No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏عيني شاهدان وايي: شېبه وړاندې وسله والو غلو د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند په کارته نو سیمه کې یو تن په ډزو وويشت، چې روغتيايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

عيني شاهدان وايي چې غلو د یاد تن پيسې هم له ځانه سره وړې دي.

تر دې مهاله د کابل پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو طالبان وایي چي نن مازدیګر یې د کابل ښار اتمې حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د یوسف په نوم د صفر۱ قطعې لوړ رتبه افسر په یوه خاص برید کې وژلی.

: ‏د ملکي هوایي چلند اداره وایي: د اریانا افغان هوايي شرکت بویینګ ۷۳۷ الوتکه د ۱۰۰ ورځو ځنډ وروسته له روسیې هیواد څخه کابل ته راستنه شوه.

یاده الوتکه سل ورځې وړاندې د ګمرکي جواز نه درلودلو له امله د روسیې هېواد په یوه هوایي ډګر کې درول شوې وه.

: ‏بادغیس کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ١١ ملکي کسانو خپل ژوند بایللی.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، پېښه نن له غرمې وروسته د آبکمري ولسوالۍ ګندآب سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، وژل شوو کسانو کې درې ماشومان، څلور ښځې او څلور نارینه سامل دي.

: ‏د نورستان ولایت دوآب ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د نورستان د ولایتي شورا رییس،سعیدالله نورستاني کابل نیوز ته وویل، دوآب ولسوالي چې له تیرو ۲۰ ورځو راهیسې د طالبانو له لوري کلابنده وه، تیره ورځ یې یوشمیر سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي او ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې

: ‏جنگ در ولسوالی های جلگه، برکه و نهرین در بغلان به شدت ادامه دارد.

مردم ملکی آواره شده و قربانی اصلی جنگ مردم ملکی و بی دفاع می باشند.

: ‏د کورنیو چارو وزارت وایي چې له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې د ډاکټرانو سپکاوی کوي، دوی تهدیدوي او یا هم د روغتونو وسایلو ته زیان رسوي.

: ‏د مالیې پخوانی وزیر، عبدالهادي ارغندیوال: ځینې هېوادونه هڅه کوي د سیمې ځواکمنو هېوادونو په مرسته خپلې پولې په رسمیت وپېژني.

: ‏ولسمشر اشرف غني: دولت د ډاکترانو حیثیت، عزت او وقار ساتلو ته ژمن دی او له دوی سره ناوړه چلند کوونکي به تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونېول شي.

: ‏ولسمشر اشرف غني: له چین څخه د کرونا ضد ۷ سوه زره ډوزه واکسین به په نږدې راتلونکي کې را ورسېږي او په کور دننه او له بهر څخه د اکسیجن اړتیا پوره کولو لپاره هم لازم اقدامات شوي دي.

: ‏ځايي سرچینې: تېره شپه د بدخشان ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته هوايي برید شوی، چې له امله یې د یوه قومندان  په ګډون ۱۲ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

: ‏سرچینې: د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ امنیه قومندان لطف الله حقبین او د دغه ولایت د جلګې ولسوالۍ امنیه قومندان ګلبدین غفوري تېره شپه طالبانو سره په جلا جلا وسله والو نښتو کې وژل شوي دي.

: ‏سیمه ییز چارواکي وايي، ملي اردو ځواکونو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ قيلغو سيمه کې د وسله والو طالبانو هغه ډرون کمره ویشتلې، چې سيمه کې یې پر امنیتي ځواکونو د هاوان مرمۍ غورځولې.

: ‏په اوو ولایتونو کې جګړه؛ ۴۳ پوځيان وژل شوي او ۲۸ ټپيان دي.

: ‏بادغېس کې یوه امنیتي سرچینه وایي، طالبانو په جوند ولسوالۍ کې یوه پوسته لاندې کړې او د ملي اردو ۷ تنه سرتېري یې وژلي دي.

سرچینه وایي، طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

‏بل‌خوا د بادغېس د قادس ولسوالۍ ولسوال مېرزاعلي بېدار وایي، دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې څلور تنه طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي.

: ‏روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۳۳۴۶ کسانو د کورونا معاینې کړي، چې له منځه یې ۱۲۷۳ کسان د کووېډ-۱۹ ناروغان پېژندل شوي.

دا راز په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا له کبله ۴۱ کسان مړه شوي او ۱۴۰ کسان ترې روغ شوي دي.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي دي. د کرزی د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو او دغه راز د دې پروسې په بریا کې د چین پر رول خبرې اترې شوې دي.

: ‏افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو له لوري له افغانستان سره د ۲۶۶ میلیونه ډالرو بشردوستانه مرستې او دغه راز له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو د دوام ستاینه کړې.

: ‏پخواني ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او تپل شوې جګړه ده. نوموړي په هلمند کې پر ملکي وګړو برید او په کابل کې په وروستیو کې پرله پسې چاودنې به کلکو ټکو غندلې دي او هغه یې بشر ضد جنایت بللی دی.

: ‏د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هرات ولایت ته راغلی دی. د راپورونو له مخې له ده سره په دې سفر کې یو لوړپوړی پلاوی ملتیا کوي او دلته به د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره ګوري. ټاکل شوې چې دوی پر مهمو دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې ولري.

: ‏هلمند ولایت کې د تېرې ورځې هوایي برید په نتیجه کې ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۸۰ زیات ټپیان شوې دي.

په ملي شورا کې د هلمند ولایت استازي ادعا کوي چې د دې ولایت، نهرسراج ولسوالۍ د یخچال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پروني هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

: ‏حجم صادرات ترکیه به خاورمیانه به 10 میلیارد دلار رسید.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه طی سخنانی در مراسم افتتاح چندین پروژه به مناسبت 5 ژوئن، روز جهانی محیط زیست در «بوستان ملت پندیک» تاکید کرد: با پروژه‌های بوستان‌ ملت، خدمات خود در حوزه محیط زیست را به اوج می‌رسانیم.

وی افزود: فضاهای سبز از جمله بوستان‌ ملت همانند بیمارستان‌هایمان که در جریان همه‌گیری کرونا از اهمیت حیاتی برای حفظ جان مردم برخوردار بودند، نقش مهمی در نفس کشیدن برعهده خواهند داشت.

اردوغان اظهار داشت: با اتمام طرح جامع جاده دوچرخه سواری ترکیه که در حال آماده‌سازی آن هستیم، ترکیه را با شبکه مسیرهای دوچرخه‌ سواری اروپا ادغام خواهیم کرد.

: ‏د امریکا حکومت اعلان کړی چې د روانې جون میاشتې تر پای پورې به نړۍ ته ۸۰ میلیونه نور د کرونا ضد اضافي واکسین ورکوي. د امریکايي چارواکو په وینا په هغو هېوادونو کې چې دا واکسین به ورکول کیږي افغانستان هم شامل دی.

: ‏امریکا په سیمه کې د جګړو د دوام لپاره پراخ پلانونه لري.  افراسیاب خټک په خپله یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي چې امریکا په سیمه کې د جګړو د ختمولو پلان نه لري او په خبره یې دغه هېواد غواړي له طالبانو سره د تازه اړیکو پر مټ په ټوله مرکزي اسیا کې ناندرۍ او کشمکشونه رامنځ ته کړي.

: ‏نیوزویک مجلې ویلي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د خپل نفوذ له پراخولو لاس نه دی اخیستی او پرلپسې هڅې کوي چې له خپلو ملاتړو سره په همغږۍ د ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځته شوې تشه په یو ډول نه یو ډول ډکه کړي.

: ‏د ټایمز په نامه بریتانوي ورځپاڼې ویلي چې قطر له موقع څخه په ګټې اخیستنې القاعده پورې تړلې النصره ترهګریزې ډلې سره مالي مرسته کړې ده. راپور کاږي چې دا مرسته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د شخصي دفتر او دوو بانکونو له لوري د غزې د بیا رغونې په نوم د النصره ډلې ته تللې ده.

: ‏د سټرېټس ټایمز په نامه ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد د راتلونکې وضعیت په اړه راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي د افغانستان اوسنی نظام وپاشل شي.

: ‏د شمالي افریقا د بورکینافاسو چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په شمالي سیمه کې د وسله والو کسانو په برید کې ۱۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، بریدګرو تر برید وروسته په یاده سیمه کې شته کورونو او هټیو ته هم اور اچولی دی چې له امله یې ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

: د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، د روان میلادي کال وروستیو کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، نو پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې، په دغه هېواد کې، پر سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي.

عمران خان وایي، دا د دې لپاره چې لوېدیځ ګاونډي کې یې د کورنۍ جګړې ګواښ کم شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال، د سپټمبر تر ۱۱ مې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي. د امریکا دغې پرېکړې د افغانستان د راتلونکې په هکله اندېښنې راولاړې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک