مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د جهادي او سیاسي شخصیت محمد امین وقاد جنازه کابل کې ترسره شوه.
محمد امین وقاد چې تیره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو، جنازه یې نن کابل کې ترسره شوه او ټاکل شوې چې ننګرهار ولایت ته انتقال او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
✒: عبدالصبور قانع د هرات د نوي والي په حیث وټاکل شو.
دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي،د دې ادارې د وړاندیز او د ولسمشر دحکم پراساس،عبدالصبور قانع د نظامي رتبې په حفظ سره د هرات ولايت د والي په توګه وټاکل شو.
نوموړي له دې مخکې دکورنیو چارو وزارت د معیین په حیث دنده ترسره کوله.
✒: په ننګرهار ولایت کې په درېیو جلا جلا پېښو کې یو واکسیناتور وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
د ننګرهار والي وایي،نن سهار په جلال اباد ښار او خوګیاڼیو ولسوالۍ کې پر واکسیناتورانو بریدونه شوي،چې له امله یې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
✒: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس یو زر او ۶۴۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په یاده موده کې دغه راز ۷۸ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي هم دي.
✒: د ملي امنیت شورا ویاند، مولوي رحمت الله اندړ: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنه دوام کوي.
✒: د فراه امنیه قومندانۍ ویاند، فاروق حضرتي وايي، ناپېژاندو وسله والو فراه ښار کې د امید حبیبي په نوم یو مدني فعال او روغتیا پال په ډزو وژلی.
امید حبیبي په یوه خصوصي روغتون کې دنده لرله او پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.
پر نوموړي د برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.
✒: نیمه نخست رقابتهای مقدماتی جام جهانی ۲۰۲۲ و جام ملتهای آسیا ۲۰۲۳، میان تیمهای افغانستان و هند بدون گول پایان یافت.
✒: عبدالله عبدالله رییس شورای عالی مصالحه ملی می گوید که "رهایی پی در پی ولسوالیها از سوی نیروهای امنیتی جزء از پلان منظم نیست و ادعاهایی مبنی بر اینکه گویا از روی یک پلان به طالبان واگذار میشود درست نیست."
آقای عبدالله میگوید که عوامل متعدد باعث میشوند که نیروهای امنیتی ولسوالیها و مناطق را رها کنند.
به گفتۀ او، "با وجود اینکه سقوط پی هم ولسوالیها، نگرانیهای را در میان مردم ایجاد کرده است، اما مردم از نیروهای امنیتی خویش حمایت میکنند."
✒: یوه سرچینه وايي، د زابل د مېزانې ولسوالۍ د ولسوال حکمت الله اخلاقي پر موټر چاودنه شوې.
د سرچینې په وینا دا پېښه نن په کلات ښار کې شوې او ولسوال اخلاقي ژوبل دی.
✒: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا اتلس زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي. د یاد وزارت په خبره، یادو کورنیو د جګړو، وچکالۍ او بې وزلۍ له امله له خپلو سیمو کډې کړي دي.
✒: د روسیې هېواد د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه چې تر مخه د روغتیا نړیوال سازمان ته سپارل شوې وه نن افغانستان ته رسېدلې ده. عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت مشرتابه ژمن دی چې دغه کېټونه په شفاف او عادلانه توګه روغتیایي مرکزونو ته ووېشي.
✒: اردوغان و علیاف روسای جمهور ترکیه و آذربایجان "بیانیه شوشا" را امضا کردند
در بیانیه شوشا تاکید شد که افتتاح کریدور زنگزور که ترکیه و آذربایجان را به یکدیگر متصل میکند و خط آهن نخجوان-قارص سهم مهمی در تحکیم روابط خواهد داشت
طرفهای بیانیه شوشا به نقش مهم ترکیه در فعالیتهای مرکز مشترک ترکیه-روسیه در اراضی آزاد شده از اشغال تاکید کردند
بیانیه شوشا: آذربایجان برای پایان دادن به حمله 30 ساله ارمنستان و آزادسازی سرزمینهای اشغالی، حمایت ترکیه را گرامی میدارد
بیانیه شوشا: طرفها در صورت بروز تهدید یا حمله به استقلال یا تمامیت ارضی هر یک از آنها توسط کشور ثالث کمک لازم را به یکدیگر ارائه خواهند کرد.
بیانیه شوشا: طرفین برای حل و فصل مسائل امنیتی و ثبات منطقهای و جهانی مشترکا تلاش خواهند کرد.
✒: د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ ناوخته په کوټه کې یوې چاودنې د پوځ څلور عسکر وژلي دي. د خبرپاڼې له مخې، دا چاودنه د دغه ښار په مارګټ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځ موټر په ګزمه له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.
✒: نشنل انټرسټ خپرونې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو په اړه د ترکي چارواکو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت او طالبان دواړه د ترکي پوځیانو حضور نه غواړي.
✒: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکولسن چې پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی وایي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې باید د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزونو په منلو سره بېرته پیل او پر مخ لاړې شي.
✒: امریکایي سناتور جېمز اینهوف وایي، چې باید د دوحې هوکړې تر عملي کېدو پورې یوه ډله امریکایي پوځیان افغانستان کې حضور ولري. دې سناتور دغه راز د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنونکی بللی او ټینګار یې کړی دی چې بایډن باید پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
✒: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د سولې کیلي په پاکستان نه بلکې په کابل کې ده. کابلوف له دویچه ویله سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، په هغه صورت کې د افغان سولې کیلي په کابل ده چې افغان دولت له طالبانو سره اساسي مذاکرات پیل کړي.
✒: چک جمهوریت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره د خپلو هر اړخیزو مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی. د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک ویلي چې هېواد یې له افغانستان څخه سرتېري وباسي خو ټینګار کوي چې افغانستان به هیڅکله یوازې پرېنږدي.
✒: جو بایدن، رییسجمهور امریکا در پایان نشست سران ناتو در بروکسل، اعلام کرد که آنان توافق کردند تا تعهد دیپلماتیک، اقتصادی و بشردوستانۀ شان را به مردم افغانستان و پشتیبانی کشورهای عضو ناتو از نیروهای امنیتی افغان، پایدار خواهد ماند.
✒: د ناټو په سر مشريزه کې د امريکا ولسمشر افغانستان سره ډيپلوماټيکو، اقتصادي او بشري مرستو په دوام ټينګار وکړ.
✒: د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي ، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر امنیت ساتلو کې غواړو پاکستان هم راسره وي.
د ترکيې ولسمشر چې بروکسل کې یې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره ترلیدنې وروسته خبریالانو ته خبرې کولې ویلي، ترکیه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر امنیت ساتنه کې د پاکستان او هنګري هیوادونو د ښکیلتیا غوښتونکې ده.
نوموړي همدا راز ویلي، ما د امریکا ولسمشر ته خپل نظر څرګند کړ، که ناټو له افغانستان څخه تر وتلو وروسته غواړي ترکیه افغانستان کې پاتې شي نو د امریکا لو جستیکي او ديپلو ماتیکې مرستو ته اړتیا ده.
