د اسرایېلو لومړي وزیر خپلې لور ته څه ویلي وو؟
ژباړه: سلمان قریشي
د يهودو لومړى لوى وزير بن ګوريان نوميده ، يوه ورځ ډير په تيزۍ سره د کوره بهر طرف ته روان و چې کوچنۍ لور يې ورباندې غږ وکړ : پلار جانه ! چيرته روان يې ؟ نن زموږ د ژړا د ديوال ” Wailing wall ” سره د دعا غوښتلو کلنۍ ورځ ده او هلته حاضريدل ضروري دي.
بن ګوريان ورته ځواب کې وويل : نن راته ډير ضروري حکومتي کارونه پاتې دي او د هغې کول ډير ضروري دي ؛
لور يې ورڅخه وپوښتل :ايا موږ ته د ژړا د ديوال تر څنګ د دعا غوښتلو بل کوم څيز اهم کيدلى شي ؟
هغه ځواب ورکړ : که چيرته يوازې په دعاګانو سره هر کار کيدلى نو د نړۍ ټول عرب او مسلمانان هر کال د حج په شان ستره غونډه کې د اسرايل د تباهۍ او بربادۍ دعاوې غواړي خو په عمل کې بيا هيڅ نه شي کولى بلکې د عمل د کولو څخه ويريږي نن يې نتيجه او ثمره په خپلو سترګو باندې وينې چې په نړۍ کې د مسلمانانو او عربانو څه حالت دى ؟ بل خوا د هرې ورځې په تيريدلو سره زموږ پرمختګ هم ټوله نړۍ ويني چې په څومره کم وخت کې مو څومره لوى مزل وکړ ؟؟؟
کله چې مې کارونه راټول کړل نو ماښام به درسره په دعا کې برخه واخلم .
رښتيا هم نن د څه کم دوه مليارده نفوسو درلودونکي ستر امت د ” ۶۰ ” لکه يهودو په وړاندې څومره بې وسه دي ؟؟؟
که يوازې دعاو کار کولى او عمل ته ضرورت نه و نو بيا به رسول الله ” صلى الله عليه وسلم ” د بدر ، احد ، خندق ، حنين او …. ميدانونو ته نه ورتللو ، نه به يې غاښونه شهيدانيدل او نه به يې په خيټې پسې کاڼي تړل ، تر څو مو چې د خپل پيغمبر ” صلى الله عليه وسلم ” او د هغه د خلفاو په نقش قدم مزل نه وي پيل کړى تر هغې به په نړۍ کې ذليله او مظلومه هم يو او ملامت به هم يو.
