No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏مشرانو جرګه وایي،حکومت د روان وضعیت په مهار کې پاتې راغلی دی او د جګړې او سولې ابتکار طالبانو په خپل لاس کې اخېستی.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي، دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ولسوالیو له پرله پسې سقوط ښکاري،چې حکومت د جګړې اراده نه لري او په لوی لاس طالبان پیاوړي کوي.

: ‏د اسلامي وحدت ګوند رییس کریم خلیلي وایي، که د سولې له اوسني فرصت استفاده ونشي افغانستان به د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.

‏کریم خلیلي هیواد کې د وروستیو تحولاتو په اړه یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال کابل کې وروستیو بریدونو او ملکي اهدافو په نښه کېدو په اړه وویل چې که د دې بریدونو مخه ونه نیول شي،نو خلک اړ دي چې له خپل ځان څخه خپله دفاع وکړي.

‏کریم خلیلي له ټولو خواوو وغوښتل چې د سولې لپاره له اوسني فرصت سالمه استفاده وکړي ګنې نو د ده په خبره افغانستان کې به بیا داخلي کشمکشونه پیل شي.

: ‏امکان لري راتلونکو ورځو کې د افغان سولې پروسې برخه کې نوی پرمختگ وشي.

کابل نیوز داسې معلومات ترلاسه کړي چې امکان لري په لوړه کچه د افغان سیاسي مشرانو او طالبانو تر منځ  خبرې  ترسره شي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې پر ملکي وګړو پروني بريدونه غندلي او د جګړې پر ښکېلو لوريو يې غږ کړی چې دپرديو د دسيسو څخه د هيواد نجات لپاره ژر تر ژره د سولې خبرې پيل او د هغه د کاميابېدو لپاره هڅې وکړي.

: ‏عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو۲۴ ساعتونو کې هیواد کې د کرونا ناروغۍ ۱۵۹۷ تازه مثبت پيښې ثبت شوې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پراساس، په همدې موده کې د یادې ناروغۍ  امله ۸۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

: ‏د افغان فلم دوې ښځینه کارکوونکې چې کابل کې د تیرې ورځې چاودنه کې نادرکه شوې وې،جسدونه یې په عدلي طب کې تشخیص شوي دي.

د افغان فلم رییسې ویلي، طيبه موسوي او فاطمه محمدي چې تیره ورځ د کابل دشت برچي کې له چاودنې وروسته نادرکه وې، نن یې عدلي طب کې سوځېدلي جسدونه تشخیص شوي دي.

: ‏هیئت ولسی جرگه: در برابر معترضان بدخشان برخورد غیرقانونی صورت گرفته‌است.

: در پی نشر گزارش‌ها دربارۀ واگذاری تأمین امنیت میدان‌هوایی بین‌المللی حامدکرزی به نیروهای ترکی پس از خروج نیروهای خارجی از افغانستان، ادارۀ مستقل هوانوردی ملکی افغانستان می‌گوید که این موضوع زیر بررسی است.

مسؤولان ادارۀ مستقل هوانوردی ملکی افغانستان می‌گویند که در حال نهایی‌سازی چارچوب امنیتی این میدان‌هوایی استند و قرار است تصمیم در این باره در آیندۀ نزدیک همه‌گانی شود.

حسیب‌الله سروش، معین پلان و پالیسی ادارۀ مستقل هوانوردی ملکی افغانستان گفت: «روی یک چارچوب کلی دربارۀ تمام میادین به‌خصوص میدان‌هوایی حامدکرزی درنظر گرفته شده‌است که عنقریب انشاالله تکمیل خواهد شد

: ‏کورنیو چارو وزارت وایي، ځینې هغه کسان یې نیولي، چې د امنیتي ځواکونو د پوستو تسلیمۍ لپاره یې، د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ منځګړتوب کړی وو.

کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، "که هر څوک دغسې کار وکړي؛ امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې ونیسي."

: ‏کندهار کې امنیتي‌سرچینې وایي، بېګاه په معروف ولسوالۍ کې تر دوو موټربم چاودنو وروسته، جګړه شوې. سرچینې وایي، په لومړي موټربم چاودنه کې ۶ سرتېري ټپیان شوي.

‏د کندهار د امنیې‌قوماندانۍ د امنیت امر غورځنګ افریدی بیا وایي، لومړي موټربم چاودنه کې یو څو سرتېري ټپیان شوي خو دویم موټربم، موخې ته تر رسېدو وړاندې په نښه شوی.

د غورځنګ په وینا، اوس په سیمه کې جګړه نه‌شته.

: ‏د هلمند د ولایتي‌شورا رییس وايي، تېره شپه ناوخته، لښکرګاه کې د بُست کلا د ساتونکې پوستې، اته تنه پولیس وژل شوي دي. عطاء‌الله افغان وایي، په بېګانۍ پېښه کې درې تنه ټپيان شوي هم دي.

د افغان په وینا لا نه‌ده معلومه چې دا پېښه څرنګه شوې.

د هلمند چارواکو لا څه نه‌دي ویلي.

: ‏لغمان ولایت کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي. په ختیځ کې د سیلاب قول اردو یو تن ویاند ویلي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ په کوټالي سیمه کې پر یو کور د هاوان توغندي لګېدو له امله رامنځته شوې ده.

: ‏مسعود بختور د فراه والي ټاکل شوی دی. د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د معلوماتو له مخې، مسعود بختور د ولسمشر غني د یو فرمان له مخې د فراه د والي په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏طالبانو د بلخ پر شولګره او د کندوز پر علي اباد ولسوالیو بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې دمګړی هم د بلخ په شولګره او د کندوز په علي اباد ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

: ‏ارګ کې د ولسمشر اشرف غني تر مشرۍ لاندې امنیتي ناسته ترسره شوه.

ناسته کې د امنیتي سکتور مشرانو او د قول اردوګانو قومندانانو ګډون درلود.

ولسمشر له امنیتي مسوولینو د هېواد عمومي امنیت په اړه مالومات ترلاسه او سپارښتنه یې وکړه، چې په پوره همغږي سره د دښمن پلانونه شنډ کړي.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه پیش از ترک استانبول به مقصد بروکسل به منظور شرکت در اجلاس سران کشورهای عضو ناتو در گفتگو با خبرنگاران در فرودگاه آتاترک با اشاره به خروج نظامیان آمریکایی از افغانستان، گفت: پس از اتمام روند خروج، ترکیه تنها کشور قابل اعتماد برای مدیریت مناسب وضعیت موجود است.

: ‏آمادگی گرجستان برای میانجیگری بین آذربایجان و ارمنستان.

نخست وزیر گرجستان اعلام کرد که آماده میانجیگری بین آذربایجان و ارمنستان است.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترکیه به یواځینی هېواد وي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان باثباته وساتي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د ناټو غړو هېوادونو ناسته کې به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په دې اړوند مخامخ خبرې وکړي.

: ‏چین وایي په لویو پرېکړو کې باید د نړۍ ټول هېوادونه شامل وي نه یوه وړه ډله. په برېتانیا کې د چین سفارت د جي اووه هېوادونو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي نړیوال باید په ټولو سترو پرېکړو کې شریک وي.

: ‏د دیني چارو د همغږۍ برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي مولانا طاهر اشرفي ویلي دوی د افغان سولې لپاره د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د ګډې اعلامیې هرکلی کوي او تمه لري چې ښکېل اړخونه جګړه ودروي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.

: ‏شرق الاوسط سعودي ورځپاڼې په مکه مکرمه کې د افغان سولې په اړه د پاکستاني او افغان دیني عالمانو کنفرانس ته په اشارې ویلي چې د سعودي دیني عالمانو له افغان او پاکستاني علماوو غوښتي چې باید د اسلام حیقیقي پیغام خپور او دیني نسوس په مناسبه توګه تفسیر او خلکو ته وړاندې کړي.

: ‏امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي پر دوام د دغه هېواد په دریو ایالتونو کې د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. دا پېښې په داسې حال کې کېږي چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله لګول شوي بندیزونه هم ورو، ورو د نرمېدو په حال کې دي.

: ‏وروسته تر هغه چې د امریکا یو شمېر لوړپوړو پوځي چارواکو پر سپینه ماڼۍ غږ وکړ چې د هغو افغان ژباړونکو د وتلو لپاره بېړني اقدامات وکړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی، مدافع وکیلانو ویلي چې د افغان ژباړونکو د ایستلو وخت پای ته رسېدونکی دی.

: ‏د امريکا بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو غوښتنه کړې،تر څو د افغان کډوالو پرمخ خپلې پولې پرانیزي.

‏د امريکا بهرنيو چارو وزارت ویاند، ان بي سي نيوز ته ويلي،دوی د افغانستان ګاونډيو هيوادونو ته د افغانانو د ممکنه فرار  په صورت کې پر خپل پلان کار کوي او له همدې امله يې له دې هيوادونو سره خبرې کړې تر څو ددې افغانانو منلو ته چمتووالی ونیسي.

‏نوموړي همدا راز ويلي د طالبانو له لوري د جګړې شدت ، کرونا وبا او د وچکالۍ له امله د بېځایه شویو افغانانو دشمیر زیاتېدو لپاره پراخ پلانونه ترکار لاندې دي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو تر اعلان وروسته، هیواد کې جګړو تر بل هر وخت زیات زور اخېستی،د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پرملکي اهدافو بریدونه کیږي،خو مسوولیت یې هیڅوک هم نه مني او یا یې هم د د اعش په نوم له یوه ناڅرګند ادرس څخه مسوولیت منل کیږي.

: ‏پاکستان په کابل کې د کنسولي خدمتونو څانګه د یوې اونۍ لپاره وتړله.

د پاکستان سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی،د کرونا ویروس د چټک خپرېدو له امله،کابل کې د کنسولي خدماتو د وړاندې کېدو څانګه د روان میلادی کال جون میاشتې له ۱۳ مې تر ۱۷ مې نیټې پورې تړي.

‏د پاکستان سفارت وایي،د ویزو د ورکولو چارې به یې په انلاین بڼه روانې وي.

: ‏ولادیمیر پوتین وايي روسیه چمتو ده امریکا ته سایبري مجرمین وسپاري خو پدې شرط چې امریکا هم ورته اقدام ترسره کړي او دواړه هیوادونه پدې اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک