د الله ج په خاطر د افغان ولس وژل، ځورول، او لوټول پریږدئ؟
دا ولس ډير کړیدلی او ځوریدلی دی، د الله ج په خاطر نور یې وژل، ځورول، او لوټول پریږدئ،؟
راشئ په ګډه داسلامی ورورولۍ په چوکاټ کې ورته خدمتونه وکړئ!
مخکینۍ تیرې شوې هیرې کړئ، جګړو او شخړو، نه څه جوړ کړل اونه جوړیږي،؟
دا چې د پردیو د ګټو لپاره خپل ولس قرباني کوئ دافغان ولس سره غدر، دوکه، خیانت او تاسى پاست چى د پردیو د ګټو مسبب ګرځۍ،؟
راځۍ ټول له هیواده د بهرنیو لاسونو د پرې کولو او غوڅولو لپاره سره یو خوله او یو موټی شئ، که په خداى باورى ياست دې انصاف او عدل شعار لاندی د ولس په دې ژورو ټپونو د مرهم پټۍ کیږدي.
اوس هم ددې چانس شته چې په یوه ټغر سره را ټول شۍ،؟
کنه نو:،،،،،،بیابه اوسنۍ وخت هم در سره ملګرتیانه کوی ، لکه دى مچ لاسونه به موږۍ اووخت به در نه تير وي!!!
(دکړيدلى ٶلس لاسونه،
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ او
ستاسى ګريوانونه)
ربه توفیق
