مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کعبې شریفې ملا امام عبدالرحمن السدیس نن د جمعې ورځې خطبه کې په افغانستان کې،د سولې لپاره دعا کړې ده او پدې برخه کې يې سعودي عربستان کې د علماوو له وروستي کنفرانس ملاتړ کړی دی.
✒: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ ۱۰۲۴ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي
د عامې روغتیا وزارت وایي ، په تيرو څلورويشت ساعتونو کې پر کرونا اخته ۳۷ کسان مړه شوي او ۳۱۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
✒: طالبانو د ترکيې لخوا د حامدکرزي هوایي ډګر د امنیت ساتلو سره مخالفت ښودلی.
د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې، له ترکیې غوښتي چې د دوحې د هوکړې په اساس خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
شاهين ويلي, طالبانو ته د افغانستان په خاوره کې د هيڅ بهرني هيواد د سرتيريو حضور د منلو وړ نه دی.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، قطر کې د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره کتلي دي.
د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړي وایي، په دې کتنه کې د سولې پروسې او د هغې په مختلفو اړخونو او همدارنګه د افغانستان په سوله کې د سیمې هیوادونو پر رول خبرې وشوې.
✒: د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره، سر له سبا څخه ټول پوهنتونونه، ښوونځي، وړکتونونه او ښوونیز مرکزونه د دوه اونیو لپاره رخصت دي.
✒: د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر دوحه کې د چین له سفیر سره کتلي.
د طالبانو ویاند، محمد نعیم وایي، لیدنه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر روان وضعیت، افغانستان کې د چینايي کمپنیو پر امنیت او دغه راز د کورونا اوسني وضعیت کې د افغانانو لپاره د چین له لوري پر روغتیايي مرستو بحث وشو.
✒: د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، هغه پینځه کسان یې نیولي، چې پرون یې د سید نور محمد شاه مېنې په وحدت ښارګوټې کې ۱۱ تنه مړه او ټپیان کړي وو.
✒: ازبکستان له افغانستان سره ۱۰۰۰ بالونه اکسیجن کومک وکړ.
بلخ کې دولتي سرچینې وایي، ټاکل شوې ده دغه مرسته شوی اکسیجن نن ماښام حیرتان بندر ته راورسېږي.
د چارواکو په وینا، له یاد اکسیجن څخه به د کرونا ناروغانو درملنه کې ګټه واخیستل شي.
✒: د بادغیس ولایت قادس ولسوالۍ کې د ملي پوځ نژدې ۴۰ سرتېري طالبانو سره یو ځای شوي.
یوه سرچینه وایي، دغه سرتېري تېره شپه دقادس په قرچغي سیمه کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.
سرچینه زیاتوي، یاده سیمه کې د ملي پوځ یو هاموې ټانک هم پر ماین الوتی، چې سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
✒: حمدالله محب: د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر به پر نړیوالو معیارونو برابر او فعال پاتې شي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د ناټو ملکي استازی، د ګډې قومندانۍ قومندان جنرال دیدریک او د ترکیې نظامي قومندان تېره ورځ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتلو په موخه په دغه ډګر کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت مېشتې قوماندانۍ ته تللي.
دوی په ګډه د هوایي ډګر له مختلفو برخو څخه لیدنه کړې او ژمنه یې کړې، چې یاد هوایي ډګر به پر نړیوالو معیارونو برابر او فعال وساتي.
✒: ننګرهار کې ۱۱ وسله وال وژل شوي.
ختیځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند د تړلي کنډو او شمي چم سيمو کې د توپچي بریدونو پايله کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نورټپيان شوي دي.
✒: د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره دې د اکسیجن د کموالي د ستونزې د حل او د کرونا ضد واکسین د تطبیق لپاره اقدام وکړي. دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د نړیوالې ټولنې له خوا دې سم د لاسه له افغانستان سره روغتیايي مرستې وشي.
✒: سعودي کې افغان سفیر احمد جاوېد وایي چې د مکې مکرمې د علماوو کنفرانس ښې لاسته راوړنې درلودې او ددې کنفرانس د پرېکړو عملي کولو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی دی. د هغه په وینا دا کمیسیون به په پاکستان کې د افغانستان خلاف د فتواګانو ورکولو او تاوتریخوالي ته د هوا ورکولو د هڅو مخنیوی کوی.
✒: عامې روغتیا وزارت وايي، چې په کابل کې يې په دوو روغتونونو کې د اکسېجن د تولید دستګاوو د فعالې کړې دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس عاليزي وویل، دا دوه دستګاوې د افغان جاپان او قصبې په روغتونونو کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شویو کسانو لپاره ځانګړې شوې دي.
✒: طالبانو د ولسوالیو د نیولو او کلابندۍ په دوام د پکتیا ځینو ولسوالیو ته هم تللې لارې تړلې دي. د پکتیا اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، زرمت ولسوالۍ ته غځېدلې لاره طالبانو تړلې او په دغه لاره د اېښودل شویو ماینونو له امله امنیتي ځواکونه هم نه دي توانېدلي چې یاده لاره خلاصه کړي.
✒: د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې ده. د تخار دولایتي شورا غړی محمد عظیم افضلي وايي، چې وسله واله طالبانو یاده ولسوالي په بشپړه توګه نیولې ده.
✒: تلاش کاندیداهای ریاستجمهوری برای جلب آرای ترکهای ایران.
استفاده از کلمات ترکی و کوشش برای جلب آرای ترکهای ایران، یکی از پدیدههای مهم در انتخابات سیزدهمین دوره انتخابات ریاستجمهوری این کشور به شمار میرود.
✒: در حالی که ماموریت جنگی ایالات متحده امریکا و همپیماناناش در افغانستان در حال ختم شدن است؛ وزیر دفاع امریکا به تازهگی گفته است که ارتش این کشور، عملیات های جنگی و اکتشافی فرامرزی را در افغانستان آغاز کرده است.
این مقام امریکایی میگوید که هواپیماهای جنگی و اکتشافی امریکا اکنون از خلیج فارس در افغانستان عملیات های ضد هراسافگنی را اجرا میکنند.
لوید آستین، وزیر دفاع امریکا که در یک نشست کانگرس به پرسش های سناتوران در مورد احتمال افتادن کابل به دست طالبان، پاسخ میداد، به گونه مستقیم واضح نساخت که اگر طالبان کابل را تهدید کنند، نیروهای امریکایی چی اقدامی خواهند کرد.
✒: د پاکستان په بلوچستان ایالت کې سیند ته د یوه مسافر وړنکي بس لوېدو پېښه کې ۲۳ کسان مړه شوي او له ۳۰ زیات ژوبل شوي دي.
✒: د امریکا دفاع وزیر، لویډ اسټین: اوس هم په سیمه کې یو شمېر پوځي مرکزونه لرو، چې د افغانستان وضعیت او د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر څاري.
✒: د دومیان تارل په نوم هغه فرانسوی وګړی په څلور میاشتې زندان محکوم شو،چې خپل ولسمشر امانویل مکرون یې په څپېړه وهلی و.
محکوم شوي کس د تېرې سه شنبې په ورځ هغه مهال ولسمشر مکرون په څپېړه وواهه،چې د فرانسې د سویل یو ښارګوټي کې یې له خلکو سره روغبړ پیل کړ.
