No-IMG

د ارګ چارواکو او طالبانو!!!

دارګ چارواکوښه شوه چې تاسو له ډيرو هلو ځلو وروسته د بايدن د ليدلو فرصت ترلاسه کړ. تاسو امریکا ته روان ياست. فکر نه کوم له تاسو سره داسې پياوړئ استدلال او منطق شتون ولري چې په واک کې د پاتې کېدو ملاتړ ترلاسه کړئ. د حالاتو قابو کولو اخري فرصتونه مه ضايع کوئ. د سولې لپاره په ملي او سياسي اجماع جوړولو کې ناکام ياست، د سولې لپاره يوازي د ولس او نورو په قرباني حساب کوئ په خپله د قرباني ورکولو رغنده وړانديزونه نلرئ. هيله مو داده چې که څه هم اوس نا وخته ده، خو کيداى دا اخرى فرصت وي چې که ايتلافي/ موقت /عبوري او يا هم بې پرې موقتي ادارې ته په واک سپارلو سوله راځي نو د تاريخ په محکمه کې د مجرم پيژندل کيدو له پريکړې وړاندي دغه کار وکړئ. د بسيج مردمي په نوم د توکميزو او شخصي مليشو جوړولو تصور هم مه کوئ. دا به تر ټولو خطرناکه لوبه وي. نجيب همدغه سهوه وکړه چې له هوايي ډګر څخه را وګرزيده. له نظام څخه د ساتني په نوم د نظام دښمن هم وسله ترلاسه کولاى او سيستم ګواښلاى شي.

طالبانو!

د يوه دردمن افغان په صفت درته مخاطب کيږم.  سقوط او د سيمو نيول بريا نه ده. دلته مخکي هم سقوطونه شوي دي خو ستاسو په شمول هيچا بريا نه ده ترلاسه کړې. دلته ډير نظامونه نسکور شو خو هيڅ نظام په بشپړه توګه جوړ نشو. دا د پټي سر ده پټى شاته سورور ده. نور ډير کږليچونه او کنډوونه شتون لري. په اسلامي نظام کې افغانان هيڅ ستونځه نلري. دغه هدف ته په رسيدو کې درسره همغږي يو. مګر  پام مو وي چې اوسنى افغانستان ډير بدل شوى دى. له نورو احزابو اقوامو او پرګنو پرته تاسو ولسوالي حتى ولايتونه نيولاى شئ خو حکومت نشئ کولاى نظام نشئ جوړولاى سوله نشئ قائمولاى او هيواد نشئ مديريت کولاى.

د  مبهمو الفاظو او غوښتنو پر ځاى د واقعي اسلامي نظام خاکه ځانګړتیاوې او نورې غوښتنې په مشخص ډول وړاندې کړئ چې دقيقاً تاسو څه غواړئ. فکر مه کوئ چې يوازې تاسو ياست چي په ډګر کې لوبه کوئ. دلته د پردې ترشا او د پردې پرمخ نور خطرناک بانډونه هم شتون لري چې له فرصت  څخه په ګټه اخیستنې ګډوډي او وارخطايي جوړه، نظام وننګوي او د نسکوريدو لامل جوړ شي. همدا اوس هم له نظام څخه د فاع په نوم د وسلو د ويشلو خطرناکه لوبه روانه ده. په بشپړ باور سره درته وایم چې بيا يې جوړول ستاسو د وس او توان خبره نه وي، خو د پړې ګوته به تاسو ته نيول کيږي. په ولس باور وکړئ! سقوط او نيول اسانه خو جوړول او سوله ګران کار ده. ناکامي تجربې مه تکراروئ. له نورو افغانانو سره په ګډه داسلامي نظام د باعزته ژوند او د وران هيواد ابادي ته ملا وتړئ.

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک