مړ پرستي/ زيارت پرستي
حبيب الله ابدالي
د مير هاشم اغا زيارت په ۹۵ مليونه افغانيو جوړيږي. ايا افغانستان ډېر شتمن هيواد دی چي هر مشکل حل کړل سو اوس و مړو ته مجلل زيارتونه جوړ کړو؟
که د افغانستان شته ستونځي دومره وړې دي چي د مړو زيارتونه تر هغو مهم دي؟
که مړپرستي، يا مړو ته زيارتونه د اسلامي قوانينو سره برابر عمل دی؟ ايا دا زيارت پرستي يو پخوانی انگريزي تلکه نده چي مسلمانان په دغه شيانو اخته کړي او نور روزگار ترې پاتي وي؟
ناروغان مو پاکستان ته د درملني پخاطر ځي، هلته پاکستان گټي پر کوي ولي چي دلته وطن کي يو عصري مجهزه شفاخانه نلرو.
شاگردان مو پر خاورو ناست دي، مکتب نلري، معلم نلري، کتابونه نلري تعليم نسي کولاي. يتيمان مو د سړک پر غاړه پلاستيک او کاغذونه ټولوي چي خپل ځانته يو وچه ډوډی واخلي، مگر بيت المال مو يا ټاميان غلاکوي يا يې پر بداعت مصرفوي.
يو مړ چي غوښه او هډوکي يې لاهم خاوري سوي وي يو مجلل زيارت څه کوي؟ مگر ژوندي يتيمان، کونډياني خوړو ته اړتيا لري، يو کوټې ته اړتيا لري چي پکي وڅملي، و مکتب، معلم، کتاب او تعليم ته اړتيا لري چي صبا د وطن او انسانانو په گټه تمام سي او هم خپله انساني ژوند ولري.
دا مليونونه بايد داسي ځاي مصرف سي چي وطن او ژوندي انسانانو ته گټه ولري.
