No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏برښنا شرکت وایی،د وارداتي برښنا دوه قطع شوي مزي یې بیرته ونښلول او برښنا عادي حالت ته را وګرځېده.

برښنا شرکت وایي، دغه مزي چې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د برق د پایو د تخریب له امله پرې شوي وو، بیرته وصل شول.

برښنا شرکت وایي،کابل او ولایتونو کې برښنا بیرته عادي حالت ته راو ګرځېده.

: ‏د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ملکي کسانو ته په هوایي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د سيمې اوسېدونکي وايي، تېره شپه د ملي اردو اړوند یوه قرارګاه سقوط شوه، خلک نن د دې قرارګاه چور کولو لپاره راټول شوي وو، چې پرې هوايي برید وشو او له امله یې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

: ‏میوند قل اردو منلې،چې د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ د پوځي تجهیزاتو د لوټولو په موخه په راټولو شویو کسانو یې هوایي برید کړی،چې د طالبانو ترڅنګ ملکیان هم پکې وژل شوي دي.

‏میوند قل اردو په یوه اعلامیه کې ویلي،افغان ځواکونو د هلمند په نهر السراج ولسوالۍ کې هغه طالبان چې د پوځي تجهیزاتو د لوټولو په موخه یوې نظامي قرارګاه ته ننوتلي وو، په نښه کړل،خو په وینایې په برید کې ملکیان هم وژل شوي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان ځواکونو په هلمند کې پر یوه تخلیه شوې قرارګاه هوایي برید کړی او۳۰ ملکي وګړي یې چې هلته راټول وو، وژلي او له اویا زیات یې ټپیان کړي دي.

طالبانو د دې برید په غبرګون کې ویلي،چې د ملکیانو غچ به واخلي.

: ‏د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د دری اړخیزې ناستې ګډنوالو، افغانستان کې د سولې پروسې په برخه کې دعملي اقداماتو او دایمي اوربند غوښتنه کړې.

: ‏صلاح الدین رباني وايي، حکومت د سولې لپاره د ملي اجماع رامنځ ته کېدو پرځای د جګړې لپاره پلانونه جوړوي.

: ‏د کابل په لویديځ، پل سوخته سیمه کې د تېرې ورځې په چاودنه کې د آریانا نیوز د یوې خبریالې،مینا خیري په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

: ‏په کندهار ښار کې د چاودنې له امله دوه پولیس ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، څو شېبې وړاندې د کندهار ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند، زرنګار سالون ته نږدې چاودنه شوې، چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

: ‏طالبانو تېره ورځ د تخار ورسج ولسوالۍ په یو شمېر کلیو جګړه پیل کړې وه چې تر نن سهار یې دوام درلود.

د تخار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وایي، نن سهار تازه دمي ځواکونه د ورسج ولسوالۍ ته رسېدلي.

‏اسیر ادعا کوي چې په نښتو کې شل وسله والو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، پنځه تنه ژوندي نیول شوي او مهمات یې هم له منځه وړل شوي.

طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د "سولې ویجاړونکو" په هکله د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه ويلي: «د سولې ویجاړونکي هغه دي چې د سولې لپاره د افغانستان د خلکو او نړۍ مشروع غوښتنې ردوي، جګړه یې ګړندۍ او وینې تویولو ته یې ادامه ورکړې ده. د سولې ويجاړونکي ټولو ته معلوم دي

‏یاد وزارت زیاتوي: «په افغانستان کې سوله، په کومه کې چې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان ګټې هم تړلې دي، یوازې د بیانیو او اعلامیو په صادرولو سره نه ټينګيږي

: ‏نامالومه وسله والو کسانو نن سهار د کابل ښار د ۱۵مې ناحيې په مربوطاتو کې یو هټۍوال چې جمیل قادري نومېږي، وژلی‌.

: ‏د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت ۰۳ قطعه ادعا کوي چې ځواکونو يې  تېره شپه د یادې ولسوالۍ په "قولک او پاشمول" سيمو کې عملیات کړي، چې پر مهال يې نهه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

: ‏د ولسمشر غني د تازه حکم له مخې لونګ فیضان د عبدالرحمن طارق پر ځای د وردګو د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي امنیتي مسوولین باید په کابل کې د نسل وژنې مخه ونیسي او خلکو ته ځواب ووایي.  نوموړي نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې زرګونه کسان تر امنیتي ګواښونو لاندې ژوند کوي او په وینا یې خلک هره ورځ قرباني ورکوي.

: ‏روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱۰ تنه په کرونا وبا اخته شوي دي. عامې روغتيا وزارت وايي چې له دې وبا څخه ۳۶ تنه مړه شوي او ۵۵ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

: ‏در یک انفجار در شهر لشکرگاه، شش غیرنظامی زخم برداشته اند.

این رویداد برخاسته از انفجار مواد جاسازی شده در یک دوچرخه بود.

گواهان رویداد می‌گویند که در زمان انفجار، یک موتر رنجر در حال گذشتن از محل بود؛ اما تمام زخمیان این انفجار، غیرنظامیان به شمول کودکان استند.

: لؤلؤه الخاطر، سخنگوی وزارت امور خارجه قطر که برای شرکت در اجلاس بین‌المللی اقتصادی سن پترزبورگ به روسیه سفر کرده، در مصاحبه با تلویزیون راشا تودی اظهارداشت: «هدف اسرائيل از حمله هوایی به دفاتر رسانه‌های بین المللی از جمله الجزیره و آسوشیتدپرس که اخبار غزه را پوشش می‌دادند، خاموش کردن صدای حقیقت و راویان آن بوده است».

وی که با اشاره به اینکه برخی‌ها در اسرائيل، قطر و شبکه الجزیره را به بزرگنمایی وقایع متهم می‌کنند، گفت: حمله به دفاتر رسانه‌ها توسط اسرائیل این حقیقت را نشان داد که آنها مانع انتشار اخبار مربوط به حملات هوایی علیه مردم مظلوم فلسطین می‌شوند».

الخاطر تصریح کرد: از جامعه جهانی خواستیم که این نقضها و اقدامات اسرائیل را محکوم کنند، اما پاسخ بسیار ضعیفی دریافت کردیم.

: ‏وزیر صحت ترکیه:‌  30 میلیون دوز واکسن کرونا تاکنون در کشور تزریق و بیش از یک سوم جمعیت کشورمان در برابر ویروس کرونا واکسینه شده‌اند.

: ماریا آدبار٬ سخنگوی وزارت خارجه آلمان خواستار تحقیق در مورد تیراندازی و قتل چندین غیرنظامی در حملات گروه تروریستی پ.ک.ک/پ.ی.د علیه غیرنظامیان در شهرستان منبج سوریه شد.

ادبار به سوال خبرنگار آناتولی مبنی بر رویکرد دولت آلمان پیرامون تیراندازی گروه تروریستی پ.ک.ک/پ.ی.د علیه غیرنظامیان در تظاهرات علیه این گروه٬ پاسخ نداد اما بیان کرد: گزارش‌هایی که در رسانه‌ها منتشر شده اطلاع داریم٬ اظهار داشت که پیرامون تظاهرات مردم منبج اطلاع دقیق نداریم.

: محمد بن عبدالرحمان ال ثانی، وزیر امور خارجه قطر امروز جمعه طی سخنانی در مجمع اقتصادی بین المللی «سن پترزبورگ» که در روسیه روز چهارشنبه آغاز شده است، اظهار داشت: اختلافات میان ‌کشورهای خلیج و ایران را می‌توان از طریق گفت‌گو مستقیم حل کرد.

وی افزود: دوحه آماده است یک نقش میانجیگر بی طرف در حل اختلافات منطقه را ایفا کند.

او همچنین تاکید کرد: توصیه ما به ایران و کشورهای خلیج این است که بگذارید در کنار هم در یک گفت‌وگوی منطقه‌ای بنشینیم.

وزیر امور خارجه قطر در باره بحران سوریه تصریح کرد که تا زمانی شرایط تغییر نکند، کشورش به دنبال برقراری روابط دیپلماتیک با سوریه نیست.

: ‏ناپېژانده وسله‌ والو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې دوه پولیس په ډزو ووژل. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد نن وویل، پولیس په ګزمه وتلي وو چې پرون ناوخته ورباندې حمله وشوه. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌ دی منلی.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي ویلي، په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. توماس نېکل¬سن ویلي، د سولې مذاکرات باید پر طرزالعمل له بحثونو، اساسي بحثونو ته داخلې شي.

: ‏یو شمېر خصوصي رسنیو ته درسیدلو معلوماتو په اساس دازبکستان اوامریکا ترمنځ په دې هیواد کې د امریکایي اډود جوړېدو پر سرخبرې لا روانې دي او په دې اړه پریکړې ته ورسیږي، ازبکستان به امریکاته  د ( کارشي خان اباد)  کې چې د افغانستان له پولې سره شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره واټن لري د اډو جوړېدو اجازه ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک