مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: فرانس پرس خبري اژانس خبر ورکړی چې د ناټو غړو هيوادونو په افغانستان کې د ناټو له نظامي ماموريت وروسته د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر پر تمويل هوکړه کړې.
✒: د ملي دفاع وزير اسدالله خالد بهر ته تللی دی.
اسدالله خالد بهر ته ترسفر مخکې د بېرته راتګ تر وخت پورې خپل ټول صلاحیتونه خپل لومړي مرستیال ته سپارلي دي.
ملي دفاع وزارت بهر ته د نوموړي سفر تائیدوي.
کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو له مخې اسدالله خالد اماراتو ته په سفر تللی دی.
ویل کیږي ولسمشر غني له ډېرې مودې راهیسې غواړي اسدالله خالد له دندې لرې کړي، خو ددې لپاره چې خالد د بهرنیانو ملاتړ له ځانه سره لري خپل کار ته یې دوام ورکړي، خو داځل ښایي بېرته خپلې دندې ته راستون نه شي.
✒: هارون الرشید شېرزاد د ایوب سالنګي پرځای دکورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی.
کورنیو چارو وزارت وايي، ددې وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د منظورۍ پر اساس هارون الرشید شېرزاد د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
✒: جهادي شخصیت او د هیواد جید عالم قاضي محمد امین وقاد د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
د نوموړي کورنۍ رسنیو ته تایید کړېده،چې محمد امین وقاد نن غرمه مهال د ور پېښې ناروغۍ له امله په خپل کور کې ساه ورکړې ده.
نوموړی له تیرو څو میاشتو راپه دې خوا له ناروغۍ کړېده.
ټاکل شوې چې د هغه جنازه سبا د کابل په عیدګاه مسجد کې ترسره او وروسته به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
✒: محقق: اختلافها بر سر ترکیب و صلاحیتهای شورای عالی دولت حل نشدهاند.
✒: د بادغیس والي حسام الدین شمس وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ طالبان وژلي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا، طالبانو د قادس د نیولو په تکل ددغه ولسوالۍ د مرکز په کلیو کې سره راټول شوي وو چې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شول.
✒: د ملي دفاع وزارت پخوانی مادي او تخنیکي مرستیال ډګر جنرال محب الله محب د البسې په تړونونو کې له خپلې دندې د ناوړه استفادې په جرم د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې لومړنۍ محکمې له خوا په ۹ کال بند محکوم شو.
د سترې مخکې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي دفاع وزارت د پېرولو پخوانی رییس ډګر جنرال عبدالرحمان غوري هم، د البسې په تړونونو کې د خپلې دندې له واکونو د ناوړې استفادې په جرم په شپږ کاله او اتو میاشتو بند محکوم شو.
✒: وزارت دفاع ملی در یک خبرنامه میگوید که بازار ولسوالی خان آباد ولایت کندز، دوباره به تصرف نیروهای امنیتی، در آمد.
خبرنامه میافزاید که صبح امروز نیروهای امنیتی بهخاطر جلوگیری از وارد شدن تلفات به غیرنظامیان، عقب نشینی تأکتیکی از بازار این ولسوالی، انجام داده بودند.
✒: عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې، هېواد کې ۷۱ کسان د کورونا له کبله مړه شوي.
د ورغتیا وزارت په وینا، تېره یوه شپه او ورځ کې ۱،۸۰۴ نور کسان، د کووېډ-۱۹ ناروغان پېژندل شوي دي.
✒: طالبان ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د فراه ولایت انادره ولسوالۍ دوی ته پریښې ده، خو د فراه د ولایتي شورا رییس دادالله قانع بیا دا راپورونه ردوي.
قانع وایي، د ولسوالۍ جنوبي دروازه کې د پولیسو یوه پوسته يوازې خپل اصلي قرارګاه ته لېږدول شوې ده.
✒: ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، امنیتي ځواکونو د ګردیز ــ زرمت پر لویه لاره د وسله والو خط مات کړی او له یو شمېر سیمو یې په شا کړي دي.
د تندر قول اردو یاند ایمل مومند وایي چې له تېرې ورځې راهیسې دغه عملیاتو کې تر ۳۰ وسله وال وژل شوي او امنیتي ځواکونه له عملیاتو سره هم مهاله د لارې پر جوړېدو هم کار کوي چې وسله والو په کې خندقونه ایستلي دي.
✒: د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران پولیسو یو شمېر افغانان په تهران کې د افغانستان سفارت ته نېږدې نیولي.
یاد وزارت دغه راز وایي چې د دې پېښې په تړاو یې خپله اندېښنه له ایراني چارواکو سره شریکه کړې او ایراني چارواکو هم په دې برخه کې د لازمو اقداماتو ترسره کولو ژمنه کړې.
✒: المان د افغان سولې خبرو کې پرمختګ ته هیله من دی. د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوز پوتزل د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د سولې خبرو کې پرمختګ ته هیله مندي ښودلې ده.
✒: د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وایي چې د کرونا د درېیمې څپې سره د مبارزې، ځانګړې توګه د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره ۳۲۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې پر دې پیسو تر څلوېښت میلیون ډوزه واکسین اخیستل کېدای شي.
✒: د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبانو پر یوې باریکې لارې پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي.
✒: په پکتیا کې د روانو جګړو له امله د بشري ناورین وېره رامنځ ته شوې ده. ددغه ولایت مدني فعالینو په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د جګړو له امله شاوخوا درې زره ګورنۍ بېځایه شوې دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
✒: د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نن ددغه جرګې په عموي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او امنیتي ادارو ته په کار ده چې پر خپلو اوږدمهاله او لنډمهاله ستراتيژیو او تګلارو بیا کتنه وکړي.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در یک پیام ویدئویی در نشست «مشارکت در ثبات» که در حاشیه اجلاس سران ناتو در بروکسل، پایتخت بلژیک برگزار میشود، سخنرانی کرد.
وی ضمن تاکید بر نقش پیشروی ترکیه در فرآیند ایجاد ثبات در عراق، افغانستان، قفقاز، بالکان، دریای سیاه و آفریقا، اظهار داشت: آغاز دوباره روند گفتمان و مذاکره با یونان به عنوان همسایه و متحد ترکیه در کنار حل اختلافات دوجانبه برای ثبات و رفاه منطقه نیز مفید خواهد بود.
اردوغان در ادامه خاطرنشان کرد: تروریسم یکی از بزرگترین موانع پیش روی ثبات است. ترکیه در ناتو و دیگر سازمانهای بینالمللی در خط مقدم مبارزه با تروریسم قرار دارد.
✒: امانوئل ماکرون، رئیس جمهور فرانسه با انتشار پیامی در حساب کاربری خود در توئيتر گفت: پیش از برگزاری اجلاس سران سازمان پیمان آتلانتیک شمالی (ناتو) با رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه یک دیدار طولانی برای شفافیت، احترام و درخواست انجام دادیم.
از سوی دیگر، کاخ الیزه نیز طی اطلاعیهای اعلام کرد که اردوغان و ماکرون در این دیدار بر لزوم همکاری دو کشور در حل مسائل چون سوریه و لیبی تاکید کردهاند.
این دیدار در مقر سازمان ناتو و پشت درهای بسته برگزار شده و به مدت 52 دقیقه به طول انجامید.
✒: ینس استولتنبرگ، دبیرکل ناتو پس از اجلاس سران در بروکسل، پایتخت بلژیک نشست خبری ترتیب داد.
وی اظهار داشت: امروز فصل جدیدی را در همپیمانیمان آغاز کردیم. موضوعات مهم در مورد امنیت را بررسی و تصمیمات جامعی اتخاذ کردیم.
استولتنبرگ ضمن اشاره به خروج ناتو از افغانستان، گفت: سران ناتو بر تعهد خود در قبال آموزش و پشتیبانی مالی از نیروها و نهادهای افغان برای حمایت از افغانستان تاکید کردند.
✒: بیانیه مشترک اجلاس سران ناتو: میزان مشارکت در اتخاذ تدابیر امنیتی ترکیه را افزایش دادیم.
بیانیه اجلاس سران ناتو: همچنان نسبت به شلیک موشک از سوریه که ممکن است به ترکیه اصابت کرده یا آن را تهدید کند، هشیار خواهیم بود.
✒: دیدار رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه و جو بایدن، همتای آمریکایی وی در حاشیه نشست سران ناتو مقر این سازمان در بروکسل، پایتخت بلژیک آغاز شده است.
دیدار سران دو کشور بدون حضور رسانهها برگزار شده و همچنان ادامه دارد.
✒: له امريکا غږ سره د جنرال مکينزي تازه مرکه د نيويارک ټايمز هغه راپور چې بهرنى هوايي ځواک به له بهر څخه په افغانستان کې د طالب وسله والو د زيات پرمختګ او ځينو لويو سيمو د لاندې کولو په صورت کې بريدونه کوي، غلط ثابتوي.
له امريکا غږ سره دده له تازه څرګندونو داسې اخذ کيږي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امريکا د جګړې هغه لورى چې له داعش او القاعدې سره به جګړه کوي بدل شوى دى، د دې پر خلاف پنتاګون دې ته اولويت ورکوي تر څو دلته له چين او روسيې سره سيالي او رقابت وکړي.
✒: امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي پر دوام نن د دغه هېواد په شپږو ایالتونو کې د وسله والو بریدونو په پایله کې 6 تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي. امریکایي چارواکو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د وسلو پر پلور باید اړین محدودیتونه ولګول شي.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغان چارواکي دې د هرې خرابۍ پړه پر پاکستان نه اچوي ځکه چې افغان سوله یوازې د پاکستان کار نه بلکې د ټولو لوریو ګډ مسوولیت دی.
✒: د رویټرز د راپور له مخې، هند کې هغه ۷۶ کلن سړی ومړ چې ۳۹ مېرمنې او ۹۴ ماشومان یې درلودل.
یاد تن د نړۍ تر ټولو لویې کورنۍ مشر وه.
✒: حکومت ائتلافی در اسرائیل؛ نتنیاهو پس از ۱۲ سال از قدرت کنار رفت.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیل زاد د کازاخستان له ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره ولیدل.
د کازاخستان رسنیو رپوټ ورکوي چې په دغې لیدنه کې د کازاخستان او امریکا ترمنځ په ستراټېژیکو همکاریو په خانګړې توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د افغانستان د امنیت او ټيکاو په هکله خبرې اترې کړې دي.
✒: د نړۍ د اوو سترو صنعتي هیوادونو (جی ۷ ) سرمشریزې ګډونوالو د افغان جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی،چې تاوتریخوالی کم کړي او د دایمي اورنبد لپاره عملي اقدام وکړي.
د یادې سرمشریزې ګډونوالو له دواړو لوریو غوښتنه کړې،چې د سولې په پروسه کې په اساسي ډول ښکېل شي او په وینایې افغانستان کې د دایمی او عادله سولې ټینګښت لپاره همه شموله سیاسي جوړجاړی د حل یوازینۍ لاره ده.
د ناستې ګډونوالو ویلي له افغان دولت څخه ملاتړ ته ژمن دی،څو په دې هیواد کې امنیتی او بشري بیړنۍ اړتیاوې ، د میرمنو، ځوانانو او نورو لږکیو حقونو د ساتنې هڅه وکړي،چې په سختۍ ترلاسه شوې دي.
