مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د میدان وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ مرکز ته نږدې د افغان ځانګړو ځواکونو یوه هلیکوپتره رانسکوره شوې او ټوله عمله یې وژل شوې ده.
د ځانګړو ځواکونو ۷۷۷ مې لوا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تیره شپه یې یوه( MI_ 17 ) ډوله هلیکوپتره، چې سیمې ته د ځانګړو عملیاتو لپاره تللې وه رانسکوره شوې، چې له امله یې د یادې الوتکې دری تنه پیلوټان هم وژل شوي دي.
طالبانو ویلي دغه هلیکوپتره دوی رانسکوره کړې،چې له امله یې الوتکه په بشپړ ډول تخریب او عمله یې وژل شوې ده.
✒: د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ماین پاکۍ ۱۰ کارکوونکي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت وایي،وسله والو طالبانو تیره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د (هلو ترست) په نوم د ماین پاکې یوې مؤسسې پرکمپ برید کړی،لس کسان یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.
طالب ویاند ویلي چي دوی دا کار ندی کړی.
✒: د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ تیره ورځ ناسته شوې.
د حکومت اوطالبانو د مذاکراتي ټیم ویندویان وایي،دغه ناسته چې تیره ورځ ماښام ترسره شوه، د مذاکراتو پر چټکتیا او د اجنډا پر اړوند مسایلو بحث او تفاهم وشو.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره کتلي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، پدې کتنه کې د افغان سولې پروسې او افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو په اړه خبرې وشوې.
✒: لوگر کې سیمه ییز خبریال حفیظ الله حقپرست پداسې حال کې چې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ حګړه روانه وه وژل شوی دی.
✒: هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي، هند په لومړي ځل له افغان طالبانو سره تماسونه نیولي.
هندوستان تآیمز ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، هندي چارواکو په لومړي ځل د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر په ګډون د طالبانو له مشرانو او ډلو سره سره خبرې کړي دي.
ورځپاڼه وايي، دا خبرې یوازې هغو طالبانو سره شوي چې د افغانستان په اړه ملي فکر لري او د پاکستان او ایران تر اغېز لاندې نه دي. د هندي چارواکو او ملابرادر ترمنځ خبرې اترې شوي؛ خو دواړه لوري لا تر اوسه د کومې رسمې ناستې لپاره پرېکړه نه ده کړې.
✒: د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال جنرال خوشحال سادات له خپلې دندې استعفا کړې.
بلخوا ویل کیږي ولسمشر دیو فرمان په اساس اباسین بریال چې پخوا یې د ملي امنیت شورا کې دنده ترسره کوله د نوموړي پر ځای ټاکلی دی.
✒: د پکتیا ولایتي شورا او اوسېدونکي د دې ولایت په ګمرک کې د پراخ فساد شتون خبر ورکوي.
✒: ارګ وایي: ولسمشر غني د یو حکم له مخې په بدخشان ولایت کې د وروستیو لاریونونو په تاوتریخوالي اړولو د دقیقې او هر اړخیزې ارزونې په موخه د جمهوري ریاست د سلاکار عبدلودود ثابت په مشرۍ یو پلاوی موظف کړ.
✒: طالبان ادعا کوي چې د اروزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ یې نیولې ده، خو د دې ولایت د والي ویاند احمدشاه ساحل بیا وایي: "د طالب ډلي له لوري د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د نيولو خبرونه بې اساسه دي، حقيقت نلري.
✒: وسله والو هرات ښار کې یو دیني عالم وژلی.
عیني شاهدان وایي، پېښه نن ماسپښین بر امان سیمه کې رامنځته شوې ده. د هرات حج اوقافو ریاست هم د یاد دیني عالم د وژلو پخلی کړی او ویلي یې دي چې وژل شوی کس مولوي صلاح الدین نومیږي.
✒: فرستادۀ ویژۀ قطر برای مبارزه با ترویزم با هیئت مذاکره کنندۀ طالبان دیدار کردهاست.
وزارت خارجۀ قطر میگوید که در این دیدار دربارۀ روند گفتوگوهای صلح دوحه گفتوگو شد.
✒: د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا له کبله ۵۱ کسان مړه شوي.
روغتیا وزارت وایي، تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۸۴۳ تنه نور، پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
✒: نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی. د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر ویلي چې دغه بانک به په بېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي دا څرګندونې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.
✒: د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وایي چې وسله وال طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي دي او د دغې ډلې وسله وال د ښار په دروازو کې خلک تلاشي کوي. نوموړي زیاته کړې چې که مرکزي حکومت اقدام ونه کړي نو دغه ولایت به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
✒: ارګ په بغلان ولایت کې د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې طالب ډله ځکه په ټول هېواد کې ماین پاکان په نښه کوي چې هغوی د ملکي تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي هڅې کوي.
✒: د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د روانې نا امنۍ په اړه د حکومت پر بې پروایۍ نیوکه کوي. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي خو حکومت یې پر وړاندې اړین اقدامات نه دي ترسره کړي.
✒: د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د کابینې غونډې ته ویلي چې د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته د چمتووالي پر مهال جفا او ډېر بد ظلمونه شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې نږدې دوه میاشتې وروسته ټاکنې کېږي خو په خبره یې نوماندان د خپلو ټاکنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو پر ځای د حکومت پر ضد څرګندونې کوي.
✒: د یوروګوای هېواد له لوري د څو ډوله کرونا ضد واکسینو د اغېزمنتیا په اړه تازه معلومات خپاره شوي دي. د یاد هېواد یو دولتي چارواکي ویلي چې د (سینوواک) په نامه د چین له لوري جوړ شوي کرونا ضد واکسین د نورو واکسینونو په پرتله ۹۵ سلنه اغېزناک ثابت شوي دي.
✒: د افغانستان سولې لپاره د ملګروملتونو د سرمُنشي ځانګړي استازي ژان آرنو، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمدجواد ظریف سره، په تهران کې کتلي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، دې کتنهکې ښاغلي ظریف د افغانستان سولې په هکله د ایران دریځ څرګند کړی او زیاته کړې یېده، چې تهران د افغانانو له خپلمنځۍ خبرو ملاتړ کوي.
✒: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی او د دې هېواد له چارواکو سره یې کتلي دي.
✒: د پنجشنبې په ورځ به سعودي عربستان د پاکستان او افغانستان د دیني عالمانو د کنفرانس کوربه وي.
