No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏هارون الرشید چې 6 ورځې مخکې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال ټاکل شوی وو نن بیرته له دندې ګوښه او پر ځای یو وار بیا ایوب سالنګي د لومړي مرستیال په توګه خپله دنده له سره پیل کړې.

: ‏چهارتن ازمعیینان تازه وزارت امورداخله معرفی شدند.

سترپاسوال عبدالرحمن رحمن به صفت معیین ارشد امور امنیتی،وحیدالله کلیمزی به صفت معیین مبارزه علیه مواد مخدر، مل پاسوال محمدفرید افضلی به صفت معیین تعلیمات و پرسونل وداکتر نقیب‌الله فایق به حیث معیین پالیسی و استراتیژی تعیین شده اند.

: ‏قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس، ملاعبدالغني برادر وایي، د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه شته پوښتنو ته یوازې په بین الافغاني مذاکراتو کې ځواب موندل کیدای شی.

‏ملاعبدالغني برادر د روانو سیاسي تحولاتو په اړه په یوه لیکنه کې ویلي،په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو په داخلي قربانیو، خود ګذريو او یو بل منلو پوري اړه لري؛ ځکه چې د نفاق جنګ او مقابلې په صورت کې مثبت پرمختګ ناشونی دی.

‏ملا برادر وایی طالبان ژمن دي،چې له نورو اړخونو سره د متقابل احترام په فضا کې پر مخ ولاړ شي او د يوه داسې نوي سياسي نظام په اړه هوکړې ته سره ورسيږي،چې د ټولو افغانانو غږ پکې اورېدل شوی وي.

‏نوموړی وایی،طالبان نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي،چې په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ډيپلوماتانو او د بهرنیو خیریه مؤسسو کارکوونکو ته به ددوی له لخواهېڅ ډول خطر نه متوجه کېږي.

: ‏فرشاد نور، کپیتان تیم ملی فتبال افغانستان با قرارداد یک‌ساله به تیم فتبال "ال‌حله" بحرین پیوست.

فرشاد نور قرار است با پایان مصدومیتش، برای شرکت در تمرینات این تیم راهی این کشور شود تا در فصل جدید رقابت‌های لیگ بحرین این تیم را همراهی کند.

: ‏ادارۀ تنظیم امور زندان‌ها از آغاز روند تطبیق واکسین کرونا برای زندانیان خبر می‌دهد.

این اداره می‌گوید که تاکنون چهارهزار تن از کارمندان و زندانیان زندان‌های کابل و ۱۸هزار تن از کارمندان و زندانیان زندان‌های ولایت‌های کشور واکسین کرونا دریافت کرده‌اند.

: ‏وزیران خارجۀ افغانستان، ایران و ترکیه در پایان نشست سه‌روزۀ شان، در یک اعلامیۀ مشترک بر دریافت راه‌حل سیاسی، برقراری آتش‌بس و نیز تقویت و گسترش همکاری‌های سیاسی- اقتصادی میان این کشورها تأکید کرده‌اند.

: ‏بلخ کې دوه پولیس افسران وژل شوي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، د نهمې حوزې اړوندو کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو دوه پولیس افسران عیدالقسیم او عبدالرسول وژل شوي دي.

: ‏د کاپیسا پولیس وايي، چې د محمودراقي ښار د دویمې امنیتي حوزې، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې امر، عبدالنصیر ګلبهاري ووژل شو.

د پولیسو په وینا، ګلبهاري تېره شپه پر پوستو ګرځېده چې په نښه شو.

: ‏فضل‌الدین عیار، والی ولایت پروان می‌گوید که "صدها" تن از باشنده‌گان این ولایت در حمایت و پشتیبانی از نیروهای امنیتی، شب گذشته به درۀ غوربند رفتند.

این در حالی‌ست که طالبان روز گذشته بر چندین ولسوالی در این ولایت، حمله کرده بودند.

: ‏د دفاع وزارت نوي سرپرست وزیر جنرال بسم الله محمدي پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي، دفاع وزارت چمتو دی چې ټول امکانات او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

: ‏عبدالحق شفق د سرپل والي ټاکل شوی دی. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې، عبدالحق شفق د ولسمشر غني د یو فرمان له مخې د سرپل د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دښمن د بریدونو د دفعې او پلانونو شنډولو په موخه هر اړخیز او قاطع اقدامات وکړي. د ارګ د معلوماتو له مخې، نوموړي دا څرګندونې د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ غونډې ته په خبرو کې کړې دي.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۹۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۹۳ کسان مړه شوي او ۵۲۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره ښايي لا ډېر افغانان بېکوره شي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې په هېواد کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د کډوالۍ او بېځایه کېدو کچه مخ په ډېرېدو ده.

: ‏پاکستان دې طالبان د تاوتریخوالي کمولو او سولې ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د اسلام اباد رول مهم بللی دی او پر دغه هېواد یې غږ کړی دی چې خپلې رښتینې همکارۍ و نه سپموي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسوشییټید خبري آژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا د افراطیت سره د مبارزې او په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره افغانستان ته راغله، خو د ۲۰ کالونو په تېرېدو، د دغو دواړو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې.

‏پخواني ولسمشر دغه راز ویلي: «موږ به د هغوی [نړیوالې ټولنې] له نظامي شتون پرته ښه واوسو. زه فکر کوم چې موږ باید د خپل هېواد دفاع په خپله وکړو... د دوی شتون موږ ته هغه څه راکړل چې موږ یې اوس لرو... د افغانستان لپاره دا غوره ده چې دوی ووځي

: ‏د پکتیا لجه منګل ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري ورسېدل، خو په احمدخیلو ولسوالۍ کې د ملي اردو یو بېز د طالبانو لاس ته ولوېد.

سرچینې وایي، ساعت وړاندې د څمکنیو له لارې لجه منګل ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري ورسېدل او دا مهال د ولسوالۍ پر ودانۍ سخته جګړه روانه ده.

: پلیس اسرائیل امروز یکشنبه طی بیانیه‌ای اعلام کرد: 11 فلسطینی به اتهام حمله به نیروهای اسرائیلی در شهرک دیرالاسد منطقه الجلیل در شمال این کشور ( سرزمین‌های اشغالی 48) بازداشت شدند.

بر اساس این بیانیه، بازداشت افرادی که به پلیس اسرائیل در الجلیل حمله کردند، ادامه خواهد یافت.

نظامیان اسرائیل شب گذشته به شهرک دیرالاسد الجلیل در سرزمین‌های اشغالی 48 یورش برده و یک فلسطینی را زخمی کردند. در واکنش فلسطینیان به سوی پلیس سنگ پرتاب کردند و همچنین 2 خودروی پلیس را به آتش کشیدند.

: مولود چاووش‌اوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه در یک نشست مطبوعاتی در چارچوب مجمع دیپلماسی آنتالیا با اشاره به طرح حضور ترکیه در افغانستان و تامین امنیت فرودگاه کابل،‌ گفت: دولت افغانستان نیز با این موضوع موافق است. تا زمانی که نیاز داشته باشند در آن کشور خواهیم بود. البته این تنها به معنای حضور نظامی ما در افغانستان نیست.

وی با بیان اینکه ترکیه امنیت فرودگاه بین‌المللی کابل را در چارچوب مأموریت پشتیبانی قاطع ناتو به عهده می‌گیرد، افزود: با تصمیم ایالات متحده برای عقب نشینی، متحدان دیگر نیز در حال خروج از افغانستان هستند و ماموریت پشتیبانی قاطع ناتو در حال پایان است. اما امنیت فرودگاه کابل برای افغانستان بسیار مهم بوده و دروازه افغانستان به جهان است.

: ‏امریکا د ایران وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې خواشینوونکې بللې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي، له بده مرغه د ایران ستره برخه نفوس یو ځل بیا د رایې له حق محروم شو. د ویاند په خبره په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټيټه وه.

: ‏پاکستانی حکومت وایي چې پر ډيورنډ د اغزن سیم د لګولو پروژه ۸۸ سلنه بشپړه شوې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ددغه هېواد ملي اسمبلې ته د خبرو پر مهال ویلي چې دوی پر دغه کرښه د اغزن سیم لګولو ته ادامه ورکوي او ژر به یې چارې بشپړې شي.

: ‏د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثیانو ضد نړیوال ایتلاف وایي چې دغه الوتکې له چاودېدونکو توکو ډکې وې او حوثي یاغیانو غوښتل په بېلو برخو کې یې په مرسته بریدونه وکړي خو موخې ته تر رسېدو مخکې ددوی له لوري په نښه شوې او له منځه وړل شوې دي.

: ‏د بښنې نړیوال سازمان د ایران د نوي ولسمشر د جرمونو د پلټلو غوښتنه کړې ده. د بښنې نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي چې ابراهیم رییسي په ایران کې په غیر قانوني اعدامونو او د سیاسي مخالفینو په وژلو کې لاس لرلی دی او په دې برخه کې په جرمونو تورن دی.

: ‏امریکا په افغانستان کې د جګړو له امله له بې ځایه شویو کورنیو او کرونا ناروغۍ سره د لا ښې مبارزې په موخه د ۲۶۶ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

: ‏امریکایي او ترکي چارواکو پر افغانستان ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د ډيپلوماټیک حضور پر دوام خبرې کړې دي. اسټین د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو پر ارزښت ټینګار کړی او د سولې او ثبات په برخه کې یې د ترکیې همکارۍ د قدر وړ بللې دي.

: ‏لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ویلي چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت لا ډېر ترینګلی شي. ورځپاڼه کاږي، د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته به کندهار چې د طالبانو تاریخي مرکز دی له جدي امنیتي ګواښ سره مخ شي.

: ‏د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا برید په داسې مهال شوی دی چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ سیمې ته په عملیاتو وتلي وو.

: ‏د اسراییل نوي لومړي وزیر نفتالي بنت ویلي چې دوی به د ایران د شومو موخو پر وړاندې خپلې مبارزې ته د وام ورکړي. نوموړي چې نن یې په اسراییل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د ایران د ولسمشر په توګه د ابراهیم رییسي ټاکل کېدل نړۍ ته د بیدارۍ وروستی پیغام دی.

: ‏چین هیواد په افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي څو ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې مېشتو چینايي اتباعو ته سپارښتنه کړې چې په دې هیواد کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو له امله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي او‌ خپل هیواد ته ستانه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک