په جرمني کي د متعهدو وروڼو ناسته
سره لدی چی د کرونا دتدابیرو مراعات حتمی دی.
خو یو نظر داهم دی چی دواتساپونو، فیسبوکونه او زوومونه د بحثونو څخه بهر وتل د عملي گامونوپه طرف تلل هم ضرور دی.
د تیری شپی مجلس کی محترم سید خبیب سادات صاحب په جرمنی کی د جامع جومات امام او خطیب او مشهور داعی او نورو ورونو تشریف درلود.
د هیواد په اوسنی حالاتو او د حزب اسلامی فعالیتونو او دجگړی بی حده زیاتو تلفاتو اوناخوالو دمعلوماتو ورکولو وروسته، دمجلس تولو ورونو د زړه درد او خواخوږی سره وویل
چی باید عملی کار اوشی !.
او د ټولو رایه دا وه :
1- د جگړی شدت، دوام او دافغانانو وژنه، نه دهیواد او نه داسلام په گته ده. ځکه تول اولس دی جگړی څخه کرکه لری.
2- د حزب اسلامی او د محترم مشر اوسنی دریځ ډیر ښه او اولس سره همغږه دی.
دواړه طرفونه باید دجنگ په ځای سولی ته مخه او دافغانستان راتلونکی سیاسی حل دپاره جامع طرحه وړاندی کړی ترڅو افغانان مطمین شی.
تر اوسه یو هم د سیاسي حل لپاره طرحه نلري.
الحمدلله د حزب اسلامي طرحه عملي او نن سبا داخل او بهر کې د سیاسیونو په مینځ کې وړاندی کیږي.
3- پدی شرایطو کی د افغانستان اوسنی جگړی دوام او افغان وژنی دپاره دی څوک ددینی فتوی ورکولو کوشش باید ونه کړی.
ځکه د داسې غیرعلمی فتوی گانو په نتیجه کی هیواد نور هم بدبختیو په لور درومي.
4- لدی وروسته هیڅوک نشی کولای دحزب اسلامی معنوی، اولسی او د مجاهدینو قوت او حقوقو څخه سترگی پټی کړی.
پداکی شک نشته چی د حزب اسلامي مجاهدین به د تل په څیر د خپل اولس تر څنگ ولاړ وي. او د حق غږ به اوچت ساتي.
الحمدلله د حزب اسلامی مجاهدین دبل هروخت څخه اوس پدی شه پوهیږی.
5- هغه کسان چی د امتیازاتو او د خپلو شخصی گټو په خاطر یو او بل ځای خرڅیږي اولس پیژندلی دی نور ځای نلری.
مجلس دشپی یوه بجه داخلاص په دعا سره پای ته ورسیده اوتولو ورونوته چی په کرونا اخته دی دکامل شفا او وفات شوی ته دالله پاک څخه دمغفرت دعا اوشوه.
په احترام
