No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏عطامحمد نور، به‌نماینده‌گی از جمعیت اسلامی، از احزاب سیاسی خواسته‌است تا برای دفاع از کشور نیروهای‌شان را بسیج کنند.

آقای نور در پیامی در فسبوکش، از حکومت نیز خواسته‌است که امکانات لازم و به موقع را در اختیار نیروهای بسیج ملی قرار دهد.

: ‏مردم در تخار، بلخ، بادغیس و بغلان برای جنگ با طالبان مسلح شده‌اند.

: ‏ریاست‌جمهوری در یک خبرنامه می‌گوید که رییس‌جمهور غنی صبح امروز با رهبران سیاسی و جهادی کشور دیدار کرده‌است و شرکت کننده‌گان این نشست تأکید کردند که روند صلح اولویت جمهوری اسلامی افغانستان است و "تمام گام‌های بعدی در این روند، با تفاهم و اجماع لازمی برداشته خواهند شد."

‏ریاست‌جمهوری می‌افزاید که در این نشست همچنان تأکید شد که "صف واحد و اجماع قوی سیاسی برای تحکیم صلح و ثبات، استحکام نظام جمهوری و حمایت از نیروهای امنیتی کشور امر حتمی و ضروری بوده و از حمایت قوی مردمی از نظام جمهوری برای تحکیم ثبات، استفادۀ اعظمی صورت گیرد."

: ‏وزارت صحت عامه از ثبت ۱ هزار و ۸۴۷ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا و مرگ ۷۸ بیمار ویروس کرونا در یک شبانه روز گذشته در سراسر کشور، خبر می‌دهد.

: ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د بشري سرچینو او مالي رییسان او د استخدام امر، له واکه ناسمې استفادې او غیرقانوني کړنو په تور ونیول شول.

: ‏د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري د بېروت نړۍوالو سیالیو کې د ژېړو دوه مډالونه وګټل.

منصوري خپل د فلسطین او ازبکستان سیالان مات کړل.

بېروت کې دې سیالیو کې د ۴۴ هېوادونو ۲۴۹ لوبغاړو ګډون کړی وو.

: ‏د ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه د مزار شریف ښار کمربند کې شتون لري.

تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې چې طالبان د مزارشریف دروازې ته رسیدلي دي.

: ‏ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو او خلکو د تخار ولایت پر رستاق ولسوالۍ د طالبانو برید له ماتې سره مخ کړی او ادعا کوي چې د نښتو په پایله کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال "ابو یوسف" په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

: ‏نظام الدین قیصاري وایي سیاسي مشران او حکومتي چارواکي دې د تېښتې پرځای د خپلو خلکو ترڅنګ ودریږي.

قیصاري وایي وروستیو کې د ټول افغانستان په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت خراب شوی، خو ځیني سیاسي مشران بهر کې په معیشیت کې ژوند لري او بحرانی وضعیت کې یې خپل خلک یوازې پریښي.

نظام الدین قیصاري وایي سیاسي مشرانو او حکومتي چارواکو ته تېښته د حل لار نه ده او باید په نره له خپلو خلکو دفاع وکړي.

: ‏د طالبانو په لاس د ولسوالیو پرلپسې تر سقوط وروسته په زیاته کچې وسلې او مهمات هم ددغې ډلې لاس ته ورځي.

په هغو تصویرونو کې، چې پر ټولنیزو پاڼو ښکته او پورته کیږي لیدل کیږي، چې طالبانو تخار کې په زیاته پیمانه وسلې، چې حتی په موټر کې یې بار کړي دي نیولي.

: ‏د طالبانو مشر خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې، څو غنیمت خیانت نه کړي او تسلیم شویو کسانو باندې ظلم ترې ونه شي.

د طالبانو مشر په یوه پیغام کې ددې ډلې لاس ته د ولسوالیو ورتګ په تړاو ویلي، چې طالبان دې د کبر او غرور احساس نه کوي، غنیمت کې دې خیانت نکوي او د ملکي تلفاتو مخه دې ونیسي.

: ‏افغان دولت د ترکيې لخوا د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د امنيت ساتلو څخه هرکلی کوي.

‏د افغانستان دبهرنيو چارو وزیر  ويلي، افغان دولت د ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د ترکيې لخوا د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر د امنيت له ساتلو هرکلی او ملاتړ کوي او دا کار کابل کې د نړيوالو د ډيپلوماټيک حضور او له افغانستان څخه د ناټو او نړيوالو مرستو د دوام لپاره ضروري بولي.

‏حنيف اتمر وايي، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر امنيت ساتلو برخه کې ترکيې سره د پاکستان د مرستو په اړه سؤ تفاهم شوی ترکيې د امنيت برخه کې نه بلکې د افغان سولې برخه کې د پاکستان د مرستې غوښتنه کړې ده.

‏د ترکيې لخوا د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر امنيت ساتلو په اړه د افغان حکومت هرکلی داسې مهال دی چې تردې وړاندې طالبانو ويلي و افغانستان کې د هيڅ هيواد نظامي حضور ورته د منلو نه دی.

: ‏د لومړي ځل لپاره له متحده عربي اماراتو څخه، د افغان مسافرو د سپرلۍ یوه الوتکه د خوست په هوایي ډګر کې راښکته شوه.

آریانا افغان هوایي شرکت وایي،دغه الوتکه له دوبۍ څخه په یوه مستقیم پرواز کې د خوست په نوي هوایي ډګر کې راښکته شوه.

‏دا لومړی ځل دی چې د خوست ـ متحده عربي اماراتو ترمنځ مستقیمه الوتنه ترسره کیږي.

: ‏د زابل له شینکۍ ولسوالۍ وروسته،د دې ولایت له سیوري ولسوالۍ هم د ملي اردو یوکنډک سرتیري را ووتل او ټول پوځي مهمات یې طالبانو ته پریښي.

زابل کې ځایي سرچینو کابل نیوز ته ویلي،د ملي اردو د دې کنډک سرتیري کلات ښار ته رسېدلي،خو خپلې وسلې او پوځي وسایط یې طالبانو ته پرېښي دي.

‏دا په داسې حال کې ده،چې د ولسمشر مرستیال امرالله صالح له شینکۍ څخه د افغان ځواکونو وتل استخباراتي راز بللی و.

: ‏ولسمشر غني نن د افغانستان لپاره د بریتانیا د نوي سفیر لورینس برېسټو باورلیک ومانه.

‏ارګ وایي: «په دغو مراسمو کې ولسمشر غني د سولې پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله وې ویل، په افغانستان کې سوله او جګړه د سیمې د بل هر هېواد په پرتله پر پاکستان زیات مثبت او منفي اغېز لري او پاکستان باید خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي.

: ‏شاهین قول اردو ادعا کوي چې شمال زون لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول مولوی صبور مشهور په مولانا د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د هوایی برید پر مهال وژل شوی.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏د ننګرهار د رسنیو دفتر ادعا کوي چې تېره شپه په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبول شوی او د نښتو پر مهال ۲۵ طالبان وژل شوي او ۳۰ ټپيان دي.

طالبانو د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.

سرچینې وایي، اریوب ځاځیو ولسوالۍ مقام، امنیه قوماندانۍ او سرحدي کنډک طالبانو ونیول او دا مهال پر ډیورنډ کرښه ګوي او سپینه شګه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستو او تاسیساتو سخته جګړه روانه ده.

امنیتي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏لوګر-ماین چاودنې د ښاروالۍ ۳ کار کوونکي ټپیان کړي.

ځايي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا ۱۰  بجې د مرکز پل علم اړوند شېروازې سیمه کې د ښاروالۍ د خدماتي کارکوونکو پر موټر، چې کثافات یې لېږدول چاودنه شوې، چې له امله یې

 د ښاروالۍ ۳ کار کوونکي ټپیان شوي دي.

: ‏د ولسي جرګې رییس، میر رحمان رحماني: هېواد په حساس امنیتي وضعیت کې قرار لري، ټول افغانان باید په ګډه له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

هغه وايي، حکومت باید ولسي پاڅون کوونکي په سمه توګه مدیریت کړي.

: ‏بلخ کې د ځینو ولسوالیو د سقوط خبرونو خپریدو سره جوخت، په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهیم زاده ویلي چې دی هم له کابل څخه بلخ ته رسیدلی او غواړي د طالبانو پر ضد جګړه کې خپله ونډه واخلي.

: ‏د ولسي جرګې غړو په هېواد کې د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده او امنیتي ادارې یې په بې کفایتۍ تورنې کړې دي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال د جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا هم د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

: ابراهیم رئیسی، رئیس‌جمهور جدید ایران در اولین نشست خبری خود با خبرنگاران داخلی و خارجی در پاسخ به سوال خبرنگار تلویزیون دولتی چین درباره روابط با این کشور تصریح کرد: طرح جامع (25 ساله) به عنوان یکی از اسناد میان ایران و چین است و آن را اجرایی خواهیم کرد.

: ‏په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي چې د پاکستان دښمن په افغانستان کې دی، پاکستاني حکومت ته په کار ده چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي.

: ‏ډیلي بیسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یو راپور خپور کړی دی. په راپور کې راغلي چې امریکا په افغانستان کې خپلې پوځي اډې په پټه تړي او رسنۍ ورباندې نه خبروي.

: ‏ګارډين ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه راپور کې ویلي چې د دغه هېواد راتلونکې روښانه نه ده. که څه هم ناټو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او تمویل ژمنه کړې ده خو راپور کې د کارپوهانو له قوله ویل شوي چې دا ډول څرګندونې یو ډول په شاتګ دی.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپانې د پنټاګون د یو شمېر چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي و،د امریکایي قراردادیانو له ملاتړ پرته د افغان ځواکونو الوتکې د اغېزمنتوب له اړخه څو میاشتې هم دوام نه شي پیدا کولی ویلي؛ د امریکایي ځواکونو له وتلو سره به افغان پوځ له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د ایغور مسلمانانو په اړه ځکه څه نه وايي، چې په وینا یې چین د پاکستان د سختو شیبو ملګری دی، او په سختو شرایطو کې یې د دې هیواد د نجات لپاره دانګلي دي.

‏عمران خان له اکسیوس امریکايي نشريې سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د ایغور مسلمانانو په اړه پر چین په ښکاره اعتراض نه کوي، ځکه چین د پاکستان د سختو ورځو ملګری دی.

‏عمران خان وايي: «د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو لکه سوریه، لیبیا، فلسطین او افغانستان کې وګورئ څه تیریږي، ایا زه د هرځای په اړه غږ پورته کړم؟» نوموړی وایي دی یوازې پر خپل سرحد تمرکز کوي او هغه د کشمیر خلک دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک