افغانان به بلاخره متحد کيږي ان شاءالله
ليکوونکی: شهید
افغانان دا یقني ګني او داسي کلک باور لري چي امریکا او متحدینو ېې کلکه پریکړه کړی چی له افغانستان څخه به وځی.
دا پریکړه د امریکا په کور د ننه او بهر کښی د خپلی اجنډا پر مخ وړلو لپاره یو ناشنونی تصمیم یا پریکړه هلته و ګڼل شوه، چی امریکا او د هغوی د نړی پرمخ تللو متحدو هیوادونو نژدی تر ۲ تریلیونه ډالره په افغانستان کښې مصرف کړل. او همداسی ، د نړی پرمختللي عصری اصلحې هم په دې هیواد کښی په کارواچولې. دنړی او د کور د ننه تر ټولو لوړو دسیسیه جوړونکوو فکرونو د دوی لپاره شپه او ورځې سباه کړې. همداسی ، د نړی تر ټولو لویو او مشهورو رسنیو شپه او ورڅ د دوی لپاره نشرات وکړل ، دې د ټولو مهارتونو سره سره په افغانستان کشی د هیوادوالو د خوشۍ حکومت جوړ نه شو کړاې، او هیوادوال نا امیده، سپک بی عزته او په فکری، روحی او جسمۍ لحاظ یۍ دیر شدید وځورول او یا یۍ هم ځوروۍ.
دۍ د ټولو دلیل دا وه، چۍ هغوۍ غوشتل چی داسی یوه اداره په افغانستان کښی را مینځته کړی، چی لیبرالۍ خوند په کشۍ اوچت او برعکس عقدوۍ، د افغانانو په ارزښتونو ولاړ بنسټونه یا معیارونه بلکل پکشی مړه وۍ، د نظامی او سیاسی پلوه، د دوی د خوشۍ او د ګټو لپاره حاضر او په خدمت کشۍ وۍ. چې دۍ فحشا، رشوت، فسق او وندګیرو په موتور ویۍ باندی یعنی (M) قیر سرکونو باندی په اخری ګیر کشۍ په خه سفید باندی روان وۍ، او بیا د افغانستان ځمکه، خلک، منابع او هوایی او ځمکني سرحدات د افغانانو نه او د دوۍ د حاکمیت یا نظر لاندی او یا هم په خدمت کښېی وساتی.
که څه هم، د نړیوالو اریکو له پلوه، تیری پر افغانستان یوه دیره جنایې او حقوقی مسله ده، او هیځ کله به قانونی بڼه ورنه کړل شی، خو باور داسی کیږي چی د امریکا د ننه فشار او بیساری لګښت ریس جمهور ترمپ دی ته اړ کړو، چی د وتلو لپاره د مشرتابه یو توافق په امریکا کښی رامینځته کړیۍ.
ومن الله توفیق
