د امريکا د افغانستان له ګاونډيو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پرمخ خپلې پولې پرانیزي
د کابل نيوز د راپور له مخې د امريکا بهرنيو چارو وزارت ویاند، ان بي سي نيوز ته ويلي، دوی د افغانستان ګاونډيو هيوادونو ته د افغانانو د ممکنه فرار په صورت کې پر خپل پلان کار کوي او له همدې امله يې له دې هيوادونو سره خبرې کړې تر څو ددې افغانانو منلو ته چمتووالی ونیسي.
نوموړي همدا راز ويلي د طالبانو له لوري د جګړې شدت ، کرونا وبا او د وچکالۍ له امله د بېځایه شویو افغانانو دشمیر زیاتېدو لپاره پراخ پلانونه ترکار لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتیرو د وتلو تر اعلان وروسته، هیواد کې جګړو تر بل هر وخت زیات زور اخېستی،د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پرملکي اهدافو بریدونه کیږي،خو مسوولیت یې هیڅوک هم نه مني او یا یې هم د د اعش په نوم له یوه ناڅرګند ادرس څخه مسوولیت منل کیږي.
