No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏رحمت الله نبیل وایي، د طالبانو لاس ته د ولسوالیو د پرلپسې لوېدو عاملان هغه کسان دي د محلي اردو په نامه یې خیالي تشکیلات رامنځ ته کړي.

د ملي امنیت پخواني رییس پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي ټولې هغه ولسوالۍ چې طالبانو نیولي لومړی هغه ځایونه نیول شوي، چېرته چې خیالي پوستې موجودې وې.

‏رحمت الله نبیل ویلي، د وروستیو ماتو مسوولیت امنیتي او دفاعي سرتیرو ته نه بلکې هغو مسوولو کسانو ته ورګرځي چې په مجللو ماڼیو کې ناست دي، خیالي تشکیلات یې رامنځ ته کړي او ددې وضعیت د مهار لپاره هیڅ پلان نه لري.

: ‏د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور  له پرونۍ کړې ژمنې سره سم له بهر څخه نن د مزار شریف ښار ته رسیدلی دی، نور پرون ویلي وو چې ژر به بلخ ته ځي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې رهبري به پر خپله غاړه اخلي.

: ‏برید جنرال اجمل عمر شینواری د ولسمشر د حکم پر اساس د امنیتي او دفاعي سکتور د نوي ویاند په توگه وټاکل شو.

مسوولان وایي د ملی دفاع وزارت ویاند او د کورنیو چارو وزارت ویاند به د امنیتي او دفاعي سکتور د ویاند د معاونینو په توگه دندې تر سره کوي.

: ‏وسله والو طالبانو د هیواد په شمال کې(شیرخان بندر) ترخپل کنترول لاندې راوستی.

طالبانو ادعا کړې،چې نن سهار یې د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې له تاجکستان هیوادسره پر ګډه پوله(شیرخان بندر) نیولی او هلته شته سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي دي.

افغان حکومت تر دامهاله په اړه څه نه دي ویلي.

: در ادامۀ جنگ میان نیروهای دولتی وطالبان، ادارۀ  چندین ولسوالی میان دوطرف دست به دست شده‌اند.

هرچند حکومت از پس‌گیری  ولسوالی‌های بلخ ولایت بلخ، علی آباد کندز و دوشی بغلان خبر می‌دهد اما منابع محلی می‌گویند که گل تپه، علی آباد و چهاردره کندز، بغلان مرکزی ونهرین بغلان، خماب و قرقین جوزجان، جغتوی میدان وردک، لجه منگل و احمد خیل پکتیا، شاه جوی زابل، میوند کندهارو چوره ارزگان، سیزده ولسوالی یی اند که دریک شبانه روز گذشته به دست طالبان افتاده‌اند.

همزمان جنگ در شهرهای کندز، میمنه، تالقان، پلخمری و سرپل نیزادامه دارد.

: ‏وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۲ هزار  و ۲۰۲ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۷۳ تن در یک شبانه‌روز گذشته، خبر داده‌است.

: ‏افغان حکومت وایي، طالبانو یوه سیمه هم په زور نه ده نیولې او د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پلان نیولی.

: ‏د ولسمشر غني په مشرۍ د هېواد عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره امنیتي غونډه جوړه شوه.

ارګ وايي: «د غونډې ګډونوالو د امنیتي وضعیت د ښه والي او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې د ولسي بسیج د ملاتړ په اړه خپل لیدلوري څرګند او د جمهوریت د واحد صف پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ

: ‏تر عطا محمد نور وروسته، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود له سیاسي رهبرانو غوښتي چې باید د افغان امنیتي ځواکونو او پاڅونوالو ترڅنګ درېدو لپاره د جګړې ډګر ته لاړ شي.

: ‏په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن خبریالانو ته وویل چې،له ولسمشر غني سره به امریکا ته د سفر پر مهال د ملي مصالحې د مشر عبدالله عبدالله تر څنګ لومړی مرستیال امرالله صالح هم ملګری وي.

: ‏د افغانستان برېښنا شرکت وایي، سالنګ کې د برېښنا پایو د رغولو په هدف به ددرې ورځو لپاره وارداتي برېښنا قطع شي.

 ‏برېښنا شرکت وایي، د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي کارکوونکو د ارزونې له مخې، د پایو اساسي نصب او د مزیو د غځولو د چارو د ترسره کولو په هدف د وارداتي برېښنا جريان به د ۷۲ ساعتونو لپاره قطع وي.

: ‏اردوغان: در سالجاری با رسیدن به رقم 200 میلیارد دلار در کل صادرات، منتظر ثبت یک رکورد جدید هستیم.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه از طریق ویدئو کنفرانس در مراسم تزریق فاز سوم واکسن کووید-19 ساخت داخل در بیمارستان شهر آنکارا شرکت کرد.

وی در این مراسم نام واکسن کرونای ملی را تُرکوواک (TURKOVAC) اعلام کرده و افزود: ترکیه با آغاز فاز سوم تست انسانی واکسن بومی کرونا وارد دوره جدیدی در این زمینه می‌شود.

اردوغان در ادامه تصریح کرد: این واکسن که با همکاری دانشگاه ارجیس و انیستیتوی سلامت ترکیه وابسته به وزارت بهداشت تولید شده در حال حاضر به پیشرفته‌ترین مرحله رسیده است.

وی ضمن اشاره به عملکرد موفق ترکیه در روند مبارزه موثر با شیوع کرونا و واکسیناسیون به همراه چین و آلمان، گفت: طی چند هفته آینده کل جمعیت بالای 18 سال کشور زیر واکسینه می‌شوند.

: ‏د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن پوسټ ته ویلي امریکا او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري. دده په وینا امریکا هم غواړي افغانستان کې دایمي ثبات، سوله او پرمختګ رامنځ ته شي او پاکستان هم د همدې چارې غوښتونکی دی.

: ‏امریکا غواړي چې په منځني ختیځ کې ځينې نظامي اډې تشې کړي او تر څنګ یې راکټ ضد دفاعي سیستمونه هم ور ټول کړي. راپورونه وايي چې امریکا دمګړی له عراق، سعودي عربستان، کوېټ او اردن ځینې دفاعي سیستمونه، الوتکې او خپل زرګونه کسان امریکا ته لېږدولي.

: ‏امریکا وایي له بهره له افغان ځواکونو سره د مرستو پر ارزونه بوخت دي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي امریکایي جنرالان د افغانستان وضعیت هره ورځ ارزوي او په دې بوخت دي چې څنګه وکړی شي له بهره له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

: ‏ملګري ملتونه وايي تېر کال له شاوخوا ۸۵۰۰ ماشومانو په جګړو کې د سرتېري په توګه ګټه اخیستل شوې ده. ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې لا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې وسله والې ډلې په خپلو لیکو کې ماشومان ګوماري او وسلې ورکوي.

: ‏څلور چکي سرتېري د یوه افغان په وژلو تورن شوي دي. د چکي رسنیو د راپورونو له مخې یوه افغان په ۲۰۱۸ز کال کې په هلمند کې یو چک سرتېری وواژه چې وروسته یې ځان تسلیم کړ، خو د چک او افغان سرتېرو له لوري د تحقیقات په اوږدو کې سخت شکنجه شوی و چې وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه.

: ‏وروسته تر هغه چې د شمالي کوریا په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي وویل چې شمالي کوریا له امریکا سره د اټومي وسلو په اړه خبرو ته لوالتیا ښودلې، د شمالي کوریا د رهبر خور ویلي چې له پیونګ یانګ څخه د امریکا دا ډول توقع یوه تېروتنه ده.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لانیز ویلي چې په افغانستان کې له روان بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار د خبرو مېز ته بېرته راګرځېدل دي.

: ‏د امریکا دفاع وزارت وایي،که افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام وکړي،ممکن د سرتیرو اېستلو بهیر ورو شی.

د امریکا دفاع وزارت ویاند ویلي،امریکایي پوځي چارواکي له افغانستان څخه د ځواکونو د اېستلو چټکتیا او د سرتیرو د اېستلو بهیر څاري او له وضعیت سره سم اقدام کوي.

: ‏هندوستان ټایمز ورځپاڼه وایي هندي چارواکو په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.

‏دغې ورځپاڼې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د قطر د ځانګړي استازي مطلق القحطاني له قوله ویلي دا فکر باید ونه شي چې طالبان به په راتلونکې کې پر ټول افغانستان واک وچلوي خو ټینګار کوي چې دا ډله د دغه هېواد په راتلونکې کې مهم او کلیدي رول لري.

‏د هندي چارواکو د لیدنې خبر وروسته تر هغه ورکول کېږي چې د هند د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو اوونیو کې دوه ځله دوحې ته تللی او د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې اترې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک