No-IMG

په سويډن کي د افغانستان سفير څه کوي؟

منير شيرزاد

 

خبر ياست؟

په سويډن کي د افغانستان سفير يو 75 کلن بوډا دی. دغه بابا د امريکا تابعيت لري. په خټه هزاره دی. دا بېچاره طبعن دومره انرژي لري چي په مټي ځان له موټره تر دفتره او بيا بېرته تر کوره ورسوي.

اول خدمت يې دا وو چي له راتګ سره سم يې 5 تنه خپل قوميان پر دنده کړل. دا لا څه چي د ټولو اصولو او نورمونو خلاف يې خپل له امريکا راوستلی زوی هم د مالي چارو مسوول وټاکی.

د دغه فعال، پاک او بريالي سفير مياشتنی معاش شاوخوا 8زره يورو دی، 4زره يورو د کور د کرايې دا جلا اخلي او سربېره پر دې چي سفارت درې موټران درلودل ها بله ورځ يې په لسګونه زره يورو بل صفر کېلو متر موټر هم واخيست. پر دا ټولو امتيازاتو علاوه په هرو دريو مياشتو کي 15سوه يورو د دسترخان لګښت هم ورکول کيږي.

دغه جناب خاشه پر خاشه نه ږدي. اوس يې بيا نيت دی چي د سويډن په يوه بل ښار(مالمو) کي يوه شخصي شرکت ته د افتخاري قنسلۍ امتياز ورکړي او له همدې لاري د خدمت په نامه د افغانانو لوټلو ته لار جوړه کړي. دلته به دا شرکت په مياشت کي دوې ورځي د سفارت د کارکوونکو مصارف پرې کوي، خو په بدل کي به يې له هر مراجعه کوونکي څخه سلګونه ان ممکن زرګونه روپۍ اخلي چي بيا به طبعن څوک حساب و کتاب هم نه ورسره کوي(شايد له سفير سره يې تقسيم کړي). سفارتونه د اساسي قانون له مخي سوداګري نسي کولای، په داسي حال کي چي دا ياده پروسه مالومداره سوداګريزه بڼه لري. دا به هم د سفارت حيثيت له مځکي ووهي او هم به يوه نارسمي شرکت ته په سفارتي چارو کي د بې بندوباره مداخلې زمينه مساعده کړي.

موږ غواړو چي په ياد ښار کي سفارت خدمات ولري، خو په رسمي بڼه، نه په غلا او چور سره. خدايي مو هويتي اسناد دوې نيمکي ارزښت نه لري په دې سره به نور هم بې اهميته سي.؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک