د افغانستان بدمرغه جگړه
له بده مرغه چى زمونږ په ګران هيواد کى د جګړې څلور لسیزې تېرې شوې،
اما مونږ په دغى څلورو لسيزو کى دى لويي قربانۍ په ورکولو اوترخوتجربو سره سره هم څه زده نکړل،
يونيم ميلون افغانان مو شورويانو شهیدان اودوه ميلونه افغانان يى را ته معيوب کړل،
آودا ځل مو پوره شل کاله د امريکا او ناټو ډولونو ته ډيرو هغسى ٶ نڅل لکه کمونستانو چى په يواځى ځان د شورويانو ډولونو ته اتڼونه کول،؟؟؟
آمريکا اوناټو خيلو هم دحپلو لاسپوڅو سره دا شل کاله بې شمېره اسلام دوسته اووطندوسته ککرۍ راته ترخاورولاندى کړى او اوس روان دي،؟؟؟
مګر موږ لا هم د عبرت درس نه دی اخیستی، لا هم د واک د بقا او یا واک ته د رسېدو او له هغه څخه د شخصي، او ګروهي ګټو لپاره افغانان په خپلو کې سره جنګوو، لا هم د زرګونو کونډو، رنډو، یتیمانو او بې اولاده میندو او پلرونو د زړه آه نه اورو او لا هم یو بل ته ګوته په ماشه، د خپلو ناوړو او ناسمو کړنو له مخې د مسلمان او افغان ورور وینې تویېدنې ته لومړیتوب ورکوو.؟؟؟
که له یوې تجربې نه مو زده نه کړل نو له بلې خو باید داسې هوایي تیر شوی نه وای؟؟؟
او چې پر دریمه تجربه هم دغسې راغلل چې راغلل ، دا ځل کیدای شي ځنې ناولي لوبغاړي په زړه کې دا سې و وائي :
چی که مونږ نه وو په دی بیچاره ملت به څه راتلل ؟!
په دې ملت څه را نه غلل چې هغه په کې پاتې وګڼو او دغه ټول له همدغو سیاستوالو نه ور پیښ دي چې اوس هم په تلویزوني اورسنيو مرکو کې هريو يى د نیلسن منډیلا په پوزیشن اوتې بوتي وايي!
يا رب سوله!
