریاست ورکړل شو، خو بیا هم دواړه رقیبان په خپلمنځي جنګ سره اخته وو.

د انډیپینډنټ فارسي رسنۍ دا مدیره لیکي چې غني او عبدالله حتی تر نن ورځې سره مخالف دي، او دا ځل یې امریکا ته د سفر او له ولسمشر جو بایډن سره د ملاقات په اړه هم جګړه سره کوله. په داسې حال کې چې هېواد یې سقوط کوي او طالبان د هېواد ښارونو ته رسېدلي او د کندهار او تخار د دروازو په لور روان دي، دواړو امریکا ته له ځان سره د ۵۰ کسانو پلاوی بېوتی دی.

د انتخابي فرد په خبره، ولسمشر غني، عبدالله او لومړی مرستیال امر الله صالح ټول په امریکا کې دي او في الحال داسې څوک نشته چې په دې اضطراري حالاتو کې د افغان ولس په اړه فکر وکړي، ”هر یو غواړي چې د کېمرو مخې ته راښکاره شي او وښيي چې په افغانستان کې تر ټولو مهم سیاسي شخصیت دی“.

په لیکنه کې پوښتنه شوې کله چې دوی دواړه د لیدنې پر سر جوړ نشي راتلای، نو خلک به څه تمه ترې ولري چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې به یو څه ترلاسه کړي او یا به د خپلو خلکو لپاره یو څه وکړي؟ ”له طالبانو سره د خبرو د پرمخ نه تللو لامل دا دی چې شخصي ګټو ته تر ملي مصالحو لومړیتوب ورکول کیږي“.

کامیلیا انتخابي فرد لیکي، په تېرو ۱۲ کلونو کې، د ۲۰۰۹ له ټاکنو راهیسې، عبدالله نه پخپله ولسمشر شوی او نه یې نورو ته د واک چلولو اجازه ورکړې ده. همدارنګه غني بیا عبدالله ته اجازه نه ده ورکړې چې یوازې او په خپل سر چارې مدیریت کړي.

لیکواله وايي، امریکايي چارواکو ویلي عبدالله او غني دواړو هڅه کوله چې په یوازې سر واشنګټن ته ولاړ شي او خپل رقیب ته د سفر چانس ورنکړي. په واشنګټن کې امریکايي چارواکو ته د سفر پروټوکول په سرخوږي بدل شوی ځکه حیران دي چې څوک باید د مېز په سر کې کښېني او څوک باید لومړی له امریکايي ولسمشر سره وویني؟ هر یو کوښښ کوي ثابته کړي چې تر بل زیات مهم دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک