مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان لپاره د ترکیې له نوي سفیر جیهاد آرگینآی سره کتنه کې د افغان سولې او افغانستان او ترکیې ترمنځ پر اړیکو بحث او خبرې کړې دي.
✒: عطاجان حقبیان، رییس شورای ولایتی زابل با پخش یک ویدیو کلیپ در صفحۀ تویترش، ادعا کردهاست که طالبان کاروان نیروهای دولتی را از یک پوسته ولسوالی شینکی این ولایت بدون هیچگونه درگیری بیرون کردهاند.
در ویدیو دیده میشود که طالبان این نیروها را همراهی نیز میکنند.
✒: وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۲ هزار و ۳۱۳ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۱۰۱ تن در یک شبانهروز گذشته، خبر دادهاست.
✒: عادلشاه عادل، سخنگوی پولیس بلخ میگوید که طالبان با استفاده از یک تانک پر از مواد انفجاری میخواستند که بر قوماندانی پولیس ولسوالی دولتآباد این ولایت حمله کنند که در ۵۰ متری ساختمان قوماندانی پولیس، شناسایی شده و تانک شان نابود شدند.
سخنگوی پولیس بلخ افزود که این رویداد نیمههای شب گذشته در نزدیکی ساختمان فرماندهی پولیس دولتآباد رخ داد که در نتیجۀ آن، غیر نظامیان آسیب دیدهاند.
✒: د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي, د زابل له شينکۍ ولسوالۍ د امنيتي سرتيرو د وتلو څرنګوالۍ يو استخباراتي راز دی او اړتيا نشته پدې وخت کې د بيان ازادۍ تر نامه لاندې دا راز افشا شي تر څو دښمن له هغې زياته ګټه پورته کړي.
✒: د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوال وايي، چې دې ولسوالۍ ته څېرمه د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د امریکايي اډو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
✒: ولسمشر اشرف غني د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسون سره په ټلیفون خبرې کړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د بریتانیا صدراعظم د افغانستان له امنیتي ځواکونو او د سولې له پروسې د خپل هیواد له ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، ولسمشر غني په دې خبرو کې د افغانستان سوله او ثبات کې د بریتانیا رول کلیدي بللی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ ګډ ارزښتونه د افغانستان د سولې پروسې کامیابیدو کې مرسته کوي او افغانستان کې سوله په سیمه کې سوله ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بریتانیا د لوی درستیز لخوا هڅې پيل شوې څو د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې پياوړې شي او ددواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو سند لاسلیک شي.
✒: د وارداتي برېښنا یوه بله پایه د سالنګ په ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله زیانمنه شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي،د روښنايي دښمنانو یوځل بیا د سالنګ ولسوالۍ د هیجان په سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه پایه تېره شپه لس بجې د څلورو ماینونو په واسطه والو زوله خو د شرکت په وینا پایه په بشپړه توګه نده ړنګه شوې.
✒: د حزب اسلامي د رهبري شورا غړي همایون جریر کابل نیوز ته په خبرو کې هغه خبر رد کړ چې گواکي ددغه گوند مشر گلبدین حکمتیار په کرونا ویروس مصاب شوی.
تردې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې داسې خبرونه نشر شوي وو چې د حزب اسلامي مشر پر کرونا ناروغۍ اخته شوی.
✒: ۲۱۵ میوند قول اردو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د درې مهمو قومندانانو په ګډون د ۱۸ طالبان د وژلو او ۲۳ طالب وسله والو د ټپي کولو ادعا کوي.
له بلې خوا، طالبان بیا په ګرشک ولسوالۍ کې د یو شمېر سیمو د نیولو ادعا کوي او وایي چې ګڼ شمېر سرتېرو ته یې مرګژوبله هم اړولې ده.
✒: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر پرمهال د دې هېواد له بهرنیو چارو وزیر مختار تیوبردي سره کتلي.
دواړو لوریو په دغه کتنه کې د علمي همکاریو، غذايي امنیت، د افغان ځواکونو پر تجهیز، د ګډو څو اړخیزو کارونو پر پای ته رسولو او پر یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.
✒: نن د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ طالبانو سقوط کړه.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی صبغت الله سیلاب وایي چې دغه ولسوالۍ له تېرو درې کالونو راپدیخوا د طالبانو لخوا محاصره وه چې نن سقوط شوه.
فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې لسګونه کلابند سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي.
دولتي چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
✒: د سرپل ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیاله نسیمه ارزو د کرونا ویروس له امله وفات شوه.
هغې د سرپل ولایت د ښځو چارو رییسې په توګه هم دنده ترسره کړې او له تېرو څو میاشتو یې د دغه ولایت د ټولنیزو چارو د مرستیالې په توګه دنده اجرا کوله.
✒: ټاکل شوې چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د آنتالیا په ناسته کې د ګډون په موخه نن ماښام ترکیې ته لاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، ښاغلی اتمر به دغه راز د ترکیې، ایران او افغانستان په درې اړخیزه غونډه کې هم برخه واخلي.
✒: پاکستان له افغانستان سره د ۵۰۰ بالونونو اکسیجن او یو شمېر نورو طبي وسایلو مرسته وکړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې دغه مرستې نن کابل ته روارسېږي.
✒: فراه کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۵ ملکیان وژل شوي، ۱۰ ټپيان دي.
سرچینې وايي، پېښه تېره ورځ انار درې ولسوالۍ کې رامنځته شوې او په وینا یې د هاوان دغه مرمۍ د حکومتي ځواکونو له لوري توغول شوې ده.
ځايي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې روان ۲۰۲۱ میلادي کال کې تر نیم میلیون ډېر افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یادې ادارې په خبره،د روان کال له پیله تر اوسه ۵۰۹۵۰۱ بې اسناده افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته راغلي دي.
✒: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وایي، چې له څو ورځو را پدېخوا یې د ملي لوبډلې له نورو لوبغاړو سره یو ځای تمرینونه پیل کړي دي او هڅه کوي چې لوبډله سختو سیالیو ته چمتو کړي. شهیدي زیاته کړې،ډاډه دی چې د خپلو لوبغاړو پر مټ به د نړۍ هرې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
✒: د هرات په اوبې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسي یو شمېر امنیتي سرتېري د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د کلابندو سرتېرو د کورنیو غړو نن په دغه ولایت کې د ولایت مقام مخې ته اعتراض کړی دی او وایي، سرتېري په ډېر بد وضعیت کې قرار لري، نور تجهیزات څه چې ان د ډوډۍ پر ځای د ونو پاڼې خوري.
✒: ښايي طالبان د ارزګان ولایت ونیسي. اي بي سي نیوز استرالیايي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي هغه ولایت د سقوط له شدید ګواښ سره مخ دی چې استرالیايي ځواکونو پکې پوره لس کاله ماموریت ترسره کړی و.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه طی سخنانی در مراسم افتتاحیه نشست سران و نخستوزیران کشورهای روند همکاری کشورهای جنوب شرقی اروپا در آنتالیا گفت: تا زمانی که اتحادیه اروپا ترکیه را بهعنوان یک عضو کامل نپذیرد، به اهداف خود برای تبدیل شدن به یک مرکز جذب و قدرت نخواهد رسید.
وی ادامه داد: خواهان به نتیجه رسیدن تلاش صبورانه و قاطعانه ترکیه برای عضویت در اتحادیه اروپا که علیرغم مواجه با تمامی رفتارهای ناحق از نیم قرن گذشته ادامه دارد، هستیم. انتظار داریم اتحادیه اروپا هرچه زودتر از شر نابینایی استراتژیک خود خلاص شود و روند الحاق را در چارچوب یک برنامه مثبت پیش ببرد.
اردوغان اظهار داشت: ترکیه در زمینه انرژی نیز یکی از مهمترین شرکای اروپا است. خط لوله انتقال گاز طبیعی ترانس آناتولی «تاناپ» مثل اینکه در تمام اروپا است، امنیت انرژی جنوب شرق اروپا را نیز تحکیم میکند. بهدنبال بهرهبرداری از خط لوله ترانس آدریاتیک، کریدور گازی جنوبی نیز به چهارمین شریان اصلی برای انتقال گاز طبیعی به اروپا تبدیل شده است.
رئیسجمهور ترکیه افزود: جریان ترک نیز تا حدی که در ترکیه است، به تامین امنیت انرژی و توسعه اقتصادی جنوب شرق اروپا نیز کمک میکند.
✒: د امریکا د کانګریس پخواني غړي ډانا روهرا باکر ویلي په افغانستان کې د پاکستان پر شل کلنه جګړه او لاسوهنه سترګې نه شي پټېدلی خو اوس ددې وخت دی څو دغه هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي او دا ډاډ تر لاسه شي چې دوی به په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.
✒: د مذاکراتو او سولې لپاره ځانګړی شوی وخت مخ په خلاصېدو دی. د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ددې اړتیا ده چې بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه په دې برخه کې ډېر ځنډ رامنځ ته شوی او ځانګړی شوی وخت هم مخ په خلاصېدو دی.
✒: د امریکا د کانګریس غړو بایډن ته خبرداری ورکړی چې باید د افغان ژباړنو په وینو خپل لاس سره نه کړي. د امریکا د کانګریس غړي مایکل والټز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن دې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۱۸ زره افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې پروسه چټکه کړي.
✒: چک جمهوریت د افغان ځواکونو د روزنې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې له افغانستان چک ته تللي پلاوي ویلي چې د چک جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي دي او پر بېلو مهمو مسایلو یې خبرې کړې دي.
✒: واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې د ځواکونو وتلو په اړه د بایډن پرېکړې اروپایي متحدین په څلورلارې کې درولي دي.
✒: د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له انبيسي ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې روسیه له چین سره دوستانه اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او د چین پر ضد د غربي هېوادونو په اړوندو کړنو او پروګرامونو کې ګډون نه کوي.
✒: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له بروکسل څخه انقرې ته تر ستنېدو وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي چې ده په زغرده د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ویلي چې دوی د S400 سیسټم له پېرلو لاس نه اخلي نو غوره ده چې نور د دې موضوع له امله پر ترکیه فشار رانه وړي.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، بایډن ته یې په افغانستان او عراق کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو له لوري د ملکیانو وژنه وریاده کړې او ورته ویلي یې دي، د یو واده پر مراسمو برید کې د ۱۲۰ کسانو وژل کېدو ته په پام خپله ووایه چې قاتل څوک دی؟
