مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ولسمشر غني د امریکا د استازو جرګې له مشرې سره په کتنه د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.
ولسمشر غني چې له نانسي پلوسي سره تر لیدنې وروسته د رسنیو پر وړاندې راښکاره شو،په یوه لنډه وینا کې یې د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړاو له افغانستان څخه یې د امریکایي سرتیرو د وتلو په اړه د جوبایډن له پریکړې هرکلي ترڅنګ وویل، چې دامهال د دواړو هیوادونو ترمنځ نوی فصل پرانستل شوی.
ښاغلي غني د طالبانو بریدونه ظالمانه وبلل او د امریکا د دوامداره مرستو غوښتنه یې وکړه.
په ورته مهال د امریکا د استازو جرګې رییسې امریکا ته د غني سفر د کابل او واشنګټن لپاره مهم وباله او یې ویل چې په افغانستان کې د نورو پرمختګونو تر څنګ د ښځو او نجونو پرمختګ د پام وړ دی.
✒: امنيتي ځواکونو خوست کې د ځانګړو عملياتو پرمهال «۱۲۰۰» ليتره الکولي مشروبات نیولي دي.
د خوست امنيتي چارواکي وايي ,دغه الکولي مشروبات د ډيورنډ کرښې هغې غاړې پېښور څخه د راوړلو پر مهال چې په يوه موټر کې د هندواڼو لاندې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوي وو، پوليسو له خوا نيول شوي.
✒: ولسمشر غني د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جک سليوان سره کتلي.
✒: د حمیدالله توخي په مشرۍ زابل ولایت کې سلګونو کسانو د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی.
✒: د مليدفاع وزارت وايي، د بغلان ګیله ګي سیمه او د خنجان ولسوالۍ یې بیرته له طالبانو نیولي او مخالفینو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
✒: د امریکا د سنا مجلس د جمهوريپالو مشر،مچ مککانل له ولسمشر غني سره ترکتنې وروسته ویلي،چې له افغانستان څخه دې د بهرنیو ځواکونو وتل وځنډیږي.نوموړي ویلي،طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه له خطر سره مخ دي.
✒: ولسمشر غني او ورسره پلاوي،د امریکا متحده ایالاتو له یوشمېر مخکښو سناتورانو سره کتلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي،محمد اشرف غني د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له لوړ پوړي غړي او سناتور جیم ریش او همداشان د بهرنیو اړیکو کمېټې له رییس سناتور باب منندز سره وکتل.
✒: ولسوالی احمد آباد پکتیا دوباره بهدست نیروهای امنیتی افتاد و چهار تانک هاموی را نیز از نزد طالبان پس گرفتند.
✒: ننګرهار کې کې د خپل منځي نښتی پر مهال ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، تېره شپه د هسکې مينې ولسوالۍ اوغز سيمه کې د پاکستاني او وسله والو طالبانو تر منځ خپل منځي نښته کې شل پاکستاني او لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.
✒: د افغانستان بریښنا شرکت: د وارداتي بریښنا د مزي رغولو چارې خنجان ولسوالۍ کې د جګړې له امله وځنډېدې.
✒: د فاریاب ولایت خانچهار باغ ولسوالۍ هم امنیتي ځواکونو ونیوله.
ملي دفاع وزارت وایي، چې د یادې ولسوالۍ د نیولو عملیاتو کې یې لسګونه طالبان وژلي او سلګونه نور یې محاصره کړي دي.
✒: عطامحمد نور له خپلو زیات شمېر پلویانو سره یو ځای بلخ کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو له چمتووالي خبر ورکوي.
آقای نور خطاب به هوادارانش گفت که "یا زلیلانه منتظر آمدن طالبان کیبل خوردن و توهین و تحقیر باشند یا هم سلاح برداشته به هرجایی بروند که دشمن جا گرفته است."
✒: طالبان شب گذشته (۳ سرطان) با راه اندازی چندین حمله تهاجمی کوشیدند تا خط های دفاعی شهر پلخمری در ولایت بغلان را از چندین بخش بشکنند و داخل شهر پلخمری شوند؛ اما این حمله ها با مقاومت کوماندو ها و نیروهای ویژه پولیس رو به رو و به شکست مواجه شدند.
فرماندهان نیرو های کماندو اطمینان میدهند که مانع ورود طالبان به شهر پلخمری خواهند شد.
صدیق الله، فرمانده تولی اول کماندو در زون شمال شرق ابراز داشت: "حملات تهاجمی را در حصه بلاک ها و بند دوم آغاز کردند که خوشبختانه شما عملا میبینید که با رسیدن ما دشمن از ساحه متواری شد."
شب گذشته ولسوالی های خوست و گذرگاه نور در بغلان به دست طالبان افتادند؛ اما امروز بخش هایی از ساحه کیلهگی در ولسوالی دوشی و ولسوالی خنجان بغلان از سوی نیرو های امنیتی از وجود طالبان پاکسازی شدند.
✒: در یک انفجار در شهر چاریکار ولایت پروان یک تن جان باخت و یک تن دیگر زخم برداشته است.
یک منبع امنیتی می گوید که این رویداد چاشت امروز در دروازه شمالی شهر چاریکار زمانی رخ داد که ماین جاسازی شده در یک موتر هایلکس انفجار کرد.
✒: ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شپږو ولسوالیو مرکزونه بېرته له طالبانو نیولي دي.
د دفاع وزارت په وینا، د پکتیا سیدکرم او احمد اباد، د فاریاب اندخوي او چهارباغ او د بغلان خنجان او دوشي ولسوالۍګانو مرکزونه یې بېرته راګرځولې دي.
✒: منابع در پروان میگویند که نیروهای دولتی با نیروهای مردمی به رهبری عبدالبصیر سالنگی از سالنگ به خنجان رسیدند.
این ولسوالی چند روز پیش به دست طالبان افتاده بود.
✒: در حمله مردان مسلح ناشناس بر یک ایست بازرسی پولیس در حوزه دوازدهم امنیتی شهر کابل دو پولیس جان باختند و یک پولیس و یک غیرنظامی زخمی شدند.
گواهان رویداد می گویند که مهاجمان پس از هدف قرار دادن نیروهای پولیس با یک ریکشا فرار کردند.
✒: روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۵۳۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۷۱ تنه مړه شوي او ۳۶۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
✒: نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام دا ځل د ۱۳۲ میلیونه ډالرې مرستې اعلان کړی دی. دا مرسته تېره ورځ ناوخته تصویب شوې ده.
✒: وزارت امور خارجه ترکیه با انتشار بیانیهای در واکنش به تصمیمات اتخاذ شده درباره ترکیه در نشست سران اتحادیه اروپا، اعلام کرد که این تصمیمات به دور از اقدامات لازم و مورد انتظار است. ترکیه تلاشهایی بیش از مسئولیت خود را در زمینه تنش زدایی و آغاز گفتوگو و همکاری انجام داده است.
در این بیانیه با تاکید بر اینکه عدم اراده و سوءاستفاده یکی دو کشور از عضویت خود در اتحادیه اروپا باعث تاخیر در اجرای دستورکار مثبت این اتحادیه شده، آمده است: هدف بسته جدید حمایت مالی نیز نه ترکیه، بلکه پناهجویان سوری بوده و اساسا گامی است که اتحادیه اروپا برای تامین امنیت و آرامش خود بر خواهد داشت.
✒: اورزولا فن در لاین، رئیس کمیسیون اتحادیه اروپا اعلام کرد که این نهاد برای حمایت از پناهجویان سوری در ترکیه تا سال 2024 بودجه 3 میلیارد یورویی اختصاص خواهد داد.
✒: د امریکا په میامي ښار کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې یو تن مړ شوی او د نورو ۹۹ کسانو د برخلیک لا نه دی معلوم. د چارواکو په وینا پرون شپه د فلورېډا ایالت په میامي ښار کې د خلکو د استوګنې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ ونړېده.
✒: هندوستان وایي چې په افغانستان کې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي او د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ له ټولو ښکیلو اړخونو سره په اړیکه کې دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نړۍ ښه پوهیږي چې پاکستان په افغانستان کې کوم کارونه وکړل.
✒: د پاکستان د بلوچستان په سبي سیمه کې وسله والو کسانو په یوه برید کې پنځه پاکستاني عسکر وژلي دي. د پاکستان پوځ عامه په یوه اعلاميه کې ويلي چې، د سبي په سنګن سیمه کې وسله والو پر ګزمه کوونکو عسکرو برید کړی چې په نښته کې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
✒: د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلې، هغه افغانان او ژباړن، چې موږ سره مرسته کړې، یواځې نه پرېږدو.
بایډن دغه راز ویلي، چې په دې اړوند له افغان ولسمشر، اشرف غني سره خبرې کوي.
✒: رویټرز خبري اژانس د لوړ پوړو امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی،چې افغانستان کې به ۶۵۰ امریکایي سرتیري پاتې شي.
دغه اژانس وایي، په داسې حال کې چې تر راتلونکو څو اونیو پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتیرو د وتلو نیټه پوره کیږي، خو امریکا غواړي افغانستان کې ۶۵۰ تنه سرتیري د خپلو ډیپلوماتانو د ساتنې لپاره پریږدي.
