No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالبان وایي د دوی ترکنترول لاندې سیمو کې به ټول تحصیلي او تعلیمي مرکزونه خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

‏په داسې حال کې چې افغان حکومت د کرونا ناروغۍ چټک خپرېدو له امله د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې تحصیلي او تعلیمی ادارې رخصت کړې،خو طالبان وایي د دوی ترکنترول لاندې سیمو کې به یادې ادارې له خنډ او ځنډ پرته خپل کار ته دوام ورکوي.

‏طالبان وایی په ټولو ولایتونو کې یې اړوندو مسوولانو ته سپارښتنه کړې،چې دغه بهیر وڅاري.

: ‏‏دننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه کېښتۍ له پنځلسو کسانو سره په اوبو کې ډوبه شوې ده.

دننګرهار ولایتي مسوولان وایي،دغه کېښتۍ چې خلک یې انتقالول د بهسودو ولسوالۍ اړوند، ګردي کڅ سیمه کې ډوبه شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس کسان هم په اوبو لاهو شوی.

‏د سیمې اوسېدونکياوسېدونکي وايي، تر اوسه پورې درې جسدونه چې دوه ماشومان او یو سړی دی پیدا شوي، یو ماشوم ژوندی ژغورل شوی او د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون اوه نور نادرکه دي.

: ‏طالبان وایي افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور که د هر هیواد او په هر نوم وي د منلو نه دی.

طالبانو وایی د افغانستان خاوره، هوايي ډګرونه، د بهرنيو سفارتونو او دیپلوماتيکو نمايندګيو امنيت ساتل د افغانانو مسئوليت دی نو  هیواد کې دې هېڅوک د نظامي او يا امنيتي حضور ساتلو امید نه کوي.

‏طالبانو د هغو راپورونو په تړاو، چې ښايي ځیني بهرني سرتیري د هوايي ډګرونو او سفارتونو د امنیت په نامه پاتې شي ویلي که څوک داسې تېروتنه کوي، افغانان په وړاندې داسې دریځ نیسي، لکه د تاریخ په اوږدو کې یې چې نیولی دی.

طالبان وایي د هر ډول ناوړه تصمیم مسئوليت به هم بيا دوی ته راجع وي.

: ‏د کابل په لویدیځه برخه کې د دوه پرلپسې چاودنو له امله د ۵ تنو وژل کېدل تائید شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي، چې د وژل شویو کسانو په شمېر کې د تغییر امکان دی.

د کابل امنیه قومانداني وایي نن شاوخوا درې بجې د کابل شپږمې او دیارلسمې حوزو سیمو کې پر دوه ټونس ډوله موټرو چاودنې شوې دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ژان ارنولت سره د افغان  سوله پروسې پر مختلفو اړخونو او ددې پروسې د کاميابيدو لپاره پر سيمه ييزو همکاريو بحث او خبرې کړې دي.

: ‏شمار جان‌باخته‌گان دو انفجار در غرب کابل به هفت تن افزایش یافت.

: ‏وزارت داخله می‌گوید که دو انفجار همزمان در ناحیه سیزدهم و و ناحیه ششم غرب کابل صورت گرفته‌است.

به‌گفتۀ این وزارت، هر دو انفجار بر موترهای مسافربری نوع «تونس» رخ داده‌است.

: ‏وزارت صحت عامه از ثبت ۹۷۳ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا در یک شبانه روز گذشته، خبر می دهد.

بر بنیاد آمارهای این وزارت، در یک شبانه روز گذشته ۶۷ بیمار مبتلا به ویروس کرونا، جان باخته اند.

: ‏منابع محلی در غور می گویند که ولسوالی تولک این ولایت به دست طالبان افتاده است.

سلمان یوسفی ولسوال تولک می گوید که در جریان حمله‌های طالبان نزدیک به ۲۰ تن از نیروهای امنیتی جان باخته و نزدیک به ۲۰ تن دیگر زخم برداشته اند.

: ‏وزارت دفاع ملی می گوید که نهادهای امنیتی و غیرنظامی ولسوالی زارع ولایت بلخ به مکان دیگری انتقال یافته است.

این وزارت در خبرنامه یی می گوید که این تصمیم به علت محصور بودن موقعیت پیشین ولسوالی زارع و دشوار بودن رفت و آمد و اکمالات به این ولسوالی، گرفته شده است.

: ‏یوه امنیتي سرچینه وایي، د کابل پغمان ولسوالۍ، اوریاخېلو کلي کې پینځه کسان وژل شوي.

د سرچینې په وینا لا نه ده معلومه چې وژل شوي کسان څوک دي، خو ټول ملکیان او د یوه کلي دي.

: ‏د لوګر ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزی وایي چې نن ماسپښین طالبانو د مرکز پل علم اړوند بابوس سیمه کې دیني عالم سمیع الله راشد په ډزو وژلی دی.

حسیب زیاتوي چې مولوي سمیع الله راشد پوهنې ریاست کې دنده درلوده او بابوس سیمې ته یوې جنازې ته تللی و.

: ‏کندز کې نن مازیګر وسله والو کسانو د پولیسو د څلورمې حوزې د بلوک قومندان حفیظ الرحمن د کندز ښار اړوند په کوټه ګیرد سیمه کې وژلی دی.

د کندز امنیه قومندانۍ پېښه تاییدوي او وایي چې د وسله والو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

: ‏کابل کې د امریکا سفارت ویلي، چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله یې افغانانو ته د ویزو ورکړې بهیر ځنډولی.

: ‏عطا محمد نور پر مارشال دوستم  تور پورې کړی او ویلي یې چې دوستم د ځینو هیوادونو  څخه وسلې تر لاسه کړې او اوس یې د طالبانو پر ضد یوازې د جګړې په ډګر کې نندارې ته وړاندې کوي،نور ویلي چې د جګړې ډګر د فیسبوک ډګر نه دی او دی به ژر د خپلو خلکو د دفاع په هدف د جنګ میدان ته لاړ شي.

: ‏د چین اووه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته شوي نور طبي توکي کابل ته را رسېدلي دي. ولسمشر غني نن په چهار چنار ماڼۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي چې واکسین د ژوند ډالۍ ده او د همدې مرستې په خاطر له چین څخه مننه او قدردانی کوي.

: ‏انتقاد شدید موسوی از نحوه برگزاری انتخابات ریاست جمهوری در ایران.

میرحسین موسوی با ارسال پیامی از حصر خانگی اعلام کرد در انتخابات سیزدهمین دوره ریاست جمهوری این کشور کنار کسانی خواهد ایستاد که از انتخابات‌های تحقیرآمیز و مهندسی شده به جان آمده‌اند.

: ‏تاکید سفیر پاکستان در آنکارا بر برقراری روابط خوب با هند.

سفیر پاکستان در آنکارا تاکید کرد که کشورش خواهان برقراری روابط خوب با هند است، اما متأسفانه به دلیل مسئله کشمیر نمی‌توانند این کار را انجام دهند.

: ‏کالین و سالیوان تلفنی گفت‌وگو کردند.

سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه و مشاور امنیت ملی کاخ سفید درباره روابط دوجانبه و آخرین تحولات منطقه تلفنی گفت‌وگو کردند.

: ‏د راپورونو له مخې د نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو حضوري غونډه د بوریس جانسون په خبرو پيل شوې ده او هغه ټینګار کړی دی چې د کرونا وبا تر ختمېدو وروسته باید په عادلانه توګه د نړۍ په جوړولو کې مرسته وشي.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره کړې اعلامیه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی او هغه یي بشر ضد جنایت بللی دی.

: ‏د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د دې سازمان په سرمشریزه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم بحث کېږي. سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه پوځي تړون د ملاتړ ډاډ ورکړ.

: ‏د امنیت او استخباراتو په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) مرستیال رونالډ مولټاري ویلي چې ممکن امریکایي پوځیان بېرته افغانستان ته وګرځي. نوموړي د امریکا د استازو جرګې په یوه استماعیه غونډه کې ویلي چې د نوموړي دفتر افغانستان ته د پوځیانو پر احتمالي بېرته تګ کار کوي.

: ‏سعودي عربستان اعلان کړی دی چې سږکال به بهرنیانو ته اجازه ورنه کړي چې د حج مراسمو ادا کولو لپاره دغه هېواد ته ورشي.د سعودي د حج او عمرې وزارت ویلي، حکومت پرېکړه کړې ده چې د کرونا وبا پراختیا مخنیوي لپاره به یوازې په سعودي کې دننه ۶۰زره کسانو ته د حج مناسکو ادا کولو اجازه ورکړل شي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د دې پوښتنې په ځواب کې چې بایډن ویلي پوتین یو قاتل دی وویل دی قاتل نه دی؛ بلکې ستونزه د امریکا په سیاسي فرهنګ کې ده ځکه دده په خبره، د امریکا په سیاسي فرهنګ کې ورته څرګندونې عادي دي خو په روسیه کې بیا داسې څرګندونې په سیاسي کچه عادي نه دي.

: ‏ګلوبل ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې په یو مطلب کې ویلي چې دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي پټنځای بدل نه شي.ورځپاڼې د پنټاګون د ویاند جان کربي په حواله ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د امریکا په څېر د ترهګرو ځپلو ته لېواله دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک