No-IMG

ناټو د ترکیی تر چتر لاندي د کابل په هوایی میدان کی

داکتر فاروق اعظم

 

امریکا او د ناټو سرمنشی ویلی چی پر دغه موضوع غور روان دی چی له کابل پرته له ټول افغانستان څخه دی د امریکا او ناټو فوجونه ووزی. دوی غواړي ترکی فوج د ناټو په چوکات کی د کابل په هوایي میدان کی د بهرنی سفارتونو د امنیت او کابل کی د حکومت د ساتلو لپاره پاته شي. ترکیه حاضره شویده چی د ناټو په نماینده ګی دغه کار وکړي. دلته څو خبري د غور وړ دي:

(۱)   ترکیه د ناټو یو متعهد غړې هیواد دی چی له ناتو سره یوځای افغانستان ته د فوج سره راغلی ده. که د دوحی د قراردداد مطابق امریکا  او ناټو وزي، نو ترکیه هم باید ووزي. د ترکیی په پاته کیدو سره د دوحه تړون نقض کیږي او طالبان به حق ولري چی ووایي جګړه نه ده ختمه. په حقوقی لحاظ ترکي او امریکایی فوج دواړه د ناټو برخي دي. که امریکا وزي، ترکی فوج هم باید ووزي.

(۲که د ناټو غړو هیوادونو سره په افغانستان کی جنګ روا وي، نو د ترکی فوج سره هم جنګ روا دی؛ دا ځکه په افغانستان کی ترکی فوج د ناټو برخه ده. که د امریکا حمله تجاوز او جرم، او نظامی حضور یی اشغال وي، نو ترکیه په دغه جرم کی شریکه او فوجی حضور یې ددغه اشغال ادامه ده.

(۳افغان حکومت بار بار دا ادعا کوي چی د امریکا او ناټو د فوجونو د وتلو سره د طالبانو د جهاد مشروعیت ختمیږي. د ترکی فوج په پاته کیدو سره د طالبانو د جهاد مشروعیت د حکومت په تعریف ادامه پیدا کوي. بیا حکومت نه سي ویلای چی طالبان ولی جنګ کوي؟

(۴که امریکا او ناټو افغان حکومت پخپل ټول قوت ونه سو ساتلای، ترکیه به یی په یوازي سر څنګه وساتي؟ حتمی به د امریکا او نورو ناټو غړو هیوادونو نظامی مرسته غواړي؛ چی دا بیرته د اشغال د ادامی معنی ده؛ جنګ دی او بالآخره بیا ددوی ماته ده.

(۵)   ترکیه به رشید دوستم تقویه کوي او د هغه پر شاوخوا به نور اقلیتونه راټولوي. اقلیتونه به د دوستم سره د قیادت، صلاحیت او امتیازات د توزيع پر سر پخپلو کی په جنګ سي. دغه پالیسی قومی تنفر تقویه کوي، جنګ ته ادامه ورکوي او ملی وحدت خرابوي.

(۶کیدای سي د داعش او نورو پروژو په مټ مرکزي ایشیا هیوادونه، په افغانستان کی د ترکیی تر چتر لاندي د اقلیتونو د ظاهري تقویی له لاري بی ثبات کړه سي. داځکه د تروریزم په نوم اور مرکزي ایشیا ته په هغو خلکو اسانه اړول کیدای شی چی مشترکه ژبه لري. په دی ډول به زموږ اقليتونه استعمال او داور په لمبو کي وسوځول سي.   

(۷هغه حکومت به څومره دوام وکړي کوم چی له ټول افغانستان څخه راټول او کابل کی محاصره وي او د ترکی فوج تر رحم لاندی ژوند کوي؟ طالبان به په ډیر قوت چی ټول افغانستان به یی په قبضه کی وي، پر کابل حملی کوي. دا جنګ به اوږد او خانمانسوز جنګ وي. کابل به خرابیږي، حکومت به حتما سقوط کوي، خو په بد شکل.

(۸که کابل کی جنګ اوږدیږي، نو هغه وسلی به ټولی تباه شی چی امریکا راوړې دي. ښایي پروګرام همدا وي.

(۹که طالبان په دغسی یو حالت کی کابل په زور ونیسی، ډیر دولتی بنیادونه به تخریب او طالبان به د بشري حقوق په پایمالۍ بدنام وي. ښایي همدا پروګرام وي.

(۱۰که امریکا او ناټو له افغانستان څخه ځي، ترکیه دي په سر کی ولاړه شی. که د نړۍ پنځوسو هیوادونو افغان حکومت ونه سو ساتلای، نو ترکیه یی هم نه شی ساتلای.

(۱۱ترکیه د ناټو غړی مسلمان هیواد دی. افغانستان هم مسلمان دی. امریکا او ناټو فکر کوي چی افغانان د اسلام په نوم راګیرولای سي او د مسلمان ترکیی په مخته کولو سره د هغی تر چتر لاندی خپله طویل المدة منصوبه آرامه مخته بیولای سي.

(۱۲افغانانو د ترکانو سره تاریخی ښی اړیکی او دوستی درلودلی ده. زموږ دوه دایمی سفیران (مولنا جلال الدین بلخی او سید جمال الدین افغانی) هلته اوسیدلی دي. خو که ترکیه په کابل کی د فوج د ساتلو غلطی وکړي، دغه دوستۍ ته به سخته صدمه ورسیږي چی جبران به یی اسانه نه وي. ددغه عمل وخیم نتایج به په افغانستان کی ترک تبارو ته هم ښه نه وي.

(۱۳کیدای سي یو داسی نیرنګ په کار واچول سي چی ناټو د ترکیی او پاکستان څخه وغواړي چی د افغانستان په امنیت کی مرسته وکړي. یا ترکیه وغواړي چی پاکستان دي مرسته ورسره وکړي. دا خبره به افغان حکومت او خلک راوپاروي. هغوی به د پاکستان نوم ورڅخه لیري کړي او د ترکیې په پاته کیدو به حکومت قانع سي. (په مرګ یی ونیسه، په تبه یی راضی کړه). 

(۱۴افغان دولت ته په کار نه ده چی ترکانو ته زارۍ وکړي چی موږ وساته. افغان دولت باید د کابل په هوایی میدان کی د ترکیی عسکرو د ساتلو سره قطعا موافقه ونکړي. افغان حکومت باید دغه ننګین کار ته زړه ښه نه کړی چی مؤثر نه دی او بقاء نلري. اوښ چي ولاړ، زنګوله دي يی ورکه سي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک