ولې افغانستان کې وزیران سرپرست دي او زر زربد لیږي؟ٔ!
تر اوسه د کورنیوو چارو د وزیرحیات الله څومیاشتې هم پوره شوې ندي له کورنیو چارو وزارت ولاړاود کلیو د پراخیتا وزارت سرپرست وټاکل شو،حیات الله حیات لا تراوسه خپل مامورین اودفترهم نه سم وه پیژندلي اونه یې هم لا د کورنیوچارووزارت هغه ټیټ اوجیګ پیژندلي ول چې بل وزارت ته منقل شو.
بل طرف بسم الله محمدي چې څو وراره د کورنیواو د فاع وزیرهم پاته شوی یوځل بیا د د فاع وزیرټاکل څه معنی؟ پخوایې څه لاسته راوړنی لرلي وابل اوس هم لوی درستیز اود د فاع سرپرست وزیر جنرل محمد یاسین (ضیاء) موجودوه د هغه برخلیک څه شو.
بل طرف اسدالله (خالد) چې د د فاع وزیروه اوبیرته خارج ولاړاوبیاراغی اوبیرته بیا خارج ته ولاړولي له اول نه استعفی نه وه کړې او افغانستان دومره موده ولي پرته له ددفاع له وزیره وه؟.
بل طرف عبدالستار میرزکوال ملکی سړی دی که نظامي چې د کورنیو چاروسرپرست وزیروټاکل شواوپدې برخه کې څومره تجربه لري اوهغه داچې له نظامی جنګونوپرته افغانستان کې جنایې پيښې زښته زیاتې دي چې مهارکول به یې اسان نه وي.
افغانستان کې دوزیرانوګومارني څوک کوي؟
۱- پارلمان یې کوي.
۲- دمشرانوجرګه یې کوي.
۳- ریس جمهوریې کوي.
۴-بهرنیان یې کوي.
۵-څومحدود کسان لکه (صالح،محب،فضلي،اشرف غني) یې کوي.
