مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي يا يوناما وايي، افغان سوله کې د پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تيره ورځ پریکړه کړې، څو قطر کې د طالبانو استازي د ۹۰ ورځو لپاره ددې شورا له بنديزونو څخه په موقت ډول مثتثنې کړي.
✒: د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي ۱۳۰ تنو طالبانو خپلې وسلې پرځمکه اېښي او د سولې له پروسې سره یوځای شوې دي.
✒: د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال د جنگ د مدیریت او د کندز امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف نن سهار دغه ولایت ته تللی دی.
✒: ولسمشر غني د یو دولتي پلاوي په مشرۍ امریکا ته ولاړ.
په ورته مهال متحده ایالاتو ته د تللي رسمي پلاوي د لیست کاپي چې کابل نیوز ترلاسه کړې پکې د ځینو چارواکو د کورنۍ د غړو او ماشومانو نومونه هم لیدل کیږي.
✒: طالبانو بادغیس کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو نصاب څخه څو مضمونونه ليرې کړي دي.
د بادغیس والي حسام الدین شمس شمشاد نیوز سره خبرو کې وویل، دغه مضمونونو کې وطن دوستي، د ژوند مهارتونه، بدني روزنه او مدني تعلیمات شامل دي.
هغه وایي، طالبانو د دغه مضامینو پر ځای څلور دیني مضمونونه او یو د زراعت مضمون اضافه کړی.
طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
✒: د بادغیس ولایت مقر ولسوالۍ کې سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې.
د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، پېښه نن له غرمې وروسته د مقر په چشمه دزدک سیمه کې رامنځته شوې ده.
والي وايي، په پېښه کې یو ماشوم خپل ژوند بايللی او دوه ټپیان دي.
✒: ملي دفاع وزارت وایي چې د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ یې له طالبانو بېرته ونیوله.
یاد وزارت دغه راز وایي، دا مهال افغان ځواکونه په یادې ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي.
✒: هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ادعا کوي چې افغان هوایي ځواکونو د سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار په سیمه کې د طالبانو د مخابروي اړيکو پر یو لوی مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې د القاعده شبکې څلورو غړو په ګډون شپږ طالبان وژل شوي دي.
✒: د پکتیکا لسګونه اوسیدونکو په یوه غونډه کې له نظام ملاتړ او د وسله والو پر ضد پاڅون وکړ.
پاڅون کوونکي وایي چې له امنیتي ځواکونو سره اوګه په اوګه ولاړ دي او اجازه نه ور کوي چې وسله وال یې پر سیمو واکمن شي.
✒: بلخ کې وسله والو ۲ کسان وژلي، ۳ ټپیان دي.
عیني شاهدان وایي، پېښه نن غرمه د مزار شریف ښار په سیداباد څلور لارې کې رامنځته شوې.
د سرچینو په خبره، وسله وال په یوه موټر کې سپاره وو او له ډزو وروسته تښتېدلي دي.
د بلخ پولیسو تر اوسه دغه پېښه په رسمي ډول نه ده تایید کړې.
✒: اروزګان کې سلګونو کسانو د طالبانو پر ضد وسله واخیسته.
✒: د پوهنتونونو او ښوونځينو رخصتي دوه اوونۍ نوره هم وغځېده.
✒: باشندهگان سمنگان و کاپیسا نیز در برابر طالبان مسلح شدند.
✒: سرچینې د دې پخلی کوي چې د تېرې شپې راهیسې د شپږو ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي.
سرچینې وايي، د فاریاب قرمقول او ګرزیوان، د اروزګان چهارچینو، د بغلان تاله و برفک، د لوګر ازره او د غزني قره باغ ولسوالیو مرکزونه طالبانو کنټرول کړي دي.
✒: یک افسر نیروهای ویژه در حملۀ افراد مسلح ناشناس در ولسوالی پغمان کابل جان باخت.
گواهان رویداد میگویند که این رویداد صبح امروز در چهار راه ده عربان ولسوالی پغمان رخ داد و در این رویداد یک تن دیگر زخم برداشتهاست.
✒: د سمنګان ولایت د ملي امنیت رییس د طالبانو پر ضد د وسله والو پاڅون کوونکو په غونډه کې پر وسله والو غږ کړی او ویلي چې ((رسمي دستور درکول کیږي طالبان د میلمنو په څیر زندان ته مه راولی ویې وژنئ ، وسله او موټر سایکل یې ستاسو)).
✒: ناټو یو ځل بیا ویلي چې دغه سازمان به له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند ویلي چې دا څرګندونې په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو د دغه وزارت له سرپرست وزیر بسم الله محمدي سره په لیدنه کې کړې دي.
✒: روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۹۶۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۶۳ تنه مړه شوي او ۶۹۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
✒: په داسې حال کې چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو ځانګړې توګه شمال کې د طالبانو پر ضد د ملېشه جوړونې بهیر روان دی،د جنبش ګوند د مشر مارشال عبدالرشید دوستم لور راحلې دوستم ویلي چې پلار یې کابل ته را ستون شوی او ټاکل شوې چې د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد د جګړې ډګر ته لاړ شي.
✒: د بلخ د عامه نظم پخوانی قومندان حسیب قریشي چې دوه کاله وړاندې د نظامي محکمې له خوا د فساد په تور په ۱۰کاله بند او ۷میلیونه افغانیو جریمې پر ورکړې محکوم وو،اوس له کابل څخه بلخ ته تللی او د عطامحمد نور له خوا د نویو جوړو شویو ملیشو قومانده ورته سپارل شوې ده.
✒: شاه محمود قریشی، وزیر امور خارجه پاکستان در دیدار با محمد ابراهیم طاهریان، نماینده ویژه ایران در امور افغانستان در اسلامآباد٬ ضمن ابراز نگرانی از افزایش خشونتها در افغانستان اظهار داشت که ایران و پاکستان نیز از بحران افغانستان متاثر شدهاند.
بر اساس اطلاعیه وزارت خارجه پاکستان٬ قریشی همچنین تاکید کرده است که افزایش درگیریها در افغانستان باعث تقویت افراد و گروههایی که خواهان صلح در این کشور نیستند٬ میشود.
✒: اجلاس سران کشورهای عضو اتحادیه اروپا با محوریت موضوعاتی از قبیل مقابله با کووید-19، کمکهای بهبود اقتصادی، مهاجرت، نشست منطقه یورو و روابط با روسیه و ترکیه آغاز شد.
این نشست دو روزه در ساختمان شورای اتحادیه اروپا در بروکسل انجام میگیرد و در بخش روابط خارجی ضیافت کاری که شامگاه امروز ترتیب خواهد شد، روابط ترکیه-اتحادیه اروپا مورد بررسی قرار خواهد گرفت.
انتظار میرود سران اروپایی در این ضیافت کاری در مورد وضعیت فعلی در مدیترانه شرقی، بهروزرسانی قرارداد گمرکی و کمکها برای پناهجویان سوری در ترکیه بحث و رایزنی کنند.
✒: اسراییلو او امریکا د ایران پر وړاندې پر نوو همکاریو هوکړه کړې ده. د اسراییلو د استخباراتو رییس چې دمګړی په امریکا کې دی وایي، د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره یې کتلي دي او د دواړو لورو ترمنځ د ایران په اړه نوې هوکړې رامنځ ته شوې دي.
✒: امریکا وایي د درې سوه زره افغان پوځیانو دنده ده چې د خپل هېواد ساتنه وکړي. د امریکايي پوځ لوی درستیز مارک مېلي په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه د وضاحت لپاره د امریکا سنا ته بلل شوی و. نوموړي ویلي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او وايي چې ګواښونه په دومره لوړ حد کې نه دي.
✒: قزاقستان وایي په افغانستان کې روان وضعیت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پر عملي کولو منفي اغېز نه شي کولی. ددغه هېواد د انرژۍ مرستیال وزیر د قزاقستان پارلمان ته د خبرو پر مهال ویلي چې د یادې پروژې چارې په چټکۍ مخ ته روانې دي.
✒: د قزاقستان او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې دواړو لورو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې وروستۍ جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او په خبره یې که وضعیت همداسې روان وي نو ددغه ولایتونو نا امني د ټولې سیمې پر وضعیت منفي تاثیر کولی شي.
✒: یونایټیډ پرس انټرنیشنل وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په دې مانا دي چې دغه هېواد افغان جګړه کې ماتې خوړلې ده او د ویتنام له برخلیک سره مخ ده. د سرچینې په خبره، امریکا په افغان جګړه کې د بري لپاره تر ټولو ښې ستراتیژي ته اړتیا لرله، نه شاتګ ته.
✒: نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي چې د ایران پر اټومي بټیو پرونی برید د بې پیلوټه الوتکې په واسطه شوی دی.ورځپاڼې د ایراني سرچینو په حواله ویلي چې کرج ښار ته څېرمه د اټومي انرژۍ پر مرکز برید د یوې وړې بې پیلوټه الوتکې په واسطه شوی خو دا چې چا کړی دی تر اوسه یې په اړه جزیات نشته.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا له افغان سولې د خپل هېواد پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د هغه حکومت ملاتړ نه کوي چې د زور له لارې واک ته رسېږي.
✒: د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي چې په افغانستان کې د ښځو، لږکیو او د مدني فعالانو پر وړاندې د بریدونو او تاوتریخوالي د ختمولو لپاره اوربند اړین دی. نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرو کې ویلي چې هند په افغانستان کې د واقعي سیاسي تفاهم لپاره د هرې هڅې هرکلی کوي.
✒: د ترکیې د دفاع وزیر ویلي چې تر اوسه پورې دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتنې په اړه له امریکا سره کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي خو زیاتوي چې په دې اړه خبرې روانې دي. حلوصي اکار زیاته کړې چې ترکیه د امریکا له ملاتړ پرته د دغه ډګر ساتنې ته دوام نه شي ورکولی.
✒: د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مریم نواز هم د ملي شهید عثمان کاکړ د مړینې په اړه د بې طرفه څېړنې خبره کړې ده. نوموړې نن یوې خبري ناستې ته په خبرو کې پر پاکستاني حکومت غږ کړی دی چې د پارلمان د غړي او نامتو سیاستوال عثمان کاکړ د مړینې په اړه باید کره څېړنه وکړي.
✒: بهرنۍ رسنۍ: کابل کې د امریکا سفارت ۱۵۹ کارکوونکي تر دې دمه پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
✒: وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وایي د امریکايي سرتېرو تر وتلو، شپږ میاشتې وروسته کېدای شي افغان حکومت وپرځېږي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، چې د امریکا استخباراتي ادارو افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو پر خپلو مخکینو خوشبینانه وړاندوینو له سره کتنه کړې او وضعیت یې ترینګلی ګڼلی دی.
د سپېنې ماڼۍ ویاندې دغه راپور ته په اشارې ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش کې تغییر نه رامنځ ته کیږي.
خو افغان حکومت تر اوسه د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ددې راپور په تړاو څه نه دي ویلي.
