پټ راز او دولتي ترهګري!
کاکتوس کې د فراه وکيل حسيني وايي:
هرات کې مي وظيفه وه د حاجي حنيف کاجو په نوم قاچاقبر ته مي درې شپې کمين ونيوو عسکر هم مار وچيچلو اوبه هم خلاصې شوې ما ويل له دومره زحمت روسته کمين ماتول شکست منل دي خوشبختانه قاچاقبر دام کې ونښتو له اخري ماډل کروزينو او 630 ديرش کيلو تارياکو سره مو ونيوو کاجو مو دويم موټر کې کيناو حرکت مو وکړ په لار کې له دويم موټر مخابيره وشوه چي حاجي کاجو درسره خبرې کول غواړي.
موټر نه ورکوز شوم مال خدمت وايه : وايي ګوره تير کال دې زما ورور ونيوو اوس دې زه ونيولم کور کې 45 کسان لرو بې سرنوشته پاتې کيږي ته دې شيريني واخله ما خوشې کړه وايي ما ورته وويل څو راکوې?
وايي پنځه دقيقې دې تليفون راکړه لس لکه ډالر(1000000$) همدا اوس ستا د خوښې کس ته رسيږي او دا 630 کيلو مال هم ستا شو.
ما ورته وويل سمه ده موټر کې راسره کينه په لار کې بيا وويل همدلته مي خوشې کړه ما ورته وويل دشته ده ابادۍ ته دې رسوم چي ښار ته نږدې شو وايي همدلته مي کوز کړه مال صبر وکا بالاخره قرارګاه ته ورسيدو پوښته ئې وکړه وايي څه کوې? مال قانون نيولی قانون به دې ازادوي سړی مي له ټول مال سره کابل ته پارسل کړ 45 ورځې روسته ئې فرايويټ نمبر نه زنګ راوواهه وايي سلام مرا شناختي? ګفت نخير کي استي? وايي حاجی حنيف هستيم زه ازاد شوم هرات ته درتلاي شم? نور مي خوب وتښتيدو ځان سره مي ويل غريب په يوه کيلو 13 کاله قيد کيږي او ميلونو په 630 کيلو نه قيد کيږي د وخت لوي څارنوال ته ئې اته لکه ډالر (800000$ ورکړي و او هغه وخت د هرات يټ وکيل ته ئې دوه لکه ډالر ورکړي وو ما له شرمه استعفی وکړه.
روسته چارواکو زما د ترور پيلان طرحه کړ ايساف خبرې ثبت کړې وې ماته يې له مکتبوب سره جريان راوليږلو داودزی داخيله وزير و ورغلم ويل پنځه ورځې روسته راشه چي نيټه پوره شوه داودزی تر اخره حاضر نه شو چي ما وويني.
ثبت کې ويل شوي هغه مکتوبونه (ډالر د چور او فساد برخې شفري نوم) ولې نه راليږی ځواب کې ورته وايي حسيني مزاحم دی کار ته مو نه پريږدي بيا ورنه پوښتنه کوي حسيني کوم ګروپ غړی دی? هغو ورته وايي يوه سره هم نده. بيا ورته وايي د ترور لپاره څوک شته? هو شته , بس له منځه يوسی.
ښاغلی حسيني وايي دا هرڅه ثبوتونه اوس هم راسره شته له دې پيښې روسته د لوړ پوړو چارواکو لخوا ماپسې تبليغات شروع شول چي حسيني قاچاقبر دی.
