مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي تېرو تجربو ښودلې، چې ملیشو کابل په کنډواله بدل کړ.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هممهال د جګړو شدت او د پخوانیو جهادي قوماندانو له خوا د ملیشو جوړولو ته په اشارې ویلي، چې نویمه لسیزه باید له یاده ونه ایستل شي ځکه، همدا ملېشې وې چې زرګونه ملکي افغانان یې ووژل او کابل یې په کنډواله بدل کړ.
بل لور ته د امریکا ملي راډیو ان پي ار په یوه راپور کې د افغانستان شمال کې د ملیشو جوړولو ته په اشارې ویلي که حکومت په تدبیر سره حالات کنټرول نه کړي پخواني جنګسالاران به افغانستان یوې تازه جګړې ته داخل کړي.
✒: د کابل په کوهدامن ولسوالۍ کې د امان الله ګذر سلګونه پلویان د طالبانو خلاف په وسلو سمبال شوې دي.
دوی ویلي اجازه نه ورکوي، څو طالبان د دوی سیمې ونیسي.
✒: ننګرهار او لغمان کې پشه يي ځوانانو د طالبانو پر ضد وسله را پورته کړېده.
پاڅون کوونکي، چې ډېری یې ځوانان دي وایي، چې له خپلې خاورې دفاع کوي، د امنیتي ځواکونو ترڅنګ دریږي او طالبانو ته خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
✒: د هرات په ګذره ولسوالۍ کې لسګونه کسانو او مجاهدینو په داوطلبانه توګه د امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی او د طالبانو خلاف یې وسله پورته کړې.
دوی وایي، چې له خپلې خاورې به دفاع کوي.
✒: احمد بشیر صميم د بدخشان نوی والي ټاکل شوی.
سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي،احمد بشیر صميم د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر د حکم پراساس ټاکل شوی دی.
له دې مخکې ذکریا سودا د بدخشان والي و، خو وروستیو کې یې یوشمېر ځايي ځلکو د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.
✒: د شاه وعروس بند د جوړېدو چارې تر شا وخوا یوې لسیزې وروسته بشپړې او د اوبو ذخیره کولو پروسه یې پيل شوه.
د اوبو تنظیم چارو اداره وايي، شاه و عروس بند د ۱.۲ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري؛ ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبوي او ۹ میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کوي.
✒: د کونړ ولایت پر مرکزي روغتون د طالبانو له لوري د هاوان توغول شوې مرمۍ لګېدلې،چې له امله یې روغتون اور اخېستی.
د کونړ ځایي چارواکي وایي،د هاوان دغه مرمۍ د روغتون په هغه برخه لګېدلې،چې اکسیجن پکې ساتل کېده.
د هاوان یوه بله مرمۍ په یوه کور لګېدلې،خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته.
✒: سرچینې مني، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اتو ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي.
سرچینې وايي، د پکتیا؛ سیدکرم، ډنډ پټان، احمد اباد، روحاني بابا او جاني خېلو ولسوالۍ، د بغلان خنجان، د زابل شملزي او د بدخشان خاش ولسوالۍ مرکز طالبانو ولکه کړی.
✒: ویدیو: محمد محقق، مشاور رییسجمهور در امور امنیتی و سیاسی که به شهر مزارشریف رفتهاست، میگوید که نظام خط سرخ سیاستگران است و همگام با آنان در برابر طالبان سلاح بر خواهد داشت.
آقای محقق در سفرش به مزارشریف، از مردم بلخ میخواهد که در برابر طالبان ایستادهگی کنند.
محمدمحقق در سفرش به مزارشریف، میگوید که به باور او جنگ طالبان بیشتر یک جنگ روانی است و واقعیت چیز دیگری است.
او میافزاید که نیروهای امنیتی برای دفاع از مردم آمادهگی دارند.
✒: وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۱ هزار و ۵۷۵ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۸۶ تن در یک شبانهروز گذشته، خبر دادهاست.
✒: د کندهار پولیس وايي، پرون ماښام میوند ولسوالۍ کې د ملکیانو په موټر چاودنه شوې.
د کندهار د پولیسو په وینا دې پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.
✒: ولسمشر غني نن د یو ویډیویي کنفرانس له لارې له والیانو او د ولایتونو له امنیه قومندانانو سره خبرې اترې کړې دي.ولسمشر غني د ګډې کاري فضا او دغه راز د ولایتونو په کچه د ملکي او نظامي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ مننه کړې او د یادو بنسټونو ترمنځ یې پر لاډېرې همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
✒: د کورنیو چارو نوي سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی چې اندېښنې به یې ډېر ژر رفع شي. د یاد وزارت ویاند طارق ارین د میرزکوال له قوله ویلي چې دوی د ټولنې له مختلفو اقشارو سره په اړیکه کې دي او ټینګار کوي چې طالبان به په هیڅ ځای کې خوندي ځای ونلري.
✒: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي چې هېواد یې له پوځي لارې د افغان بحران د حل پلوي نه کوي. محمد ابراهیم طاهریان دا څرګندونې نن د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. هغه زیاته کړې چې ایران به د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
✒: خلوصی آکار وزیر دفاع ترکیه(بازدید هیت آمریکایی): برای امن و رفاه مردم افغانستان به تماسهای خود برای رایزنی درباره لزوم ادامه حضور نظامی ما در این کشور ادامه می دهیم.
✒: د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند سعید خطب زاده ویلي چې دوی د افغانستان اندېښمنوونکی وضعیت څاري. دده په خبره روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او ددې جدي اړتیا ده چې روان تاوتریخوالی کم کړل شي او ښکېل لوري د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي.
✒: د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا په پام کې لري چې پر ویچټ او ټیکټاک باندې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي. د چین نړیوالې راډیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند جاو لي جیان له قوله ویلي چې امريکا پر سم لوري روانه ده او دغه کړنه يې يو مثبت ګام دی.
✒: نامتو امریکایي سناتور لینډسي ګراهام ویلي چې ولسمشر جو بایډن د افغانستان مسئله کې پاکستان ته شا کړې ده او د عمران خان له مکررو هڅو او تماسونو سره سره یې له نوموړي سره اړیکه نه ده نیولې.
✒: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېوا د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې درنه چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
✒: د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې امریکا په افغانستان کې د یو باثباته حکومت په جوړولو کې پاتې راغلې ده. نوموړي ویلي، احتمال لري چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې بیا پیل شي او دا چاره به د دې سبب شي چې ډله ییز مهاجرت او ګاونډیو هېوادونو ته افراطیت خپور شي.
✒: په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفلیډ په تازه څرګندونو کې ویلي چې نړۍ په افغانستان کې د اسلامي امارت راګرځېدل او یا د طالبانو له لوري د داسې حکومت رامنځ ته کېدل په رسمیت نه پېژني چې هغه د زور له لارې جوړ شوی وي.
✒: ترکي او امریکايي چارواکي د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه خبرې کوي.
د ترکیې ددفاع وزارت کې سرچینو ویلي چې په نږدې ورځو کې به یو امریکایي پلاوی ترکیې ته لاړ شي او هلته به د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پر امنیت له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.
