د اسرایېلو نوی لومړی وزیر وپېژنئ
لمر شرفزوی
د اسرایېلو پارلمان دوه ورځې وړاندې د ۶۰ مواقفو او ۵۹ مخالفو رایو په کارولو نفتالي بینیټ لومړی وزیر کړ او د بنیامین نتنیاهو حکومت یې ړنګ کړ. بنیامین نتنیاهو شاوخوا ۱۵ کاله د اسرايېلو د لومړي وزیر په توګه درې دورې مشري وکړه. لومړۍ دوره یې له ۱۹۹۶ز تر ۱۹۹۹ز پورې وه. د اسرایېلو ۴۹ کلن نوی لومړی وزیر نفتالي بینیټ د حکومت د ښي اړخي سیاسي ګوند مشر دی. ویل کېږي بینیټ سخت دریځه سیاستوال دی او د نیول شوي فلسطین پر خاوره د یهودي ودانیو د جوړېدو پلوي دی.
نفتالي بینیټ په ۱۹۷۲ز کال کې د مارچ په ۲۷ په حیفا کې زېږېدلی. د بینیټ مور او پلار د امریکا له کلیفورنیا ایالت څخه اسرایېلو ته کډوال شوي امریکایان دي. که څه هم بینیټ په یوه سیکولر کورنۍ کې لوی شوی، خو دی د ځوانۍ پر وخت یهودي دین ته ورمایل شو او وروسته سخت دریځه یهودي ترې جوړ شو. مور او پلار یې تش په نوم یهودان وو، خو دی کامل سخت دریځه یهودي شو. بینیټ د ځوانۍ له پیل وروسته د اسرايېلو پوځ ته ننوت او په پوځ کې یې د پوځ د لیوا د قومندان تر کچې دنده ترسره کړې. لوړې زده کړې یې په بیت المقدس کې د حقوقو په څانګه کې کړي. له فراغت وروسته یې د لوړې ټیکنالوژۍ یو شرکت جوړ کړ. وروسته نیویارک ته کډه شو او هلته یې د سیوټا په نوم شرکت کې د اجرایوي مشر په توګه دنده ترسره کړه. په دې شرکت کې د درغلیو ضد سافټویرونه جوړېږي.
اسرایېلو ته له ستنېدو وروسته یې سیاست ته مخه کړه. د بنیامین نتنیاهو له لوري د پوځ لوی درستیز شو. هڅه یې وکړه، چې په لیکوډ ګوند کې شامل شي، خو د نتنیاهو له مېرمنې سره د اختلاف له امله په دې ګوند کې له ګډون منع کړای شو.
بینیټ د یهودانو کور په نوم ګوند کې ګډون وکړ او په ۲۰۱۲ز کال کې ددې ګوند مشر شو. د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې یې د خپل ګوند مشري وکړه او په پارلمان کې یې ۱۲ چوکۍ ترلاسه کړې. یاد سخت دریځه یهودي ګوند په خپل ۳۶ کلن ژوند کې داسې مشر نه و لیدلی، ځکه دی د ګوند لپاره ډېر هڅاند و او همدا لامل و، چې ګوند یې په لږه موده کې پرمختګ وکړ. په پارلمان کې د یهودانو د کور په نوم د بینیټ په مشرۍ د ګوند له زیاتې بریا وروسته دی د اقتصاد وزیر وټاکل شو، بیا د مذهبي چارو وزیر او وروسته د بهرنیو چارو وزیر شو.
په ۲۰۱۵ ز کې د نتنیاهو له لوري د دفاع وزیر په توګه د ټاکلو ژمنه ورسره شوې وه، خو نتنیاهو دغه ژمنه پوره نکړه، بلکې د ښوونې او روزنې وزیر یې وټاکه، خو بینیټ له دې دندې استعفا وکړه. نفتالي بینیټ یو سخت دریځه یهودي مشر دی، چې پر فلسطیني مسلمانانو یې د تشدد فکر په اوج کې دی.
