No-IMG

مصطفی کمال اتاترک څوک و؟

اتاترك له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په دښمنۍ کې سخت ترين انسان و، د پارک په هوټل کې و، چې د پارک مخې ته کوچني مسجد کې مؤذن اذان پيل کړ؛ اتاترک يو دم مخامخ نېږدې ملګرو ته مخ واړاوه او کړه يې:

څوک وايي چې موږ مشهور يو، زموږ به څه شهرت وي، دې سړي (رسول الله صلى الله عليه وسلم) ته وګورئ، څنګه يې وخت په وخت د نړۍ په ټولو جوانبو کې تکراراً نوم يادېږي

ماسوني (د صهيونيزم جاسوسي شبکې ته منسوب) مصطفى کمال اتاترک د وخت ستر طاغوت، د سيکولرانو پېشوا، د مزدورانو او خاينانو ايډيال، هغه چې د هر دين دښمنه شخص لپاره يو مثال ګرځېدلى، د اسلامي صف د څيرلو او په کې د تفريق او زبېښلو لپاره د ننوتلو د اقتدا وړ نمونه او په مجموع کې د خپل عصر تر ټولو پټ او مرموز مخلوق، چې هيڅوک به ددې لعين مجرم په کچه اسلام ته خطرناک او ځپونکى نوي ثابت شوى.

 

البته دا نشو ردولى، چې هغه وخت مسلمانان په کومو حالاتو کې ګېر وو، هغو حالاتو د داسې رټل شوي شيطان په ظهور کې ډېر قوي رول لوبولى. هغه خلافت ړنګ کړ، د اسلام دښمنه عناصرو لپاره يو بُت وګرځېد او طوافونه يې ترې کول. دا هماغه مصطفى کمال دى، چې په اتاترک (د ترکانو پلار) ملقب دى.

 

اتاترک ۱۸۸۱ز کال په سالونيک نومي ښار کې زېږېدلى. مور يې زبيده نومېږي؛ مور يې اتاترک د سالونيک يو دولتي کارمند ته منسوب کړى و، چې علي رضا نومېد (قانوني پلاروالى يې ثابت ندى). خپله اتاترک به ځان په سربي نسلونو پورې تاړه. نيکونه يې د دونما له يهوديانو دي، چې په باطن کې يهوديان وو، خو د اسلام څرګندونه يې د خلافت د ړنګولو او د مسلمانانو د عقایدو د فاسدولو لپاره کوله.

 

په ۱۹۰۰ز کال کې اتاترک له سالونيک څخه استانبول ته ولاړ؛ ترڅو هلته په حربي پوهنځي کې داخله واخلي. په ۱۹۰۴ز کې د جګړنۍ په رتبه فارغ شو. د خلافت لخوا په شام (دا وخت شام په خلافت پورې مربوط و) کې د پینځمې قول اردو په دېرشمه لوا کې د جګړن په توګه وګومارل شو؛ هلته يې هڅه وکړه، چې شام ته له راتبعيد شويو ترکانو يوه سري ټولنه جوړه کړي، ترڅو د پرمختګ او اتحاد له ګوند سره سيالي وکړي، خو ډېر سخت ناکام شو. د پرمختګ او اتحاد ټولو فعالينو په تېره انور باشا دده د لچکۍ او فحاشۍ له کبله سخته کرکه ترې کوله. اتاتورک نهايي هڅې پيل کړي ترڅو په يوه وسيله ځان مشهور کړي، چې بالاخره يې د پرمختګ او اتحاد په فعالينو کې ستورى وځلېد، نو په کال ۱۹۰۹ز کې د شوکت باشا له هغه پوځ سره يوځاى شو، چې له سالونيک څخه د استانبول په لور د سلطان عبدالحميد ثاني د بې واکه کولو په موخه روان شوى و او ليبيا ته له ايټالويانو سره د جنګ لپاره ولاړ. دا هر څه د يو راز تبليغي فعاليت لپاره؛ لېکن په لیبيا کې چې د واقعي جنګ په لومړي درَز کې څنګه له دښمن سره مخ شو، د وارخطا موږک په څېر يې تېښته وکړه.

 

د اتاترک سم شهرت له لومړي نړيوال جنګ وروسته پيل شو؛ کله چې د پرمختګ او تحاد ګوند اکثره فعالين د عثماني دولت د سقوط او جنګ کې د شتمنيو د ضايع کېدلو له کبله وتښتېدل، نو اتاترک ته لاره خالي شوه او نېکبختي يې دا وه، چې له نوي خليفه وحيدالدين سره يې د هغه له خلافت څخه مخکې پخه انډېوالي لرله، نو د لښکرو د عمومي مفتش رتبې ته يې اتاترک پورته کړ او پراخ صلاحيتونه يې ورکړل. همدا وخت و، چې انګرېزانو اړيکې ورسره ونښلولې او د خلافت په ړنګولو يې ګډ کار پيل کړ.

 

د انګرېزانو له مشهورې پاليسۍ سره سم د اتاترک د ځلولو كار شروع شو. قومي اتل، اروپا او برتانيې ته ستر خطر او هغه چټک زمرى چې ښکېلاک خوب او آرام ته نه پرېږدي؛ پدې صفاتو يې خلکو ته مطرح کړ.

 

اتاترک هم د خلکو د لا خطا ويستلو په موخه؛ اسلامي بڼوکې راښکاره کېدل، په ديني غونډو کې ويناوې او هر چېرته د خلافت په ملاتړ خبرې شروع کړې. سره لدې چې تر غوږونو پورې په زنا، فواحشو او شرابو کې غرق و.

 

پس له دې چې په ۱۹۲۷ز کال ترکانو په سقاريه کې يونانيانو ته ماتې ورکړه؛ اتاترک د اُمت قومي اتل او د هېواد بر حال واکمن شو. ملاتړو يې په پارلمان او محلي شوراګانو ولکه وکړه او له يو سلسله نظامي اجراﺀاتو وروسته د انګرېزانو په مټ وتوانېد، چې له خپلو ټولو مخالفينو ځان بېغمه کړي او سلطان وحيدالدین يې هغه وخت بدنام کړ، چې دده په لاس امضاﺀ شوي د سيفر د معاهدې بندونه يې خلکو ته ښکاره کړل؛ کوم چې سلطان د انګرېزانو تر فشار لاندې امضاﺀ کړي وو، ځکه هغوى د استانبول د اشغال ګواښ ورته کړى و؛ په دې توګه سلطان وحيدالدين مجبوراً خلافت پرېښود. په ځاى يې عبدالحميد مجيدثاني راغى، چې صرف درې ورځې يې حکومت وکړ، چې بيا اتاترک په ۱۹۲۴ز کال کې د عثماني خلافت لغوه او د ترکي جمهوريت قيام اعلان کړ. خپله ولسمشر شو، د اتاترک لقب يې خپل کړ او له خپلو انګرېزي بادارانو، په تېره هغه پټ استاد سره چې اکثره خلک يې نه پېژني «هخامه نعوم کبیر هخانی» هغه شخص چې د عثماني خلافت د ړنګولو په موخه يې د يهودي نقشې د عملي کولو دنده لرله؛ وفاداري شروع کړه، همدارنګه يې ترکيه کې په ټول زور د اسلام د ړنګولو کار شروع کړ. ترکيه کې د انګرېزانو تر بشپړ نظارت لاندې د ترکانو له اسلامي هويت څخه د بېلولو خطرناکه کارروايي پيل شوه،. د اوقافو او ديني مدارسو وزارت يې لغوه کړ، له جامعاتو څخه يې موزيمونه جوړ کړل، د حج او عمرې په سفرونو يې بندېز ولګاوه، حجاب او عربي حروف يې لغوه کړل، ترکان يې ترکي ژبپالنې ته اړ ويستل، د اونۍ رخصتي يې د عيسايانو په څېر د شنبې ورځې ته واړوله، خلک يې د غربي خوليو په پر سر کولو مکلف کړل، اخترونه او ديني مناسبات يې لغوه کړل او آذربايجان يې پر روسيې خرڅ کړ.

 

د خلکو پر آزاديو او سياسي مخالفتونو يې بندیز ولګاوه، رسنيو به صرف او صرف دده اتلولۍ، فتوحات او جعلي خبرونه خپرول، چې ټول به دروغ وو. په دې يې هم اکتفا ونکړه، بلکې عربي حروف يې لغوه او لاتيني حروف يې استعمال کړل او سکولرېزم يې د خپل هېواد لپاره يو نوى دين اعلان کړ. خلکو ته به يې په ويناو کې ويل:

هغه دوران تېر شو، چې اولس به په ټيټو طبقو پورې په ځانګړيو کلمو غولول کېده؛ لکه کربلا، د نبي عليه الصلاة والسلام لمسى، ايمان او قدس.

 

د اتاترک اخلاق:

لکه مخکې مو چې وویل اتاترک حرمونى(ولد الزنا) و. په يو روايت کې راځي، چې حرمونى شرالثلاثه يعنې په درې و کې بدترين (مور، پلار او دى) وي، مطلب دا چې کله د مور او پلار په عمل شي، بيا له هغو تېر وي. دى هم لچک، فاسق او بې حده زيات شراب خور و، چې په آسانه به نه را په سد کېدو. دى له رنډيو سره په زنا مشهور و او دا هر څه به يې ښکاره کول. د معشوقو په اړه خو يې چې څومره غواړې؛ غږېداى شې. خپله خارجه وزيره توفيق رشدي به يې هم د شهوت لپاره کاروله. دېرش پېغلې يې په لور والي نيولي وې، څو چې ژوندۍ وې، پوره مقدارونه يې ورته رسول؛ دوى به هم په محافلو کې تقريباً لوڅې ورته نڅېدلې او نادره دا چې د قصر خادمانو ته به يې د ښځو کالي ور واغوستل او په شرابو مست به ورسره نڅېده.

اتاترک بې حده زيات بې زړه او وارخطاﺀ انسان و رښتيا هم چې څوک له الله عزوجل ووېرېږي؛ الله عزوجل به ټول خلک ترې ووېروي او څوک چې له هغه ونه وېرېږي؛ هغه به يې له هر چا ووېروي.

 

له رسول الله صلى الله عليه و آله و صحبه وسلم سره د اتاترک دښمني:

اتاترك له رسول الله-صلى الله عليه وسلم سره په دښمنۍ کې سخت ترين انسان و، د پارک په هوټل کې و، چې د پارک مخې ته کوچني مسجد کې مؤذن اذان پيل کړ، اتاترک يو دم نېغ په نېغه نېږدې ملګرو ته مخ واړاوه او کړه يې:

څوک وايي چې موږ مشهور یو، زموږ به څه شهرت وي، دې سړي (رسول الله صلى الله عليه وسلم) ته وګورئ، څنګه يې وخت په وخت د نړۍ په ټولو جوانبو کې تکراراً نوم يادېږي” بيا یې امر وکړ، چې دا مناره ړنګه کړئ!

 

د اتاترک بده خاتمه:

اتاترک په خپل ځان ډېر وېرېده، ځکه خو یې ستر ستر طبيبان په ځان راټول کړي وو، خو بيا هم ترڅو چې يې د ينې (ځګر) رنځ د استسقاﺀ حالت ته ونه رسېد؛ طبيبان نه وو پوه، چې دى د ينې تکليف لري. مجبور و، چې د نس له لارې په ستن اوبه کش کړي. وروسته الله تعالى د زهري(siphilis = د جنسي اړيکو له لارې پيدا کېږي) په مرض هم اخته کړ، ځکه ډېر عياش او فحاش و. د مرګ په رنځورۍ کې الله تعالى په کوچنيو سرو حشرو اخته کړ، چې په سترګو به نه ليدل کېدل، خو دى به يې ګراوه او سکونډه، حتى د هغو سفيرانو او مشرانو په وړاندې، چې دده عيادت ته به راغلي وو. وروسته يې چې کله په مخ راښکاره شول، پته ولګېده چې دا هغه سره مېږتانه دي، چې صرف په چين کې پيدا کېږي، سبحان الله! له چين څخه تر ترکيې! الله عزوجل ددې هلاکېدونکي مجرم د رسوايۍ لپاره رالېږلي وو، کوم چې هلاکېږي او په ۱۳۵۸ قمري کال د تاريخ آشغال دانۍ ته ځي.

له مرګ وروسته يې پر جنازه اختلاف کېږي، رئيس الوزراﺀ وايي بايد ونشي، خو مقابل لوري ته يې د پوځ مشر پر کولو ټينګار کوي، چې بالاخره يې د د اوقافو مدير شرف الدين آفندي، کوم چې تر اتاترک ډېر خبيث او بد و، د جنازې لمونځ کوي. عربي متل دى چې «کله کارغه د قوم لارښود وي؛ نه به خپله کامياب شي او نه قوم»

عجيبه دا چې اتاترک په خپله وصيت نامه کې د برتانيې سفير د ولسمشرۍ لپاره ټاکلى و، چې له ده وروسته دې هغه چارې پر مخ بيايي؛ په دې توګه يې انګرېزي بادارانو ته ثابته کړه، چې تر پايه در سره وفاداريم!حبا

کاپی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک