افغانستان ته د زلمی خليلزاد وروستی ناکام سفرونه
زلمی زابلي
دا دوه کاله کیږې چه خلیلزاد د افغان سیاسی مشرانو سره په جلا جلا توگه د هر سیاسی مشر سره په تکرار مصنوعی لیدنې کوی، خو ملت مظلوم خبر هم ندی، ملت حیران دی چه دا په نوم سیاسی مشر ته دا صلاحیت چا ورکړ چه د یوه بهرنی جاسوس سره په پټه او دوامداره ملاقات کوی او بیا ملت ته قطعا معلومات هم نه ورکوی، مهمه داده چه پایله یی هم صفر ده
څو مهمی پوښتنی دی :
لمړی ؛ خلیلزاد ولی دا ټول مهم سیاسی مشران په یوه ورځ او یوه ټاکلی ځای کی نه راټولوی چه مخامخ ورسره خبری وکړی تر څو افغان سیاسی مشران د یو بل د نظرونو څخه خبر سی، او خلیلزاد خپل د امریکا د دولت پریکړه ورته بیان کړی
دوهم؛ دا سیاسی مشران ولی خپله دومره سوچ نکوی چه خلیلزاد مو په کوم دلیل او منطق د جاسوسانو په شان جلا جلا ملاقات کوی؟، باید موږ خپل منځ کی سره کښینوو دا رازونه سره شریک کړو چه دا امریکایې شیطان هر یوه ته څه وایی؟؟
ښه مثال یی د افغان انگلیس په لمړی جګړه کی تیر شوی چه مجاهدینو به د مکناټن او نورو انگریزانو خبری په خپل منځ کی سره شریکولی چه هر یوه ته یی څه ویلی دی؟ تر څو چه د مجاهدینو مشران د مکناټن په شیطانت آگاه سول، مکناټن یی د نورو انگریزانو د مشرانو سره د پل محمود خان سیمی ته د خبرو لپاره را دعوت کړل او مخامخ یی مکناټن ته د هغه د دوه مخی پالیسۍ او شیطانت بیان وکړ، وروسته یی په همغه تفنگچه وواژه چه مکناټن غازی سردارمحمد اکبر خان ته ډالۍ ورکړی وه
دریم ؛ د حکومت مشران دا مکلفیت او مسولیت لری چه سیاسی مشران ټول د یوی اجماع لپاره راټول کړی، د ټولو سیاسیونو د نظریاتو په رڼا کی یوه ملی طرحه آماده کړی د ملت سره یی شریکه کړی، وروسته خلیلزاد ته همدغه واحده ملی طرحه په مخکی کښیږدی، حکومت دا صلاحیت او مسولیت لری چه خلیلزاد نور دداسی شیطانت او بی اتفاقۍ خپرولو څخه منع کړی،
حکومت دا حق او صلاحیت لری چه اعلان وکړی چه د حکومت د اجازی پرته هیڅ سیاسی شخص نشی کولای چه بهر ملکونو ته سفر وکړی او د افغانستان دسرنوشت په هکله ملاقات ولری، د هیواد د بهرنی سیاست پلی کوونکی ځواک یوازی حکومت دی
خو متاسفانه اوس اکثریت سیاسی مشران د خلیلزاد په جلا لیدلو د شرم په ځای حتی فخر کوی چه ګواکی زما سره خلیلزاد وکتل خو د لیدلو ثمره او گټه یی درک نلری چه ملت به ددی لیدنی څه فایده وکړی
د حکومت مشران د ملی ګټو د خوندیتوب، د ځمکنۍ بشپړتیا او ملی حاکیمیت د تامین په عوض، په مصنوعی کارونو اود امریکا او انگریزانو په خوشحالولو ټول وخت تیر کړ، ځینی وخت خو د حمدالله محب صاحب لخوا په امریکا کی دننه مصنوعی اختلاف هم راپورته کیږی، ګواکی موږ د امریکا د کړنو او پالیسۍ سره اختلاف لرو؟؟
چه دا ډول مصنوعی اقدامات په افغانانو کی اوس رسوا سوی دی
او یا د پاکستان او انگلیس سره په ارگ کی دیوه اړخه، د امنیتی توافق لیک خبری کیږی او پاکستا ن دیورند لیکه ټول په اغزن تار خپل کړ، خو د بله طرفه بیا حکومت د پاکستان ددی اقدام په خلاف تر اوسه ملگرو ملتونو ته شکایت ونکړ؟؟
خوًوروسته بیاپاکستان ته مصنوعی اخطارونه ورکول کیږی، یعنی څه؟؟؟؟؟؟؟!
حکومت تر اوسه یو ټاکلی او مدون بهرنی سیاست او کړنلاره نلری چه د همدغه بهرنی سیاست په رڼا کی د نړی د ټولو هیوادونو په ځانگړی ډول د همسایه ملکونو سره خپله لاره تعقیب کړی، علت یی دادی چه د بهرنی سیاست په طرحه او آماده کولو کی د غربی استعمار تاوان دی ځکه نو حکومت دا اقدام په تیرو شل کلونو کی ندی کړی
اوس وخت راغلی چه نور حکومت د غرب او شرق د ملاتړ او چاپلوسۍ په ځای خپل ملت ته مراجعه وکړی، د جگړی د ختمولو لپاره، دملی اجماع د تشکیل په منظور په حقیقی ډول د ملت څخه مرسته وغواړی تر څو د دولت ملاتړ قوی شی او د یوی واحدی طرحی په درلودلو اویوه ټاکلی کورنۍ او بهرنی سیاست په جوړولو سره، د خپل ملت او وطن دفاع وکولای سی
که داسی ونکړی دا هره ورځ د څو کسانو په تغییر، تبدیل، منفک او مقررۍ باندی نور دا وړی نه شړۍ کیږی
د خلکو زور د خدای ج زور دی
یاهو
