No-IMG

کمونیستان پروتوکولیان د ملی اردو اصلی قاتلین

ابوبکر لغمانی

 

 دهر اشغال پښو ته پریوتی کمبیه غلام کمونیستان دخپلو بادارانو پر مټ نه غواړي افغانستان دې له ریښتینو ملي ځواکونو برښمن وي

کله چي روسان له افغانستان نه په وتو مجبور شوه یو داسې لاس پوڅې بل واک عقدوي کمونیستان يي په واک پریښودل چي دمجاهدینو سپيڅلي صفونه بدنام کړي روسانو خپل پروتوکولیان له کمونستانو سره یوځای دښارونو ویجاړولو ته وهڅول پیلوټان،توپچیان او ټانکسان هغه کمونستان وه چي خدای او رسول يي نه منل همدوي بی رحمه بمباري په ملکي وګړو پيل کړی کلی يي ويجاړ کړل ښارونو کې يي لوټ تالان پيل کړ  د نجیب ترڅنګ راتاوو پرچميانو دجګړې قومانده پرغاړه لرله ولسوالیو پر لپسی پریخودل کېدې ریښتینو مجاهدینو نه د ولسوالیو تعميرونه سیزل نه له دښمن نه پاتی شوي وسايل خو اوس برعکس

روسانو تصمیم ونیو که دا اوردو جهادی ډلو له لوری جوړ اسلامی حکومت ته همداسې منظمه په لاس ورشي په داصلاحاتو په راوستو به افغانستان دسیمی په کچه فعال امنیتی ځواکونه ولری همدا وه روسانو دامریکا په رضایت دجبل سراج ننګین تړون ته پرچميان پروتوکولیان رامات کړل هغه پخوانی کمونستان ه واک کې پاتې شوه د ملی تأسیساتو په ویجاړیو يي پيل وکړ غوره مثال يي له مزار او باګرام نه په شینډنډ او خوست کې د ملي اردو جنګي الوتکو بمبارول وه دکابل ګارنیزیون قومندانی یو کمونیست پشنګي جنرال بابا جان چي مستقیم د روسانو له ملاتړه برخمن وه په غاړه لرله د دوی همدا وظیفه وه چي چيرته هم ټانکونه او الوتکی وي هغه به يي بمبارولي

اوس هم کټمټ هغه وضعیت دې ولسوالی نیول کیږی په عامو ملکی وګړو بی رحمه بمباري کيږي له پاکستان سره په یوه پټه معامله کې دې همدې اوردو په سرنوشت لاسلیک کیږي کنډکونه له جګړې پرته پریښودل کیږي له تجهیزاتو سره بیا همدا تجهیزات بمباروي او ویجاړوي يي په قصدی توګه کنډکونه ولسوالی د محاصرې منګولو ته ورکوي د ملی اردو سربازانو معاشونو په نه ورکولو د دوي کورنی د فقر په ټغر کینول او خپله سربازان په سنګر کې وږې تګی محاصره پریخودل د دی فاسد حاکم او رستاړو له ملی اردو سره ښکاره دښمنی ده پدې شعارونو يي هغه دضمیر په رنځ اخته دوکه کیږی چي دبل په اخور رالوی او څری

داشرف غنی لمړی رستاړ دیوه کاذب ډيالوګ په نتیجه کې دولسواليو سقوطونه هم ډیر شوي او داطلاعاتی راز ویډیوګانې يي رسنیو ته په ان ټایم راوځي دکره شواهدو پر اساس ویلی شو غنی او رستاړي يي په یو منظم پلان سره غواړي ملی اردو بدنامه او  له منځه یوسي او د پاکستان فرمایش په غیر مستقیمه توګه ومنی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک